چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (لومړۍ برخه)

چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(لومړۍ برخه)
ليکونکی: احمدولي اڅکزی

بې مسلکه «مسلکيان»

يادونه: دغه ليکنه د يو کس، ډلې، ادارې يا ځانګړي رسنۍ پر ضد نده سوې، بلکه مقصد يې د افغانستان په هکله د بعضو رسنيو بې مسؤليته او بې مسلکه چلن ته د لوستونکو پام را اړول دی.

ارزانه خو بې کفايته
د ټيکنالوژۍ په نني عصر کي د معلوماتو تر لاسه کول هم آسانه سوي او هم ارزانه سوي دي. د دې يوه مثبت پايله دا ده چي اوس د موضوعاتو په هکله له بېلو زاويو څخه معلومات خپرول او موندل کېدلای سي. خو له بلې خوا د معلوماتو د آسانۍ او ارزانۍ له زياتېدو سره د معلوماتو په کفايت او ريښتونولي کي په حتمي توګه زياتوالی ندی راغلی. بلکه برعکس داسي معلوميږي لکه دا آساني او ارزاني چي دي د ريښتونوالي او کفايت په قيمت/بدل رامنځ ته سوې وي.

بې مسلکه «مسلکيان»
پخوا به معتبره ورځپاڼو، راډيوګانو او تلويزيونونو پر يوه مطلب او يوه موضوع مسلکي کسان په کار اچول او هم به يې د بشپړېدو لپاره ورته د اړتيا سره سم وخت ورکاوه. په زياته بيا د داسي موضوعاتو لپاره چي ورته د پلټونو او څېړنو اړتيا ليدل کېده. خو په نوي پېر کي د معلوماتو د خپرولو د کسب لپاره د پخوا په پرتله د وخت او پيسو کمښت دی، چي له کبله يې بې مسلکيتوب هم زيات سوی دی. حال دا چي بې مسلکيتوب په اصل کي د رسنيو په کار کي نه یوازي دا چي «ګناه کبيره» ده بلکه د بې کفايتۍ او بې اصولۍ سبب او پدې توګه د ريښتوني معلوماتو د خپرونې ضد حالت دی.

نامتو او بې نومه بې مسؤليتي
نوې ټېکنالوژۍ اوس دا ممکنه کړېده چي تقريبا هر څوک د خپلې خوښې د موضوع په هکله معلومات په لږ وخت کي تر زياتو انسانانو رسولای سي. دا چي دغه معلومات څومره ګټور، څومره کره او څومره پر اصولو برابر دي، ښايي څوک فکر وکړي چي پدې پوري به اړه ولري چي د چا لخوا خپريږي. ياني ښايي څوک فکر وکړي چي د يوه په عمر او تفکر نابالغه کس د فيس بوک د تبصرې او د يوې معتبره ورځپاڼي يا راډيو د راپور تر منځ به فرق وي. خو له بده مرغه دا انګېرنه همېشه سمه نده. په زياته بيا د افغانستان په هکله د معلوماتو خپرول د دغه هيواد په څېر پخپله د يو لړ ستونزو سره مل کار دی. په عمل کي تر سترګو کيږي چي بعضي رسنۍ چي ځان ته د «معتبره»، «اعتباري» او «بې طرفه» رسنيو خطاب کوي بعضي وخت د افغانستان په هکله داسي معلومات خپروي چي پکښي هغه بنسټيزه اصول لا هم نه وي مراعت سوي.

انځورګر هم بايد وجدان ولري
په نړۍ واله توګه د پېژندل سوي يوې بريتانوۍ رسنۍ BBC بېلګه به راواخلو، چي يوه څانګه يې د افغانستان لپاره هم خپرونې کوي. څو اونۍ تر مخه د دغې رسنۍ پر پښتو انټرنټ پاڼه د انځورونو يوه ګېلري د «کندهار کې په نشه د روږدو کسانو درملنه» تر عنوان لاندي خپره سوې وه. پدغو انځورونو کي و کندهار ته نژدې د يوه « روغتیایي مرکز » مريضان ښکاره کړل سوي ول. خو په زړه پوري خبره دا ده چي دغه روغتيايي مرکز په اصل کي يو زندان دی چي پکښي مجريمين نه بلکه معتادين د هغوی د رضا پر ضد ساتل کيږي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/06/120620_hh-kandahar-addicts-pg.shtml
په ياده سوې انځوريزه ګېلري کي چي ورسره متنونه هم شامله ول، پکښي د زياتو څخه صرف دوې بنسټيزه مسلکي نمګړتياوي د بېلګي په توګه يادوم:
لومړی خو بايد د دغو ناروغانو مخونه بېله د هغوی د خوښي نه وای انځور سوي بيا بايد نه وای خپاره سوي. حال دا چي د ليري واټن څخه د کېمرې د زوم (رانژدې کولو تخنيکي آسانتيا) په مرسته حتی د هغو کسانو انځورونه هم اخيستل سوي ول، چي ښايي هلته د کېمرې په شتون هيڅ خبر لا هم نه ول. پدې توګه د هغو کسانو څخه چي ښايي نه يې غوښتل انځور يې واخيستل سي، د مخ پټولو چانس اخيستل سوی ؤ. د دې تر څنګ بعضي داسي عکسونه هم سته چي پکښي بعضو زندانيانو هڅه کړې ده چي خپل مخ په لاس پټ کړي يا په لاس د انځور نه اخيستلو غوښتنه وکړي، خو بيا هم د هغوی مخونه پدغه ګېلري کي ښودل سوي دي. دغه بې مسؤليته انځور اخيستنه او بيا په انټرنټ کي په بې مسؤليته توګه خپرونه ښايي دغه ناروغان/معتادين او د هغوی کورنۍ په راتلونکي کي د ستونزو سره مخامخ کړي. که سبا دغه کسان روغ سي او بېرته وغواړي چي په ټولنه کي خپل ځان ته ځای پيدا کړي، نو دا امکان څوک نسي ردولای چي دغه کسان ( د هغوی کورنۍ، ماشومان...) به د ستونزو سره مخامخ سي، ولي چي د معتادۍ په تړاو انځورونه يې پر انټرنټ خپاره سوي دي. د يادولو وړ ده چي کوم انځور چي يو ځل انټرنټ ته داخل سو، د هغه بېرته ليري کول تقريبا ناممکنه کار دی. نو دغه معتادين يا د هغوی کورنۍ که وغواړي چي خپل دغه منفي انځورونه د انټرنټ څخه ليري کړي، نو به د څه ډول ستونزو سره مخامخ کيږي؟
د انځورنو پدغه ګېلري کي دويمه مسلکي نيمګړتيا دا يادولای سو چي په ټول انځوريز راپور کي د «درملنې» دغه مېتود د منل سوؤ طبي مېتودونو سره نه ؤ پرتله سوی او نه هم هڅه سوې وه چي پدې اړه د يوه بې طرفه مسلکي طبي کس نظر واخيستل سي. ايا دغه ميتود په نورو هيوادونو کي هم په کار اچول کيږي؟ ايا دا د بشري حقونو او يا هم په هيواد کي د نافذو قوانينو له مخي جايز کار دی چي يو څوک که هغه معتاد هم وي، بېله د هغه د رضا او خوښي په دا ډول « روغتیایي مرکز» کي بندي وساتل سي؟ ايا پدې تړاو کومي علمي احصايي يا څېړنۍ موجودي دي، چي دغه ميتود په رشتيا بريالی دی که څنګه؟...
د دغي انځوريزي ګېلرۍ د بېلګي څخه دا اټکل کولای سو چي حتی «مسلکي» او نړۍ واله رسنۍ هم د کليکونو لپاره مسلکي اصول او د انسانانو حقونه تر پښو لاندي کوي.

چي د اعلان، خبر او دلالي فرق ليري سي
هغه «ژورنالستان» چي د خپل کسب په هکله اړينه مسلکي تجربه او پوهه نه لري، که د هغوی څخه په تېروتنه کي يو يا بل مسلکي اصول تر پښو لاندي سي، نو ښايي څوک سترګي پر پټي کړي. خو ژورناليزم هغه وخت په دلالي بدليږي او ژورنالست په دلال، کله چي د بې طرفۍ او «نړۍ والي رسنۍ» تر ماسک شاته د يوه کس يا ډلې د مالي، سياسي او نورو ګټو په حق کي و اعلان ته د خبر لباس ور واغوستل سي. دغه کار په زياته بيا هغه وخت د کرکي او غندنې وړ وي، کله چي خبره يوازي تجارتي نه وي بلکه پکښي بشري حقونه او انساني ژوند او کرامت مطرح او د ګواښ سره مخامخ وي.

د بېلګي په توګه څو مياشتي تر مخه د BBC  پر پښتو پاڼه د افغانستان د ملي اُردو په هکله انځوريز او ويډيويي فلم خپور کړل سو. پدغه فلم کي داسي انځورونه ښودل سوي ول چي د افغان اُردو لپاره جلب کړل سوي نوي ځوانان څنګه د خپلو همزولو سره په يو منظم او پاک ځای کي تربيه تر لاسه کوي. جامې، بوټونه، د خوراک چښاک د هر شي پرېماني ده. دا هم ښودل سوي ول چي دغه ځوانان د څه ډول مثبتو موخو يا مقاصدو لپاره و افغان اُردو ته راغلي دي. يو نوی ځوان وايي چي د خپل هيواد لپاره خدمت کول غواړي او له همدې کبله افغان ملي اُردو ته راغلی دی. بل وايي چي د خپل کلي او ناموس څخه دفاع کول غواړي... که يې رالنډ کړو نو د فلم انځورونو و کتونکو ته دا احساس ورکاوه چي د دغو ځوانانو ډېر ساعت تېر دی او ښايي د خپل ژوند تر ټولو ښه پرېکړه يې کړې وي چي و افغان ملي اُردو ته راغلي دي.
خو له بده مرغه پدغه فلم کي هغه ستونزي هيڅ نه وې يادي سوي چي د افغان اُردو عسکر د تربيي او وروسته د نوکرۍ پر وخت ورسره مخامخ کيږي يا مخامخ کېدلای سي. د مثال په توګه په فلم کي دا خبره نه وه څېړل سوې چي هره ورځ، هره اونۍ، هره مياشت او يا هم هر کال څو افغان عسکر وژل کيږي يا ژوبل کيږي. دا خبره هم نه وه مطرح سوې چي هغه افغان عسکر چي وژل کيږي د هغوی کورنۍ د څه ډول ستونزو سره مخامخ وي او يا دا چي د ژوبل سوؤ عسکرو درملنه په څه ډول او چيري تر سره کيږي. دې موضوع ته هم په فلم کي اشاره نه وه سوې چي د کومو مجبوريتونو پر اساس بعضي ځوانان و افغان ملي اُردو ته راځي او يا دا چي د سنګر تجربه لرونکو عسکرو څه ډول منفي شيان ليدلي، څه بېري پرې تيري سوي، په تنخوا يې د کورنۍ ګذاره کيږي که نه؟...
دغه فلم تر پايه پوري داسي معلومات نه وه وړاندي کړي چي ځندي روښانه سي چي ايا دغه فلم د افغان حکومت او يا هم د دغه هيواد په کړکېچ کي د ښکېل هيواد بريتانيې په فرمايش جوړ سوی دی که څنګه؟ ولي د موضوع نور اړين اړخونه نه دي څېړل سوي؟ ايا د دغه فلم مقصد د کتونکو خبرول دي او که د هغوی هڅول دي چي د افغانستان په ملي اُردو کي ځان جلب کړي؟ د هغو زرګونو او لسګونو زرونو افغانو عسکرو څخه لږ تر لږه د يوه انځور ولي نه ؤ پکښي ښودل سوی چي په خپلو وينو کي لت پت پروت وي او يا يې بوره مور ساندي وايي(ژاړي)؟

دغه بېلګه ښيي چي بعضي رسنۍ د افغانستان په موضوع کي حتی د انسانانو د ژوندونونو د ګواښ سره د مخامخ کولو څخه لا هم نه پرشا کيږي. داسي بريښي لکه چي انساني ژوندونونه ورته تر خپلو اهدافو ارزانه وي. که نه نو يوه هر ډول تخنيکي او مسلکي آسانتيا لرونکې رسنۍ به ولي د اعلان او خبر تر منځ د توپير پولي پداسي ښکاره توګه سره غلطوي؟  

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۳مه، زولنګن

د «چټک، ارزانه خو بې کفايته ژورناليزم» د ليکنو د لړۍ نور مطالب پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:

لومړۍ برخه:
بې مسلکه «مسلکيان» (https://bit.ly/2k5OmHX)

دويمه برخه:
افغانستان يوه دوامداره توده موضوع (https://bit.ly/2k5NX8p)

دريمه برخه:
تمثيل که حقيقت؟ (https://bit.ly/2k3IYVK)

څلورمه برخه: 
«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟ (https://bit.ly/2kzDpPc)

پنځمه برخه:
بيرونکي انځورونه ـ ژورناليزم که بربريزم؟ (https://bit.ly/2lKy8V1

شپږمه برخه:
درواغ خبرونه (Fake News) څنګه وپېژنو؟ (https://bit.ly/2m74ny7)

اووَمه برخه:
زيات لايکونه څنګه په لاس راوړو؟ (https://bit.ly/3axDgk8)

اتمه برخه:
دنامه لپاره (https://bit.ly/3jZvm7e)

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page