دا د هغه وخت نکل دی چي تريالی لا نه ؤ شهيد سوی. په کندهار کي اوضاع ډېره خرابه وه.

حاجي باريداد د کندهار د کاروان سيمي اوسېدونکی يو ديني عالم ؤ چي په کندهار ښار کي يې د موټرو د ټايرونو يو شرکت يا دُکان درلودی. هغه ته د کورنۍ ټولو خلکو د بابا خطاب کوئ. د بابا دُکان د سيمي او قوم د مشرانو د راغونډېدلو يو مرکز هم ؤ.


بابا دوه زامن درلودل چي کشر يې تريالی نومېدی. تريالي د شوريانو پر ضد په جهاد کي برخه واخيسته او پدې لاره کي په ۱۹۸۳م کال په شهادت ورسېدی. ويل کيږي چي بابا و تريالي ته اجازه ورکړې وه چي په جهاد کي برخه واخلي. دا د هغه برسېره چي بابا تر زيات وخته زوی نه درلودی او په ډېر پوخ عمر يا حتی سپينه ږيره ورته خدای دوه زامن ورکړي ول.

د بابا دويم زوی چي د پلار په څېر يې ديني زدکړي کړي وې، د پاکستان کوټي ښار ته مهاجر سو. هغه خپل پلار ته ډيري زارۍ او جرگې وکړې چي پاکستان ته ورسره ولاړ سي، خو بابا ويل چي خپل هيواد به هيڅ کله نه پرېږدي.


د بابا د کورنۍ يو کس دغه نکل کوي:


« دا د هغه وخت نکل دی چي تريالی لا نه ؤ شهيد سوی. په کندهار کي اوضاع ډېره خرابه وه. هره شپه او ورځ به يو نوی ناورين ؤ. يوه ورځ د شپې نيمايي وه چي د بابا د ژړا ږغ راغلی. موږ وارخطا سوو او سمدلاسه برنډې ته راووتلو. که گورو بابا د خپلې خوب د خوني څخه راوتلی دی، چارزانو ناست دی او په لوړ ږغ ژاړي. هغه کله کله خپل زنگون او يا هم ورون په چپلاخه ووهي او په ژړا سره وايي: « درڅخه مړ يې کړی؟ وام آ زويه درڅخه مړ يې کړی. هغه آخري والا يې هم در مړ کړی؟» همدا خبري يې تکرارولې او ژړل يې. موږ چي ورغلو نو پوه سوو چي د کوڅې هغي پيشي چي زموږ پر بام يې چنګوټيان ږېږولي ول، خپل يو مړ چنګوټی د بابا د خوني مخي ته راوړی او زګېروی او وير يې شروع کړی ؤ. بابا د خوبه راکښېنستلی او و پيشي ته دباندي راوتلی ؤ. بابا ليدلي چي د پيشي هغه آخري پاته چنګوټی هم مړ سوی دی او د ده د خوني مخي ته يې ايښی او پيشي ورته وير کوي. همدا ؤ چي بابا او پيشي دواړو په لوړو ږغونو ژړل. بابا څه خبرو ؤ چي د ده زوی به هم ځوانيمرګ کيږي.»

ولسمشر، امير او مشر بايد د بابا غوندي وي چي پر وطن خپل هغه عزيز ترين شی قربانوي او نه دا چي هيواد او هيوادوال تر ځان قربان کړي.
ولسمشر، امير او مشر بايد د بابا غوندي وي چي د خپل وطن د انسان خو لا پرېږده، حيوان په غم يې لا هم زړه خوږيږي.

(د ليکنو د دغې لړۍ ټول نکلونه رښتيا دي.)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نور مطالب:

ولسمشر بايد څنگه وي؟ (دويمه برخه)

د ولسوال ښايسته لور ـ ولسمشربايد څنګه وي؟ (دريمه برخه)

دوی ويل زړونه به مو وگټو

سوله هو ستراتيژيک تړون يا

د يوه پټ راز داستان

د بن بن بازار او کش کاذبک نکل