« زه به هيڅ چا ته دا مشوره ور نه کړم چي پوځ ته ولاړي سي. زما دا ډول برخليک پر هيڅ چا نه دی پېرزو.»

 منبع: ARD تلويزيون (آلمان)

لينک: بشپړه فلم (په آلماني ژبه)

فلم جوړونکي: کيربي ډيک، اېمي څيېرينګ

(د ژباړي لپاره) د صحنو انتخاب او ژباړه: احمدولي اڅکزی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امریکايي ښځينه عسکره، کوري چيوکا:

«د دې څخه تر مخه چي دغه واقعات وسي، ما هميشه د عسکرو فلمونه کتل او د ځان سره به مي ويل چي دا هغه څه دي چي زه يې هم غواړم. همدا ؤ چي يوې ملګرې راته وړانديز وکړ چي د سمندري سرحد ساتونکي ځواک ته د شموليت لپاره عارضه وکړم. ما همداسي وکړه...»

«... کله چي به زه د نوکرۍ وروسته خپل د بيدېدو ځای ته راغلم نو به زما آمر زما پر بستر پروټ او بيده ؤ. ما پدې تړاو د هغه د قومندان څخه شکايت وکړ خو هغه په شراب چښلو کي زما د آمر ملګری ؤ. هغه راته وويل چي دا چي زما د خپل آمر څخه ښه نه راځي، پدې وجه ما نه سي تبديلولای...»

«... يوه شپه زما آمر زما کوټې ته راغلی او په زور يې دروازه خلاصه کړه. هغه... زما څخه يې وغوښتل چي.... ما د مرستي او ژغور لپاره په زوره نعرې او غلبلې کړې. همدا ؤ چي زما آمر زه پر مخ په سوک ووهلم او د کوټې څخه ووتی. زما مخ سخت ژوبل سو. پدغه شپه زه حيرانه وم چي دا څه وسول. د آمر د سوک له کبله زما سترګه او مخه تک شين سوی ؤ. زه پدغه څهره و قومندان ته د شکايت لپاره ولاړم. خو د څو اونيو تېرېدو باوجوده هيڅ هم ونه سول او زما آمر مخ په وړاندي هم زما آمر ؤ...»

«... يوه ورځ زه د يو کار لپاره خپل د آمر دفتر ته ورغلم. د دفتر مخي ته مي هغه ته اسناد وسپارل او غوښتل مي چي ولاړه سم. خو آمر راته وويل چي بايد کوټې ته ورسره ولاړه سم. ما د دغه کار څخه انکار وکړ او نه مي غوښتل چي کوټې ته ورننوځم. همدا ؤ چي آمر مي راباندي په لوړ ږغ نعرې پېل کړې او زه يې په زور کوټې ته په کشولو ننه ايستم او هلته يې زما سره زنا بالجبر (جنسي تېری) وکړ...»

وکيله، سوزان برک:

« د امريکا په ملکي قانون کي د جنسي تېري قرباني مېرمنه په مستقيمه توګه و محکمې ته مراجعه کولای سي... په امریکايي پوځ کي د جنسي تېري قرباني ښځينه عسکري مجبوره دي چي اول خپل قومندان ته شکايت وکړي.»

بله ښځينه عسکره، چي د جنسي تېري قرباني سوې او غواړي د کوري چيوکا او نورو ورته برخليک لرونکو سره يو ځای د سوزان برک په مرسته د امريکا پر حکومت حقوقي دعوا وکړي:

« يوه ښځينه عسکره ماته راغله او ويې ويل چي غواړي د يوې مېرمني په توګه د يوې مېرمني (زما) سره خبري وکړي. هغې راته وويل چي پر ما د جنسي تېري په هکله يې اورېدلي دي. هغې زياته کړه چي پدې کي ګناه زما خپله ده ولي چي ما نارينه عسکر ته موقع ورکړه چي داسي راسره وکړي. هغې وويل چي دا زنا بالجبر نه ده او دا چي زه پدغه خبره بايد ځان پوه کړم...»

په امريکايي پوځ کي د جنسي تېري قرباني سوې بله ښځينه عسکره:

« (د امريکا د متحده ايالتونو) پوځ چي تر اوسه د جنسي تېري د قرباني ښځينه عسکرو لپاره څه کړي، د هغه يوازينی مقصد دا دی چي دغه مېرمني په آئنده کي و جنسي تېري ته زياته حوصله او زغم ولري... د جنسي تېري قرباني سوې ښځينه عسکره صرف دوې لاري لري: اول دا چي ځان ووژني او يا دا چي د عسکري دندو څخه وتښتي. دريمه لاره دا ده چي دغه قرباني ښځينه عسکره پر ځان باندي جنسي تېری وزغمي او پټه خوله پاته سي.»

ليکواله، اېمي هېرډي:

« په ۱۹۹۱م مېلادي کال د کارپوهانو يوې ډلي داسي شمېرې وړاندي کړې چي له مخي يې تر هغه وخت (۱۹۹۱م) پوري د امريکا په پوځ کي پر ۲۰۰۰۰۰ ښځينه عسکرو جنسي تېری سوی ؤ. خو زه اټکل کوم چي تر نن پوري به تر ۵۰۰۰۰۰ څخه زياتي ښځينه عسکري د امريکا د متحده ايالتونو په پوځ کي د جنسي تېري قرباني سوي وي.»

د جنسي تېري قرباني سوې بله عسکره، هېنا سېول:

«... زما پلار او ورور په پوځ کي افسران دي. زموږ کورنۍ د پوځ اوږدمهاله سابقه لري او د نسلونو راهيسي زموږ کورنۍ د امریکا په پوځ کي خدمت کړی دی.»

«...کله چي پر ما جنسي تېری کېدی نو ما په زوره او په لوړ ږغ سره تر پای پوري نعرې وهلې. خو زما د مرستي لپاره (هيڅ ملګری عسکر) نه راغلی او زه يې خپل برخليک ته يوازي پرېښودم.»

د هېنا سېول پلارچي پخپله د متحده ايالتونو په پوځ کي افسر دی:

« تر يو نيم کال پوري دوی (پوځ) هيڅ هم ونه کړل او لاس تر زني ناست ول. دوی ويل چي په شاهدانو پسي ګرځي. حال دا چي دوی پدغه وخت د حاضرو تازه جلب سوو عسکرو څخه پوښتني ګروېږني کولای سوای...»

امریکايي ښځينه عسکره، کوري چيوکا:

« د کوم وخت راهيسي چي پر ما جنسي تېري کونکي آمر د سوک وار کړی دی، زما زامه ژوبل سوې ده. د کلنو راهيسي زه کلکه غذا نه سم ژوولای او مجبوره يم چي ځان په ښوروا، فېرني او ورته مايع يا پستو غذايي توکو تغذيه کړم... زما د زامي پر طبي عملياتو په زرګونو ډالره مصرف راځي چي زه يې نه لرم... زه د امريکايي پوځ څخه غوښتنه کوم چي حد اقل زما د علاج لپاره دي پيسې راکړي.»

مايک ټرنر، د متحده ايالتونو د ريپبلکن ګوند سياستوال

« د دفاعي چارو وزارت زما په آند تر اوسه پوري دا نده درک کړې چي جنسي تېری (د امریکا د متحده ايالتونو په پوځ کي) يوه بنسټيزه او عمومي ستونزه ده...»

آري يانا کلې، بله ښځينه عسکره چي ورباندي په سمندري پوځ کي تېری سوی:

« زما لومړي قومندان راته وويل چي په سمندري ځواک کي مېرمني صرف د دې لپاره دي چي د سمندري ځواک نارينه عسکر (مرين) ورباندي خپله جنسي تنده ماته کړي...»

بېن کلې، د آري يانا کلې مېړه:

« زما مېرمني ۹ کاله په عراق کي د عسکري په توګه د خپل هيواد (متحده ايالتونو) خدمت وکړ. خو کله چي بېرته خپل هيواد ته راغله نو يې دغسي (پر هغې د جنسي تېري کولو له لاري) هرکلی وسو.»

(کوري چيوکا چي د خپل پوځي افسر له لوري ورباندي جنسي تېری سوی او د پنځو کلنو راهيسي يې پدې ترڅ کي زامه ماته ده او ډوډۍ نسي ژولای، ورته د امريکا د متحده ايالتونو د جګړه کوونکو عسکرو د صحي بېمې لخوا د علاج د مصارفو د په غاړه اخيستلو په ترڅ کي منفي جواب ورکول سو. )

د امريکا د متحده ايالتونو اړونده محکمې د کوري چيوکا او نورو اغېزمنو سوو ښځينه عسکرو هغه دعوه رد کړه، چي په ترڅ کي يې دوی غوښتل چي د پوځ د ننه د جنسي تېري پلټني بايد غېرنظامي خلک وکړي.

په عراق کي ۹ کاله د امريکا د پوځ لپاره خدمت کوونکې د سمندري ځواک عسکره او د جنسي تېري قرباني، آري يانا کلې په روانو اوښکو سره:

« زه به هيڅ چا ته (مېرمنو ته) دا مشوره ور نه کړم چي پوځ ته ولاړي سي. زما دا ډول برخليک پر هيڅ چا ( هيڅ مېرمني) نه دی پېرزو.»
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم ورسره اضافه کول حتمي دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:

 ځان او قوم ته ستر پيغور مه جوړوه( رئيس جمهور کرزي ته پرانستی ليک)
ايا سوله به ښه وي او که دا چي...
برېتونه هو، مورچل يأ
د زنګاوات و نانۍ شهيدي ته