ښه، نو بيا خو لکه چي ته هم د خپل کانديد د کامپاين لپاره راغلی يې

 د ۲۰۱۴م کال د مارچ ۷مه نېټه، د آلمان په هيورت ښار کي د يو علمي سيمنار تر څنګ د دوو افغانانو مکالمه:

زمری (مستعار نوم) : سلام عليکم اڅکزی صاحب، جوړ په خير
 اڅکزی: وعليکم سلام زمری صاحب، الله مو راوله، څنګه ياست؟
 زمری: ښه يم. تاسو څنګه يې؟
 اڅکزی: حمد دي وي خدای لره. شکر جوړ او روغ يم.
زمری: چي دا لمر نن له کوم لوري راختلی دی؟ د کلنو راهيسي لومړی ځل دی چي بيا دي په يوه غونډه کي وينم. لکه چي کتابونه متابونه دي د خرڅولو لپاره راوړي دي.
اڅکزی: زمری صاحب تاسو ته خو د دې ځای ژوند درمعلوم دی، ولله که چا ته په مياشتو مياشتو پوره خوب لا رسيږي، نو غونډي او کانفرانسونه خو لا پرېږده. پاته سوه د کتابونو خبره، نو ما خو هيڅکله دلته کتابونه ندي پلورلي او نه زه د کتابونو کار کوم. که ستاسو مقصد زما د قاموس هغه څو نسخې وي، چي د کتابونو د خرڅولو پر مېز پرتې دي، نو هغه ما ليکلي خو دي خو زما ملکيت ندي او نه يې پيسې ماته راکول کيږي. هغه د ټولنې همکار ځوانان يې خرڅوي او پيسې يې د ټولنې دخل ته ځي.
زمری: ښه، نو بيا خو لکه چي ته هم د خپل کانديد د کامپاين لپاره راغلی يې. هاهاها
 اڅکزی: دا خو يو علمي سيمينار دی او د ټاکنيز کامپاين غونډه نده. زه دلته د مقالو د اورېدلو او د بعضو دوستانو د ليدلو لپاره راغلی يم. بل د خپل کانديد په خبره مي سر خلاص نه سو. زه خو الحمدللله د هيڅ کانديد ملاتړی نه يم او نه هم د چا لپاره کامپاين کوم.
زمری: اوهو اڅکزی صاحب، حقيقت خو ښه شی دی او هغه خو دا دی چي تاسو کندهاريان او په زياته بيا محمد زيان، پوپلزيان او اڅکزيان خو ټوله د زلمي رسول پلويان ياست، چي يو ټکی پښتو يې لا نده زده، لکه زياتره محمد زيان.
اڅکزی: زمريه وروره، لومړۍ خبره خو دا ده چي موږ تاسو ټول اول مسلمانان يو او بيا افغانان يو. نوري خبري مهمي ندي. زه پدې باور يم چي څوک بايد خپل د وجود يوې برخي ته د «تاسو کندهاريان، تاسو خوستوال، تاسو کنړيان، تاسو پنجشېريان» خطاب ونه کړي. زه تر اوسه ولله که پدې خبر يم چي په بهر کي اوسېدونکي افغانان رايه ورکولای سي که نه. که داسي وي هم، بيا به هم زه خپله رايه ونه کاروم.
زمری: اڅکزی صاحب، لږ ټوکي مي کولې او تاسو جدي سواست. خو اوس درته جدي وايم چي ما ولوستل چي تر ۷۰ فيصدو څخه زيات کندهاريان د زلمي رسول پلويان دي چي زما په فکر دا به يوه لويه جفا وي. د داسي يوه لايق کانديد لکه اشرف غني سره او په مجموع کي د افغانستان او د افغانستان د خلکو سره.
اڅکزی: دغه احصاييې چي د کوم ولايت يا قوم يا ژبي څو فيصده خلک به کوم کانديد ته رايي ورکړي، هغه په پرمختللي لوېديځ کي لا تقريبا هميشه درواغ ثابتي سوي دي نو په افغانستان کي خو دا ډول احصاييې او اټکلونه په سلو کي صفر اعشاريه صفرصفر يو فيصد صدق هم ښايي نسي کولای. بله خبره دا چي تاسو باور وکړئ چي زه پخپله شخصا نه د يو کانديد سره او نه د بل کانديد سره علاقه لرم او نه هم ورڅخه کومي هيلي لرم. بلکه په مجموع کي د ټاکنو موضوع ته ډېر زيات خوشبينه نه يم. زما په فکر تر کوم وخت پوري چي بهرنۍ قواوي په افغانستان کي پرتې وي او جګړه روانه وي، نو يوازي ټاکني به په روان بد حالت کي کومه تبديلي نه راوستلای سي. د افغانستان اصلي ستونزه روانه جګړه ده. فکر نه کوم چي د ولسمشرۍ يو کانديد دي هم د سولي د راوستلو لپاره اړينه خپلواکي، توانايي، اراده او پروګرام ولري.
زمری: ولي يې نه لري؟ اشرف غني هم علم، هم پوهه، هم تجربه او هم اراده او هم پروګرام لري. انشالله که هغه راسي نو به هر څه سم سي. افغانستان ته په اوسني حالت کي يوازي او يوازي اشرف غني نجات ورکولای سي.
اڅکزی: زه د ډاکټر صاحب په لياقت کي هيڅ شک نه لرم. خو د ډاکټر صاحب او کرزي صاحب او دوستم او زلمي رسول او نورو ټولو تر منځ زه هيڅ فرق نه وينم. کېدلای سي چي يو زيات لايق او بل زيات نالايق وي خو دوی ټول د يو کښت حاصل دي. که يو په مستقيمه توګه په خپلو لاسونو انسانان وژلي دي نو بل بيا د قاتلانو ملګري کړې ده. پر ما د قاتل او د قاتل د ملاتړي او ټلوالي هيڅ فرق نسته.
زمری: ګوره اڅکزی صاحبه، تاسو هم هغه تېروتنه کوی چي زیات خلک يې د دوستم په هکله کوي. موږ تاسو بايد د دوستم شاليد ته ونه ګورو بلکه د ډاکټر صاحب هوښيارۍ ته وګورو چي هغه يې د ځان سره پدې ملګری کړی دی ولي چي د هغه تر شا ټول ازبکان ولاړ دي. موږ تاسو بايد دوستم ته د شخص په توګه نه بلکه د ټولو ازبکانو ورونو د مشر په توګه وګورو. بله خبره دا چي ملايکي خو د آسمان څخه نسو راکوزولای کنا. بس په همدغو خلکو به کار چلوو چي اوس موجوده دي. په زياته بيا چي مشري يې د اشرف غني په لاس وي بيا خو نو هيڅ غم نسته.
اڅکزی: زمری صاحبه، موږ تاسو افغانان يو. د ازبک، تاجک، هزاره، ترکمن او د افغانستان د بل هر اوسېدونکي که هغه مسلمان، هندو يا يهود وي، د هغه ناموس زما او ستا ناموس دی. تاسو خبر ياست چي د افغانستان په کومو سيمو کي کومو مليشو د پښتنو، تاجکو، هزاره ؤ او نورو پر ناموسونو باندي تېري کړي دي؟ کابل ته چا اور واچاوه او په لسګونو زره انسانان يې ووژل؟ نو پدې خو زه او تاسو ښه خبر يو او بايد هغه ستاسو په وينا دغه «شاليد» هېر نه کړو. بله دا چي زموږ هيواد مشترک دی او ګټي او تاوانونه مو مشترک دي. موږ تاسو بايد هيڅکله يو دروند قوم و یو شخړيز شخص او يا حتی غېر شخړيز شخص ته منصوب نه کړو. په هر ټبر کي ښه او بد سته خو موږ تاسو بايد هيڅکله هم حکمتيار، کرزی، زلمی رسول یا بل څوک د پښتنو مشر ونه بولو او نه هم دوستم د ازبکو يا عبدالله صاحب د تاجکو مشر وبولو. دغه کسان هيڅکله د يادو درنو ټبرونو نمايندګي نسي کولای. په لومړي سر کي موږ تاسو بايد د دغو کسانو خبرو، وعدو او ژمنو ته غوږ نه سو بلکه شاليد او عمل ته يې وګورو. که دغه معيار ونيسو نو بيا بايد جنايتکاران او د هغوی ملاتړي يا د هغوی ټلوال ټول محاکمه سي او نه داچي هغوی ولسمشران، وزيران، واليان او رئيسان کړو.
زمری: اڅکزی صاحبه، ما خو ستاسو په هکله بېل فکر کړی ؤ. ليکن تاسو خو بيخي د عمل څخه ليري او د خوب او خيال خبري کوئ. تاسو صرف نيوکي کوئ او د حل وړانديزونه نه وړاندي کوئ. نو تاسو راته وواياست چي افغانان بايد چا ته رايه ورکړي؟
 اڅکزی: لکه ما چي مخکي عرض وکړی، زما په فکر ټول يو شان دي. دا مي هم عرض کړه چي که ما د رايي حق درلودلای ما به هيڅ چا ته هم رايه نه وای ورکړې. هغه پدې دليل چي که يو څوک د يو افغان ټوله کورنۍ ور ووژني کېدای سي چي د ننواتي په صورت کي هغه قاتل ته عفوه وکړي. خو که يو څوک د افغان ناموس ته په بده سترګه وګوري نو د يو مسلمان او يو افغان به هیڅ کله هم دغه کس ته عفوه ونه کړي. هغه ته د خپل وطن واک پرېښودل خو لا بله خبره ده. تاسو داسي فرض کړئ چي يو سړی داسي ښايسته لور لري چي په ټوله نړۍ کي يې د ښايست بېلګه نسته. بله دا چي دغې ښايستې انجلۍ د نړۍ تر ټولو قيمتي ګيڼه هم اغوستې ده. اوس دغه سړی انتخاب لري چي خپله دغه شپاړس کلنه ښايسته او پيغله لور د هغو کسانو څخه د يوه ډلې ته په يوازي کور کي د څلورو کالو لپاره د امانت په توګه وسپاري، چي ځانونه يې د ولسمشرۍ لپاره کانديد کړي دي. ستاسو په فکر په ولاړو کانديدانو کي څوک داسي ريښتونی مسلمان او افغان دی چي دغه ښايسته انجلۍ به څلور کاله د ځان سره په يوازي کور کي په امانت او ايمانداري سره په پرده کي وساتي؟ تاسو ماته واياست چي دغه ځوانه انجلۍ ښاغلي ډاکټر صاحب او د هغه ملګري ښاغلي دوستم صاحب ته وسپارو؟ زمری صاحب وطن مور ده. وطن خور ده. وطن لور ده. وطن زموږ ناموس دی. موږ تاسو هغه چا ته بخښه نه سو کولای چي د پرديو پر ټانکنو يې اول زموږ د مځکي ناموس ته په بده سترګه کتلي وي او بيا يې زموږ د مېندو خويندو څخه سينې پرې کړي وي، زموږ د بچو پر سرونو يې ميخونه ټک وهلي وي... د ښاغلي کرزي صاحب په دوره کي ټول واک د دغو جنايت کارانو په لاس کي ؤ او د راتلونکي ګوډاګي ولسمشر اداره به هم بېله نه وي. کرزی، احمدزی، دوستم، رسول، سياف و کذالک ټول بايد محاکمه سي، ولي چي يا خو يې پخپله شخصا افغانانو ته بې ناموسي اړولې او يا يې د بې ناموسي اړونکو نصرت او ملاتړ کړی دی. دا چي اوس الله راباندي مسلط کړي دي هغه بېله خبره ده. خو که په رضا څوک دغو خلکو ته رايه ورکوي او په خپله رضا يې د ځان او د خپل ناموس واکمنان کوي، نو دا خو بيخي د لوی پيغور خبره ده. دا خو د موضوع افغاني اړخ ؤ. د موضوع پر ديني اړخ به له سره خبري لا نه کوو.
زمری: بالکل يې نه کوو. ها ها ، ياره اڅکزی صاحب، ته خو هسي بېځايه جذباتي سوې. ما خو غوښتل چي صرف درسره لږ ګپ شپ ولګوم. راځه چي بېرته سيمنیار ته ولاړ سو زما په فکر په خبرو خبرو کي د سيمنيار دوې ويناوي راڅخه تيري سوې.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کی د ليکنې اصلي لينک او منبع ورسره يو ځای کول حتمي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د وېبلاګ نوري ليکنې:

ولسمشر بايد څنگه وي؟ (لومړۍ برخه)
ولسمشر، د زوم انتخاب او د مولانا صاحب پټ حکمتونه