په دغه قاموس کي تر 46000 څخه زيات انګريزي لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي.

 قاموسونه ټکی کام  د انګريزي پښتو يو نوی ازمويښتي قاموس آنلاين کړ. په دغه قاموس کي تر 46000 څخه زيات انګريزي لغتونه په پښتو ژبه ژباړل سوي دي. د لغتونو د شمېر له مخي دغه قاموس پر قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه تر ټولو لوی انګريزي قاموس دی. قاموسونه ټکی کام اټکل کوي چي د دغه قاموس په خپرېدو سره به په دغه پاڼه کي د انګريزي لغتونو په ژباړه موندنه کي زياته آساني رامنځ ته سي.

ياد قاموس په اوتوماتيکه توګه د اندرويد موبايلونو له پاره د قاموسونه ټکی کام په اېپ کي هم وراضافه کړل سوی دی. دغه مفت اېپ د قاموسونه ټکی کام پاڼي څخه په کار اخيستلو کي لويه آسانتيا راوستولې او په لږ وخت کي د زياتو کارونکو له خوا خوښ سوی دی.

د يادولو وړ ده چي دغه آنلاين کړل سوی قاموس ازمويښتي بڼه لري او تر اوسه يې پروف ريډينګ يا بشپړه اصلاح نه ده سوې. د دغه قاموس د انګرېزي لغتونو بعضي تفصيلات او ګرامري ځانګړتياوي لا نه دي ټايپ سوي او زيات کار يې لا پاته دی چي د دغه قاموس بشپړه سمون ښايي کالونه وخت ونيسي. خو دا چي بيا هم دوستان ورڅخه تر يوې اندازې کار واخيستلای سي، دغه اوسنۍ بڼه يې آنلاين کوم. خو هيله ده چي دا په پام کي ونيسئ چي په ژباړو کي ښايي ټولي درستي نه وي. له همدې کبله په دغه ازمويښتي او راتلونکو ازمويښتي قاموسونو کي ټولي معناوي ګورئ او پکښي انتخاب کوئ او يو بل قاموس ته هم احتياطا مراجعه کوئ. دغه يوازنی ازمويښتي قاموس نه دی چي د قاموسونه ټکی کام په اختيار کي دی او لا تر اوسه نه دی خپور سوی. يو شمېر نور ورته ازمويښتي قاموسونه هم د دغې پروژې په اختيار کي دي چي انشأالله په راتلونکو ورځو کي به يو يو آنلاين کړل سي.

هيله ده چي د قاموسونه ټکی کام خبرتياوي پر فيسبوک او خپلو پاڼو شريکي (share) کړئ چي لا زيات خلک د دغې پاڼي څخه مستفيده سي.

 

قاموسونه ټکی کام د خدای بخښلي ډاکټرصاحب سيد احمدشاه پښتو انګريزي قاموس آنلاين کړ. د دغه قاموس په تړاو د نورو معلوماتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا دغه پوست share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015



 

قاموسونه ټکی کام يو بل لوی قاموس آنلاين کړ. د نورو جزياتو له پاره پر لاندني انځور کليک وکړئ او لطفا د فيسبوک دغه پوست د خپلو دوستانو سره share کړئ.

Posted by Ahmad Wali Achakzai on Wednesday, December 9, 2015

که تاسو د قاموسونه ټکی کام مفت اېپ په خپل موبايل کي انسټال کړی وي، نو هيله ده چي د ګوګل پلې پر پاڼه يې وارزوئ او خپل نظر هلته ثبت کړئ.

ستاسو د دعاؤ په هيله

ورور مو

احمدولي اڅکزی

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلونکی

ياداښت: که تاسو نه پوهېږۍ چي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي څخه څنګه کارواخلی نو کولای سئ چی د يوټيوب د دغه ويډيو په مرسته يې کارونه زده کړئ:
https://www.youtube.com/watch?v=h5YNbAtDjLs



_________________________________________________________________________

د دغه مطلب د کاپي کولو په صورت کي د منبع او اصلي لينک ورسره ملګري کول حتمي دي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د دغه وېبلاګ نور ورته مطالب:
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
د پښتو هممانيزونو قاموس آنلاين سو
اسلانوف او ۲ نور روسي پښتو قاموسونه آنلاين سول
د هالنډي پښتو نوښتګر قاموس آنلاين سو
د نمونيي خادم نمونيي کتاب چاپ سو