لس موږکان سره ملګري ول سفر کي
يخو شلومبو کړ يو زوکام په اول سر کي

دغه منطوم نکل او د ماشومانو له پاره نور نکلونه پر kochnai.com هم لوستلای سئ.

لس موږکان
 
لس موږکان سره ملګري ول سفر کي
يخو شلومبو کړ يو زوکام په اول سر کي
نه موږکان سره ملګري ول سفر کي
شپږي پيدا سوې د يوه موږک په سر کي
اته موږکان سره ملګري ول سفر کي
يو پکښي خوب يوړی بيده سو په بستر کي
اوه موږکان سره ملګري ول سفر کي
يو مشرتوب غوښت او زخمي سو په دې شر کي
شپږ موږکان سره ملګري ول سفر کي
يو يې حساب پېل کړ او ورک سو سيم و زر کي
پنځه موږکان سره ملګري ول سفر کي
د يو يې پام نه ؤ او وخوت بيده خر کي
څلور موږکان سره ملګري ول سفر کي
يو خبريال سو او خطاوتی خبر کي
درې موږکان سره ملګري ول سفر کي
يو يې شاګرد سو چرت يې بند سو زير و زور کي
دوه موږکان سره ملګري ول سفر کي
يو ته پيشو مُرچک و رګډ کړل په شکر کي
يو موږک پاته سو روان په لر و بر کي
نه موږکان يې سول ملګري په سفر کي 


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶م کال د اپريل ۱۳مه نېټه، بون

 

هيله: که مو دغه مطلب خوښ سوی وي نو هيله ده چي په فيسبوک کي يې share کړئ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
دوه سادګان ـ منظوم نکل
ننداره ده ننداره ـ د ماشومانو شعر
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
څلور دي کال کي موسمونه ـ د ماشومانو شعر
د ملالۍ نانۍ خور ـ د ماشومانو شعر
سهار سو ـ د ماشومانو شعر
ترپ و تروپ دی ـ د ماشومانو شعر
اې سپيني واوري ـ د ماشومانو شعر
مياؤ مياؤ پستکۍ ـ د ماشومانو نکل