source of image: http://www.letuspublish.com/wp-content/uploads/2014/09/Muslim-wedding-blessings.jpg
source of image: http://www.letuspublish.com/wp-content/uploads/2014/09/Muslim-wedding-blessings.jpg

جرګه راغلې وه نجلۍ ته
ويل زړه غواړي زموږ دوستۍ ته
ستاسو مو خوښه کورنۍ ده
خوښه مو ستاسو دا نجلۍ ده

 

جرګه راغلې وه نجلۍ ته
ويل زړه غواړي زموږ دوستۍ ته
ستاسو مو خوښه کورنۍ ده
خوښه مو ستاسو دا نجلۍ ده
راکړئ هغه زموږ و زوی ته
زموږ سرلوړۍ ته خوشالۍ ته
مور د نجلۍ وکړل سوالونه
چي هلک څه لري خويونه
د هلک مور سوه بيا ګويانه
ويل زما زوی دی مهربانه
کار پرخلاف د ضمير نه کړي
څوک به هيڅکله زهير نه کړي
زوی مي نه غل دی نه معتاد دی
معاش حلال کي بس دی ښاد دی
نه موالي نه زناکار دی
نه شرابي نه کوم بدکار دی
خو يو عادت يې لږ خراب دی
ورڅخه دی هم په عذاب دی
درواغ دی وايي زيات وختونه
نور يې دي ټول ښه ښه خويونه
مور د نجلۍ سوه لږ حيرانه
اول پرېشانه بيا ګويانه
ويل ممکن زوی دي لوطي وي
دی شرابي خراباتي وي
ښايي هغه اختلاسګر وي
لوی رشوتخور او ستمګر وي
زنکه باز او يا سګباز وي
موالي ګک او قمارباز وي
خو دا چي وايي دی درواغ
ښايي پټ کړی يې وي داغ
ټول بد عيبونه سي لرلای
څوک چي رشتيا نه سي ويلای
لور به هيڅکله موږ ورنه کړو
دوست درواغجن به موږ هيڅ نه کړو
څوک چي کاذب سو درواغجن سو
په لومړي سر د ځان دُښمن سو

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست لومړۍ نېټه، بون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ:
اوه بزګړي او شرمُښ ـ منظوم نکل
قلم و قلم ته ـ منظوم نکل
تور مُلا او سپين مُلا ـ منظوم نکل
پيری ـ منظوم نکل
ايکاروس (ژباړه له يوناني اساطيرو) ـ منظوم نکل
پردۍ بڼکي ـ منظوم نکل
کارغه او ګيدړه ـ منظوم نکل
نامانوس بوی ـ منظوم نکل
د ناديده ګانو کلی ـ منظوم نکل
سوی او کيشپ ـ منظوم نکل
دېب په بوتل کي ـ منظوم نکل
کڼه چونګښه ـ منظوم نکل
يوازي نانی ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
سرزوره منطق ـ منظوم نکل
نکاح د ع و غ ـ منظوم نکل
دوه سادګان ـ منظوم نکل
لس موږکان ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل
وړه زڼه ـ منظوم نکل
تا مسيحيت کړلی افغان ـ منظوم نکل
يا شل پيازه يا شل دُرې ـ منظوم نکل
پاچا، وزير، غلام او ړوند سړی ـ منظوم نکل
زمری او نانی موږک ـ د ماشومانو لپاره منظوم نکل