و يو پاچا ته راغله څو تنه سړيان
دا کليوال ول په فرياد او په ګريان
و يو پاچا ته راغلل څو تنه سړيان
دا کليوال ول په فرياد او په ګريان
ويل په کلي کي مو نسته کار روزګار
هم مو زاړه هم مو ځوانان دي ټول بېکار
حتی بې ژرندي يو اوړه کولای نه سو
د ني حاصل څخه بوره جوړوای نه سو
نسل تر نسله به احسان ستا نه کړو هېر
راته که جوړي فابريکې کړې يو څو شمېر
پوښتنه وکړه پاچا څه لرئ هنر؟
څو مسلکيان لرئ په کوم شمېر انجينر؟
د فابريکو له پاره خام مواد په کار وي
اړين دهقان، ترکاڼ او دا شان هم لوهار وي
په يو آواز د کلي خلکو ويل سته دي
ټول شرايط هم برابر هم برجسته دي
پاچا په قهر سو ويل چي ظالمان ياست
تاسو نااهله فتنه ګر درواغجنان ياست
ما چي جوړ کړي مدارس او ښوونځي دي
ستاسو په کلي کي چي دي ټوله خالي دي
خپل بچي نه استوئ تاسو و مکتب ته
نه هغوی استوئ و کسب مرتب ته
نه اتفاق درپکښي سته نه متحد ياست
د يو او بل په وړاندي تاسو تل په ضد ياست
ستاسو لانجو مصروفه کړې محکمې دي
تاسو کرلې لوېشت پر لوېشت ځان ته فتنې دي
ټوله ورځ ناست ياست و پيتاوي ته قطار کړئ
په غيبتونو او بحثونو شپه سهار کړئ
عمل مو نسته د خبرو ماهران ياست
علم مو نسته سر تر سره جاهلان ياست
حتی نيکونه مو لا هم پس ماندګان ول
په شعار ژرنده يې چلوله سادګان ول
په خپل ګرېوان کي په لټون سئ بې کارانو
ورک سئ زما له مخه ورک سئ کم عقلانو
تل به زهير وي هغه قوم او هم به زېر وي
له شعارونو چي عمل ورڅخه هېر وي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۱۷مه نېټه، بون
د احمدولي اڅکزي د نکلونو ليسټ او لينکونه
http://bit.ly/2h9CRwc
د قاموسونه ټکی کام ټول اعلانونه
http://bit.ly/2fZf7dO
د تکراري سوالونو جوابونه FAQ
http://bit.ly/1IZm3uV
د قاموسونه ټکی کام څخه د کار اخيستلو ويډيو
http://bit.ly/2gXsf0v
۲۴ وړيا پښتو قاموسونه د اندرويد موبايل له پاره
http://bit.ly/1IFKLAw
د آی فون لپاره هم د پښتو قاموسونو اېپ خپور سو
http://bit.ly/1T2nC0U
«جادو ته ورته» د پښتو قاموسونو پروګرام آنلاين سو
http://bit.ly/2dUVS3U
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دغه وېبلاګ لاندنۍ نوري ليکنې هم ولولئ: