انا لله وانا اليه راجعون

 انا لله وانا اليه راجعون

د زهيرسوي ولس يو بل خواخوږي او واقعا خدمتګار شخص له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو عاليقدر مشر عبد الرحيم خان مندوخيل د ورپيښي ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سترګي پټي کړې.

الله دي يې قبر د جنت باغچه ورته وګرځوي، الله دي يې په آخرت په سرخ رويه او بريالي انسانانو کي راپورته کړي او الله دي يې جنتونه په نصيب کړي. الله دي يې ورته د خپل ولس له پاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه او ګاللي زحمتونه د بخشش سبب وګرځوي. آمين

د خدای بخښلي مندوخېل صاحب درنې کورنۍ، ګوندي ملګرو او ټول ولس ته يې د صبر جميل دعا کوم او ځان ورسره په دغه غم کي شريک بولم.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۲۰مه نېټه، آلمان

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page