اڅکزی صاحب، فکر مي نه کاوه چي داسي يو موټر به چلوې

د پښتو ژبي د يو لوی عالم په وياړ غونډه کي د ګډون له پاره يو بل اروپايي هيواد ته په خپل موټر کي ولاړم. د کوم دروند ورور په کور کي چي زه او څو نور دوستان د وياړ غونډي له پېلېدو څخه مخکي مېلمانه ؤ، د هغه له کوره بايد په موټرونو کي د وياړ غونډي تر سالون پوري تللي وای. حاضرو دوستانو وويل چي څوک په خپل موټر کي کوم شمېر کسان د ځان سره بېولای سي؟ ما وويل زه په خپل موټر کي چي د موټروان په شمول د څلورو نفرو له پاره ځای لري، درې کسان د ځان سره بيولای سم.

همدا ؤ چي په اروپا کي د افغانانو يو محترم خادم، سپينږري او مشر او د قدر وړ کس وويل چي زه د احمدولي جان سره ځم. يو بل قدرمن او عاليقدر ليکوال، شاعر او محترم دوست چي ما په لومړي واري وسره مستقيم وليدل، هغه هم وویل چي زما سره مل کيږي. دا چي دغه دوست مي مخکي ليدلی نه ؤ خو د هغه له خوا د ليکل سوو ښکلو کتابونو په واسطه مي پېژندی او ورته زيات احترام مي درلود او لرم نو په زړه کي ډېر خوشاله سوم چي الله تعالی د يو دروند او مهربانه سپينږري تر څنګ د يو دروند ليکوال ملګرتيا هم را په نصيب کړه.

کله چي موټر ته ورسېدلو نو ما د خپل موټر دروازې دوستانو ته خلاصي کړې. دا چي څوک زما سره مخته کښيني او څوک شا ته کښېني د درونو دوستانو تر منځ د باتکلفه لنډ بحث وروسته يې فيصله وسوه. مشر وويل چي غواړي شاته کښېني او دغه بل دروند ليکوال زما تر څنګ کښېنستی.

هغه لومړۍ خبره چي په موټر کي د کښېنتلو وروسته دغه دروند او عاليقدر ليکوال وکړه هغه دا وه: «اڅکزی صاحب، فکر مي نه کاوه چي داسي يو موټر به چلوې. ما فکر کاوه چي يو لوی او ښايسته موټر به دي تر پښو لاندي وي. ستا دغه زوړ موټر خو د اڅکزو نه بلکه د ... زوړ موټر دی، هاهاها.»

د دې څخه ترمخه چي زه جواب ووايم نو شاته ناست عاليقدر مشر يې د جواب ويلو کوښښ وکړ چي په موټر کي خو هيڅ عيب نه ويني او دا چي ډېر پکښي آرام ناست دی.

ما دغه دروند ورور ته عرض وکړ:

«محترم ... صاحبه، لکه تاسو چي خبر ياست، زه لا تر اوسه په تحصيل اخته يم او ترڅنګ يې کار هم کوم. دغه موټر مي په پوره ۶۸۰ يورو رانيولی دی چي له الله څخه ډير راضي يم چي له يو ځای څخه بل ځای ته مي په آرامه او ښه توګه رسوي. پر ما دغه موټر ډېر ګران دی. که دغه موټر نه وای نو ښايي ستاسو درنو دوستانو ليدل مي نن نه وای په نصيب سوي. خو اوس به يوه بله خبره درته وکړم، هغه دا چي کومه کورتۍ چي مي اغوستې ده هغه مي په لسم صنف کي د زدکړو پر وخت رانيولې وه او دا يې تقريبا اتم کال دی چي زه يې اغوندم، مينځم يې، اوتو کوم يې او ډير ورڅخه خوشاله يم ولي چي هم مي له يخه ساتي او هم له تېز باده. »

دا چي ماشالله دغه قدرمن ورور هوښيار، تجربه کاره او ليک لوستی کس ؤ، نو مي له دې صرف نظر وکړ چي ورته ووايم چي يو څوک په دې نه اصيل کيږي چي په فلانکي زي قوم پوري تړاو ولري او نه په دې کم اصل کيږي چی د پستانکي قوم غړی وي. دا مي هم نه ورته وويل چي په موټر، کور، جايداد او حتی صرف په تحصيلي القابو او بريليکونو هم څوک خامخا تر نورو نه بهتره کيږي. بلکه ښه او بهتره هغه څوک دی چي د الله په نظر ښه او بهتره وي. ظاهره خبره ده چي دغه ورور ته مي خپله يو ډول حيرانتيا هم ونه ښودله چي يو ليک لوستی او ليکوال کس و ظاهري شيانو ته ولي دومره اهميت بايد ورکړي؟

دغه کيسه مي ولي وليکله؟ ځکه چي پر ټولنيزو رسنيو دوستان وينم چي د خپلو لويو کورونو، لويو موټرونو يا له خواړو ډکو سترخوانونو انځورونه په خورا وياړ او فخر خپروي. حال دا چي ښايي دغه انځورونه او نمايش په يو شمېر نورو هغو ورونو او خويندو کي چي په جګړه ځپلي هيواد کي د ماښام په ډوډۍ حيران دي، خدای مه کړه د کمترۍ احساس رامنځ ته کړي. د دې تر څنګ بعضي وخت وينم چي بعضي دوستان په لوی کور، لوی موټر او جايدادونو نه درلودلو يو ډول شرم احساسوي او بعضي وخت حتی د دغه حالت د بل ډول ښودلو او پټولو له پاره مبالغې کوې چي زما په فکر دې ته هيڅ اړتيا نسته. په زیاته بيا زموږ ليک لوستي دوستان بايد ځان په کلکه توګه له دا ډول منفي فکرونو څخه ليري وساتي او د انسانانو له پاره د ښه والي او بدوالي معيار مخ په وړاندي هم هغه ټينګ وساتي، چي الله تعالی ټاکلی دی:


إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ
ترجمه (کابلی تفسير): بيشكه چې ډير مكرم او معزز له تاسې څخه په نزد د الله ډيرمتقي ادب لرونكى ستاسې دى


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۲۹مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page