سړي هلک ته له ټوکرۍ ورکړل کبان څو
هغوی تازه ول په وزن کي هم لويان څو
يو کب نيونکي ژوند کاوه په يو لوی ښار کي
هغه ماهر د کب نيونې ؤ په کار کي
يوه ورځ راغلی يو هلک ورته ناداره
ويل: بې موره يم يتيم او هم بې پلاره
راته پرې ايښي والِدينو يتيمان دي
دوی مسکينان دي، مظلومان دي، صغيران دي
نه جائيداد لرو، نه مـشـر، نه خپلوان موږ
له وږي نسه چي کړيږو يو حيران موږ
زړه يې تور دود سو پر هلک د دې سړي ژر
بيا و ټوکرۍ ته د کبانو سو رهي ژر
سړي هلک ته له ټوکرۍ ورکړل کبان څو
هغوی تازه ول په وزن کي هم لويان څو
هلک کبان يووړل چي ځان ورباندي موړ کړي
د لوږي اور د يتيمانو هم په سوړ کړي
هلک دا بله ورځ بيا راغلی ماهيګير ته
د دې يتيم مرسته کوونکي دستګير ته
بيا هم کبان يې ورته ورکړل دا سړي څو
بعضـي درانه بعضـي يې سپک او هم نري څو
هلک بيا يووړل و خپل کور ته دا کبان ژر
چي په ماړه کړي د بابا خپل يتيمان ژر
تېر سول کالونه خو لړۍ دا وه روانه
هلک راتلی کبان به يې وړل ښه ډېر پرېمانه
يوه ورځ راغلی چي هلک سړی ګويان سو
له دې يتيمه ماهيګير بيا په پُرسان سو:
د خپل اولاد په څېر دي بولم ځکه هله
زه په کبانو پسـي ځمه څو څو ځله
چي دومره ونيسم چي ستا برخه پوره سـي
د دې ترڅنګ چي زما بيا هم په ګوذاره سـي
وختونه کيږي پر دې لوري چي راځې ته
کبان چي درکړم بيا پر خپله لاره ځې ته
مننه هيڅ کله تا ونه ويل ما ته
کبان چي واخلې نور نو نه ګورې و شاته
هلک ويل: بيشکه زه له تا مشکور يم
زه دعاګو درته د رب پر ستر حضور يم
په خوله که نه وايم مننه زما محسنه
په زړه دعا درته کوم ښايسته حسـينه
خو دا ګيله مي ده پر زړه باندي لا پاته
چي زه محتاج يم او لا يم و شاته پاته
د کب عطا پر ځای ته سَوَی وای معلم زما
په کب نيونه کي دي کړی وای تعليم زما
خلاص به وای هله په رشتيا زه له احتياجه
زما کورنۍ به نه وای تل درته محتاجه
ماهيګير واورېده وينا او په ګريان سو
اوښکي يې پاکي کړې هلک ته په بيان سو:
دا چي زما سترګي دي راخلاصي کړې محسنه
عقل دي پوخ دی که په عمر يې کمسنه
روزي رسان رشتيا هغه دی چي مالک دی
د کائناتو، مځکي، لمر چي څوک خالق دی
که رشتيا غواړي چي رازق له ځان خوشال کړي
بابرکته خپل اولاد او ځان و مال کړي
څوک بايد مرسته داسـي وکړي د نادار تل
چي خود کفا سـي پاته نه سـي نور لاچار تل
که چاته ورکړې يوه ورځ ماهی او کب ته
هغه به موړ کړې يا په ورځ او يا په شب ته
خو که يو چا ته ته ورزده کړې کب نېونه
موړ به په کب وي هره ورځ په دې ښوونه
د ۲۰۱۷ کال د می ۳۱مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: