source of image: http://bit.ly/2rl8vw1
source of image: http://bit.ly/2rl8vw1

همدا ؤ دوی تر خپل منځ وکړل دا قسمونه
چي نور به بند کړي پر خپلوانو خپل ورونه

 

مېړه ماينه تنګ سول يو وخت ډېر له خپلوانو
له تبصـرو، مداخلو د عزيزانو
همدا ؤ دوی تر خپل منځ وکړل دا قسمونه
چي نور به بند کړي پر خپلوانو خپل وَرونه
سبا وختي ورته حاضر سول مور او پلار بيا
د دې سړي په لومړۍ ورځ شينکي سهار بيا
هغوی پر وَر باندي ټک ټک وکړ په زوره
مېړه ماينې ته کتل ډېر يې ورکړ زوره
خو دا چي ژمن ؤ خپل قسم ته نو لا ناست ؤ
ور ولاړ نه سو دی بې عرضه، بې درخواست ؤ
د سړي مور او پلار چي دواړه ناهيلان سول
لږ وخت چي تير سو نو پر خپله لار روان سول
يو ساعت تير سو چي حاضـر سول مور او پلار يې
د ښځي دواړه والدين په دا سهار يې
د وَر ټک ټک سـره د زړه يې جګ دربی سو
د ښځي اوښکي سوې راتوی خوړين يې زړګی سو


مور پلار ته ورغله او هېر سول قسمونه
وَر يې ور خلاص کړ ښکل يې کړل ور قَدَمونه
وختونه تېر سول خدای بيا ورکړل درې زامن ښه
ښايسته رنګين لکه ګلان د يو چمن ښه
څلورم کوم چي يې ماشوم ؤ هغه لُور سوه
انجلۍ د پلار د زړه ټوټه، د سترګو نُور سوه
سړي هم جوړه يوه لويه مېلمستيا کړه
په دې دعوت کي د مصـرف يې ښه پراختيا کړه
په دا ماښام ښځه سړي ته بيا ګويان سوه
له خپل مېړه دا په پُرسان سوه، په بيان سوه:
خدای کله درې زامن چي راکړل دعوت نه ؤ
نه مېلمستيا وه داسـي خاص مُسـرت نه ؤ
د لور له پاره ولي خوښ يې بې حسابه؟
پر مېلمستيا چي مصارف کړې بې نِصابه
سړي ويل: خوشال زه ځکه بې سرحد يم
رحمت د خدای باندي مشکور ځکه بې حد يم
خدای راته راکړه د شملې زما هسکوونکې
د وَر تړلي مهربانه خلاصوونکې

د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۳مه نېټه، بون



د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page