زموږ د رسول (ص) وروسته مؤمن چي خليفه ؤ
*صديق (رض) امير ؤ او مامور په وظيفه ؤ
دا چي عاقل دی که بيده ډوب په غفلت دی
عيان خپل خان پاچا وزير باندي ملت دی
پاچا وزير رئيس او نور ټول مـشـران ستا
ايا امين د بيت المال دي اميران ستا؟
ته يې غافل او که عاقل يې؟ دا پُرسان کړه
دغه داستان درته ليکم معلوم په ځان کړه:
زموږ د رسولؐ وروسته مؤمن چي خليفه ؤ
صديقؓ امير ؤ او مامور په وظيفه ؤ
يوه ورځ ناست ؤ پر سترخوان سو په غوښتنه
زوجې له خپلې يې بيا وکړه دا پوښتنه
ويل: شـيرين شـي ته مي زړه کيږي خوشبختي
ايا په کور کي کوم خوږ شی لرې نېکبختي؟
زوجې ويل: خواږه هيڅ نسته، نه ګبين سته
نه موږ خورما لرو نه بل شی کوم شـيرين سته
راشن چي موږ ته کوم راځي له بيت الماله
هغه خالي وي له خوږو او ورته ماله
صديقؓ څو ورځي وروسته بيا ناست پر سترخوان ؤ
ډوډۍ يې پېل کړه دی د خدای چي ثناخوان ؤ
ويني پرته چي پر سترخوان خوږه حلوا ده
تازه خوشبو يې بس په مثل د سلوا ده
صديقؓ همدا ؤ و زوجې ته خپل ګويان سو:
حلوا له کومه سوه؟ هغه په دې بيان سو
هغې ويل: تېر ځلي تا چي کړه پوښتنه
د شـيرين شـي کله چي تا وکړه غوښتنه
يو مُټ اوړه مي سپمول له هغه ماله
هره ورځ کله چي راتلی له بيت الماله
همدا ؤ ومي لېږی څوک نن و بازار ته
اوړه په شير چي د خورما بدل کړي ښار ته
له دې شيرې مي بيا پاخه او جوړ دا شيان کړل
د مُټ اوړو دا معلومات مي اوس بيان کړل
له ډوډۍ وروسته خليفهؓ ووت له کوره
د بيت المال ناظم ته ورغلی پر لوره
ويل: له نن څخه يو مټ اوړه به کم وړې
هره ورځ کله چي راشن زما کور ته سم وړې
په يو مُټ کمو اوړو سوی زموږ ګذران دی
په دې خبره خدای خبر پر موږ نګران دی
چي يې امين صادق خاکساره مـشـران وي
داسي ملت به تل آباد ښه بې (۱) ګذران وي
د ۲۰۱۷ کال د جولای ۵مه نېټه، بون
۱ ـ بې : به يې
* حضرت ابوبکر صديق رض، د رسول الله ص خليفه ملګری او خُسر
يادونه: دغه نکل له حياة صحابه څخه اخيستل سوی، خو پر نظم د برابرولو له پاره په مکالمو کي د الفاظو او جملو ترتيب او انتخاب د اصلي مکالمو سل په سل کي حقيقي انځور او نقل قول نه وړاندي کوي.
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: