ورونو يو سف (ع) چي کله څاه ته اچوی
دی په مُسکا ؤ ځان يې هيڅ نه بچوی
يوسفؑ خندل، لږ په خپل ځان کي په مسکا ؤ
بيولی ورونو چي دی څنګ ته د يو څاه ؤ
همدا ؤ ورور يې يهودا ورته ګويان سو
دی له يوسفهؑ په سوال او په پرُسان سو:
ته ولي خاندې چي دي اچوو کوهي ته
دې بېروونکي، تور تاريک او ډوب سهي ته؟
يوسفؑ ويل: تل به مي دا کول فکرونه
چي رب راکړي لس په شمېر مـشـران ورونه
ما نازوي ما به ساتي تل له زيانونو
هغوی به ما هيمش ژغوري له تاوانونو
د پلار زامن چي ما هميش بلل ساتونکي
رب مسلط کړل راته نن هم څاه کيندونکي
زه زيات غلط وم پر بنده چي مي تکيه وه
زه بې خبر وم د شـيطان دا توطيه وه
اوس مي تکيه ده صـرف پر رب هغه کافي دی
ټول ميعادي دي صـرف هغه هميش باقي دی
ژوند مطمئن، تل به خوشال، تل به آرام وي
که دي تکيه پر ذو الجلال والإكرام وي
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جولای ۱۹مه نېټه، بون
ضروري خبره: د حضرت يوسف ع دغه نکل مي څو ځايه پر انټرنټ د نثر په شکل کي لوستلی دی خو اصلي منبع يې نه ده راته معلومه او غواړم چي راته معلومه يې کړم او يا نو دغه نظم بېرته پاک کړم. که تاسو ته د دغه نکل اصلي منبع او د کتاب نوم معلوم وي، نو هيله ده چي راسره شريک يې کړئ.
يادونه: دغه نظم د يوسف ع او د هغه د ورونو تر منځ د حقيقي او بشپړه مکالمې، موضوع، الفاظو او ويل سوو جملو ترجماني نه سي کولای او نه يې ادعا لري.
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: