د ډاکټر محمد اکبر وردګ ليکنه
څو ورځې د مخه استاد غضنفر په تاند کې یوه مقاله خپره کړې وه چې د علومو اکډېمۍ له خوا د پښتو د یوه نوي قاموس د کښلو خبر پکې ؤ . استاد په خپله علمي لیکنه کې پر پښتو– پښتو تشریحي قاموس انتقادي نظر اچولی ؤ او ما ډېر څه ترې زده کړل . له دې نه وروسته ډاکتر ملکزي په یوه لیکنه کې د دې سیند ځینو ټکیو ته خورا په زړه پورې اشارې کړې وې.
څومره ښه کار به وشي چې دا ډول لیکنې ادامه ومومي چې د قاموس علاقه مندان او کاروونکي د اکاډېمي له کاري ټیم سره خپل نظرونه شریک کړي او په خپلو انتقادونو او غوښتنو یې خبر کړي.
څو کاله پخوا ښاغلو شپانه (څېښتن تعالی دې پرې ورحمېږي) او نجیب منلي د انترنېټ له لارې غوښتي وو چې هر څوک دې د خپلې سیمې لهجې او لغتونه را ټول کړي او په کومه خپرنۍ کې یې دې نشر ته وسپاري . خو له دؤ دریو تنو پرته بل هېچا مثبت ځواب ور نه کړ . که دا کار شوی وی نن به د قاموس لیکنې ډلې د لغتونو یوه خورا لویه پانګه درلودی.
پښتو – پښتو تشریحي قاموس یو غنیمت کتاب دی . خو قا موسونه، که هر څومره مکمل هم وي، زړېږي او وخت نا وخته یې بیا نوي کولو ته ضرورت پیدا کېړي . د دې سیند په خپرېدو ډېر کالونه تېر شول . په دې موده کې نوي مفهومونه پیدا شوي چې بویه د افادې له پاره یې کلمې و پلټل شي . خو له دې نه د مخه پر اوسني قاموس د یوه انتقادي نظر اچول لازم ګڼم . زما په اند دا سیند له ټولو ښېګڼو سره ځینې نیمګړتیاوې هم لري:
۱) ګڼ شمېر کلمې چې تر اوسه یې خلک یې په روزمره خبرو کې کاروي، په پښتو– پښتو تشریحي قاموس کې نه شته . زه چې همدا اوس داڅو کرښې لیکم په ذهن کې مې ځینې لغتونه را ګرځي . ښايي چې په زرګونو نور لغتونه موجود وي چې زما نه دي زده یامې پام نه وي ور ته شوی . دا دي يو څو بېلګې يې دلته راوړم:
د بوټیو او سبو نومونه : مړیېکه، زلېرګ، کوره، زوپا، ووري، ګندومک، د ملا پګړۍ، پنډی، د اوښ څپلۍ.
د مرغانو نومونه : زېړنکه، شودوپۍ، خراړه، چندک.
د بزګرۍ د سامانونو نومونه : شاغولجویه، ګوینده، ترنګړ، ټپال، سرلۍ، بونیک، ګږۍ .
د مرغانو او بوده ګانو د شړلو او رابللو کلمې : کټې،کړې، بیو بیو، کورې، کوچ کوچ، توو، یییه، اریه، ډرې، اچې، څکوړې، چو، چګو چګو، چګې، اووه، تخې.
د خیاطۍ ځینې کلیمې : سکیزی، لوه دره، سرسر، نماړی، شمالۍ، تا، ترخځ .
تقریباً ټولې اونوماتوپیاګانې (له غږ نه جوړ شوي لغتونه) : کوړنجا، چړپېدل، کړپېدل، غونګا او په سلګونو نورې .
ځینې نورې متفرقې کلمې : سوږ، سوسوېدل، زخم (سوړ باد) ، پلیپو، خوړۍ، شلګ، چغ، خنجیړاکې، ورېشګنده، سرغوچکولي، ترړېدل، مټکور، کونغپ .
د بدن له ځینو اعضاؤ سره ترکیب شوي لغتونه چې له هر یوه نه یې یوازې یو مثال راوړم : سر ور ته ټيټول، سترګې ور ته اېښودل، غاړه غړول،غوږ نه ګرول، تر پوزې راتلل، له زړه نه نه ورته وتل، له خېټې غږېدل، لاس تنګي، پښه نیول، ګوتې ور کول، ملا ماتی او په سلګونو نور .
۲ـ د ځینو لغتونو تشریح دقیقه نه را ته ښکاري : د دې له پاره چې لیکنه اوږده نه شي یوازې یو مثال راوړم : د (شخلي) د لغت په تشريح کې غالباً نېروتنه شوې او مترادفه معنا یې (خرغوله) لیکل شوې . زما په اند (خرغوله) ګزکپاڼې (د بارتنګو بوټي) ته وایي . په قاموس کې داسې کلمې هم شته چې په مترادفو لغتونو تشریح شوې، خو ډېر ځله بیا دا مترادفې کلمې (لکه چې ډاکتر ملکزي اشاره ور ته کړې)، په سیند کې نه دي راغلې .
۳) په تشریحي قاموس کې د لغتونو د تشریح له پاره شعرونه کارول شوي . ډېر ځله داسې لیدل کېږي چې دا شعرونه د لغت د معنا په پوهېدو کې هېڅ مرسته نه کوي؛ بلکه دومره کار کولی شي چې وښیي چې دا کلمه په پښتو کې شته او پخوانو کارولې ده . د (ګژدنې) د لغت د تشریح له پاره د ارزاني د شعر را وړل شوی :
د لانغې ته ور کوچ کړ
دا ثبات په سرای کې مله
خود آدم دی په ګژدنه
له مولا مه شه غافله
زما په سرکې دا پوښتنه ګرځي چې په نوې سیند کې به د شعرونو راوړل کومه ګټه ولري؟
۴) په قاموس کې د فعلونو تر څنګ د هغوی د اوس، راتلونکې او تېر حالتونه لیکل شوي . ښه به نه وي چې پر ځای یې د فعل نوع (بسیط یا مرکب) یا یې درې شکلونه په دې ډول ولیکل شي :
د (کتل) د فعل تر څنګ ګورــ، وکوت او کتلی راوړل شي ؟
۵) په تشریحي قاموس کې د کلمو په ټرانسکرېپشن کې زېر (کسره) او (ې) او همدارنګه پېښ (ضمه) او معروف (واو) دوه بېل بېل غږونه بلل شوي یعني چې (مقابل) او (بېل ) او همدا شان (تقابل) او (غزلبول) یو شان نه دي ګڼل شوي . ما ته داسې ښکاري چې دا غږونه کټ مټ يو شان دي . ما د خپل شک د لرې کولو له پاره له یوه اورتوفونیست (د غږېدو د سمولو متخصص) نه مرسته وغوښته . هغه په خپلو ډېرو پر مخ تللیو آلو کې زما په غږ دا ډول کلمې ثبت او تحلیل کړې او را ته ویې ویل چې دواړه غږونه یو شان دي . ( ښایي چې زما د سیمې په لهجه کې به دا رنګه وي) .
د آغلې استادې صالحې وهاب واصل او ښاغلي قیس کبیر تر څارنه لاندې پر یوه دري دایرة المعارفي سیند، چې قاموس کبیر نومېږي؛ کار روان دی . که د دې قاموس د کار طریقه وکتل شي، وبه لیدل شي چې د دوی له تجربو نه کومه ګټه اوچتول کېدی شي که نه ؟
د نوي سیند د زر بشپړېدو او خپرېدو په هیله .
محمد اکبر وردګ، فرانسه
منبع: د تاند وېبپاڼي څخه په مننه
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: