دا څه ډول کس، سازمان يا اداره ده چي د ماشومانو سره مرستي کوي خو انځورونه يې اخلي؟
په افغانستان کي د نيمي بوجۍ اوړو د مرستې په بدل کي د مرسته تر لاسه کوونکو بې عذرو، معذورينو، نارينه وو، زنانه وو او ماشومانو انځورونه اخيستل او بيا د دغو انځورونو خپرول نن سبا په يو دود اوښتی کار دی. حال دا چي د نړۍ په هيڅ ادب، اخلاقياتو، دين و مذهب او کلتور کي د دې اجازه نسته چي څوک د مرسته تر لاسه کوونکي تشهير وکړي. په زياته بيا چي د مرسته ترلاسه کوونکي عمر کم وي او هغه لا عاقل او بالغ نه وي. که څه چي موږ د داسي يو ولس په هکله خبري کوو چي ورته هغه متل جوړ دی چي وايي: «و اوښ ته يې ويل چي غاړه دي کږه ده»، خو بيا هم بې حسي، ناپوهي او جهالت خپل حد لري. دغه ډول کار په اصل کي د مرسته تر لاسه کوونکي انسانانو او د دغو انسانانو د ټولې کورنۍ پر شخصي حريم باندي يو لوی تېری او يوه لويه ناځواني ده.
نن مي پر انټرنټ د يو داسي ماشوم انځور وليد چي ويل کيږي د افغانستان د يو وژل سوي چارواکي زوی دی. دغه انځور ښيي چي ماشومان په قطارونو کي ناست دي او مخي ته يې ورسره سوي خوراکي توکي لکه غوړي او داسي نور څيزونه پراته دي. په انځور کي تر ټولو مخکي ناست ماشوم د وژل سوي چارواکي زوی ياد سوی دی. پر دغه انځور مي بېلې تبصرې ولوستلې او دغه موضوع څو اړخونه لري. خو له بده مرغه چي ما په ټولو اړخونو کي دا اړخ ونه ليد چي يو چا دې د دغه ماشوم د نه سانسور سوي انځور پر خپرېدنې نيوکه کړې وي.
دلته لومړۍ پوښتنه چي بايد څوک يې وکړي هغه دا ده، چي د کومي ښوونځۍ سرمعلم يا مسؤل کس د دې اجازه ورکوي چي د ماشومانو انځورونه واخيستل سي او بيا خپاره سي؟
دويمه پوښتنه دا مطرح کيږي چي دا څه ډول کس، سازمان يا اداره ده چي د ماشومانو سره مرستي کوي خو انځورونه يې اخلي او هغه خپروي؟
دريمه پوښتنه دا ده چي دا څه ډول نقادان او د ماشوم خواخوږي دي چي دغه انځور بېله دې چي پکښي د هغه مخ سانسور کړي، دغه انځور بیا بيا خپروي يا يې د خواله پر رسنيو شېر يا شريک کوي؟
و مرستې ته د اړو نارينه وو، ښځينه وو او ماشومانو دغه انځورونه چي انټرنټ ته يو ځل داخل سي نو بيا هيڅکله يې ورڅخه را ايستل ممکن نه دي. دغه انځورونه د سترګو له پاڅه د تندي د يوې داسي ټاپې په شان دي چي د دغو انسانانو تر ژوند تر آخر پوري او بيا به د هغوی د لمسيانو او کړوسيانو په تاريخ کي ثبت او هر انټرنټ لرونکي ته د خلاص کتاب په شان لوڅ او ښکاره وي.
موږ چي ماشومان وو او مشرانو په لومړي ځل دعا راښودله نو د «خدايه ما وبخښې زما مور او پلار وبخښې» څخه وروسته په سمدلاسه توګه دا دعا وه چي «خدايه د مرد او نامرد له احتياجه مي وساتې.»
دغه انځورونه چي کله څوک ويني نو پر دغه ولس ورته افسوس دريږي چي څنګه پر دغو بېچاره ګانو پر يو وخت د بې حسۍ، نامردۍ، جهالت او ناپوهۍ سيوري غوړېدلي دي.
ښه او بهتره لاره دا ده چي مرسته څوک داسي وکړي چي د مرسته کوونکي او ترلاسه کوونکي علاوه بل انسان په خبر نه سي.
ښه او بهتره لاره دا ده چي څوک هيڅکله هم د بل چا انځور نه بې اجازې واخلي او نه يې خپور کړي. په زياته بيا که هغه څوک ماشوم او يا د افغانستان په څېر سنتي ټولنې مېرمنه وي.
ښه او بهتره لاره دا ده چي څوک داسي انځورونه په تکراري ډول شېر يا شريک او مخته لا خپاره نه کړي چي پکښي له پورتني اصولو څخه سرغړونه سوې وي.
د بل چا د شخصي حريم سره بې حسه چلند کول داسي دی لکه څوک چي د يو چا د اجتماعي ژوند، شهرت او «ناموس» سره لوبي کوي. ښه او بهتره لاره دا ده چي په دې تړاو په ځان کي زيات حس او احساس پيدا کړو.
دا نيوکه او غوښتنه زما يوازي له نورو څخه نه، بلکه له خپل ځان څخه هم ده. زه هم بايد په خپل ګريوان کي وګورم چي ايا ما په تيرو وختونو کي د انځورونو په خپرولو کي اړين دقت کړی او که نه؟ بايد زه هم له ځان څخه پوښتنه وکړم او بل هر کس دغه پوښتنه وکړي چي بايد څه وکړو چي په دغه موضوع کی اړين احتياط مو عادت سي؟
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۸مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: