«راکښېنه که نه پر دا سر دي ولم.»
وايي چي يو نظامي صاحب منصب په يو هيواد کي د کورنۍ جګړې په وختونو کي سهار وختي د پيره کوونکي عسکر ځای ته ورغلی. که ګوري عسکر د پيره کولو پر ځای خوب کوي. د صاحب منصب سخت ورته اعصاب خراب سول او له هغه يې توپک واخيست او بيا يې په زوره پر ږغ کړ: «راکښېنه که نه پر دا سر دي ولم.» عسکر چي له خوبه راوېښ سو نو د موضوع په جديت پوه او خورا وارخطا سو. صاحب منصب چي زښت اعصاب يې خراب ول، توپک ته يې ګولۍ تېره کړه او پر عسکر يې ږغ وکړ: «يا دي وژنم او يا به توشناب ته راسره ځې او هلته به خپله مرداري راته خورې.» عسکر چي هر څه بخښنې وغوښتې او عذرونه يې وکړل صاحب منصب له خپلې خبري نه تېرېدی. عسکر پوه سو چي که يې خبره ونه مني نو ښايي ويې وژني. همدا و عسکر مجبور سو چي خبره يې ومني.
صاحب منصب هم عسکر ته توپک ورکړ او ورته ويې ويل: «واخله بچيه، فکر نه کوم چي له دغې ورځي وروسته به ته بيا جرأت وکړې چي په جګړه کي د پيرې پر وخت بيده سې.»
عسکر چي کله توپک واخيست نو يې پر صاحب منصب رابرابر کړ او ورته ويې ويل: «اوس به نو ته توشناب ته راسره ځې او ته به هغه پاته مرداري خورې، که نه نو والله که د ژوند څکه راڅخه وکړې.»
صاحب منصب چي تر پخوا لا زيات عصباني سوی و، حاضر نه و چي د عسکر خبره ومني. خو کله عسکر ورباندي د توپک د کونداغونو دوه درې ګوذارونه وکړل او بيا يې په جديت ورباندي توپک برابر کړ، نو صاحب منصب پوه سو چي که يې خبره و نه مني نو دغه عسکر به ورباندي ډز وکړي. همدا و چي مجبور سو د عسکر خبره ومني.
له يادي پيښي څخه دېرش کاله تېر سوي ول چي دغه دوه کسان د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو وروسته د سياسي مشرانو د جوړجاړي په يوه غونډه کي بيا سره مخامخ سول. د مهاجرت او بيا بېرته هيواد ته راستنېدو وروسته له دوی دواړو څخه «لوی لوی سياسي مشران» جوړ سوي ول. دېرش کالو د دوی څهرې داسي بدلي کړي وې، چي دوی په لومړي سر کي يو بل نه سره پېژندل. خو هغه پخواني صاحب منصب ته لږ شک ورپيدا سو او له پخواني عسکر او اوسني «سياسي مشر» څخه يې وپوښتل:«عاليقدره ما ته داسي ګومان دريږي چي ما او تا به يو وخت سره ليدلي وي.» نني عاليقدر او پخواني عسکر ورته وويل: «هو، ما هم ته اول ونه پېژندلې. خو خبره مي اوس را په ياد سوه چي ما او تاسو يو وخت په ګډه سهار ناری سره کړی و.»
صاحب منصب په خندا ورته وويل: «هو هو، زما هم اوس هغه سهار ناری راپياد سو. دا چي اوس مو سياسي ائتلاف هم نژدې سوی، نو به دخيره لا ډېر مشترک سهار ناري سره ولرو.»
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د جولای ۱۴مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: