کله چي څوک د يو مسلکي کس په توګه په افغانستان کي په زياته د تيرو شلو يا دېرشو کالونو په جريان کي جوړو سوو ودانيو ته وګوري، نو سخت به خفه سي.
د افغانستان نوي ساختماني «فاجعې» (لومړۍ برخه)
ښيښه يي پېښې
که په يوه ځانګړې سيمه کي يو نارينه داسي جامې واغوندي چي په دغه سيمه کي صرف د ښځينه ؤ له پاره معمول وي، او بيا دغه سړی د معمول سره سم په بازارونو او کوڅو کي ګرځي نو دغه سړی به څنګه معلوميږي؟ که ترافيک د قصاب جامې په تن کړي او پر چوک ولاړ وي او ترافيک تنظيموي او قصاب بيا د ترافيک په جامو کي غوښي خرڅوي نو دا به څنګه معلوميږي؟ که څوک پر کور د مزار په شان ګنبته جوړه کړي او د ميوو په سردخانه کي د ماشومانو ښوونځی جوړ کړي نو دا به څنګه معلوم سي؟ که په ګرمي کي يو انسان له لمر څخه د سر د ساتلو له پاره د خولۍ يا پګړۍ پر ځای د ګلانو يوه لويه ګلدانۍ پر سر کښېږدي او بيا په کوڅو او بازارونو کي ګرځي، نو به څنګه وي؟
هر څه د اړتيا پر بنسټ
د انسانانو له خوا جوړ سوي ټول هغه څيزونه چي څوک يې پېژني، د يوې اړتيا د رفعه کولو په مقصد جوړ سوي وي. حتی بعضي هغه شيان چي ښايي هر کتونکی يې د جوړېدو په مقصد او فايده نه وي پوه، خو جوړونکو او طراحانو د يو ضرورت پر بنياد جوړ کړي وي. دا چي ايا دغه څيزونه د اصلي ضرورت د رفعه کولو په لاره کي لږ يا زيات بريالي دي، هغه ته يو واحد جواب نه دی موجود. زيات وختونه صرف د ذوق او هنري تندي د ماتولو له پاره د اصلي طرحي سره نور ګامونه هم مل کيږي، خو بيا هم هغه بنيادي مقصد د اصلي اړتيا پوره کول وي.
ودانۍ، تعمير يا ساختمان جوړول هم د انسانانو د ځانګړو اړتياؤ د پوره کولو له پاره د شته امکاناتو او موادو په چوکاټ کي يو عمل دی. لکه څنګه چي د ژمي له پاره بېلي جامې او د دوبي له پاره بيلي جامې، د موسم سره سم د انسان د جامو اړتيا پوره کوي، په همدې شان د زرونو کالونو څخه ودانۍ د انسانانو د بيلو اړتياؤ د پوره کولو له پاره طرحه کيږي. د بېلګي په توګه د عبادت له پاره ودانۍ بېله بڼه او تنظيم سوي خوني او ځايونه لري او د اوسېدو له پاره طرحه سوې ودانۍ بيل تنظيم سوي ځايونه لري. مقبره بېل جوړښت او د ځايونو تنظيم لري او د ميوو ساتلو سردخانه بېل. د يوې کوچنۍ کورنۍ له پاره طرحه سوی کور د کوټو او خونو بېل حساب او تنظيم لري او د لويي کورنۍ يا پر يو ځای د زياتو کورنيو د اوسېدلو ودانۍ بېل...
د افغانستان بې کفايته او «بدرنګه» ودانۍ
کله چي څوک د يو مسلکي کس په توګه په افغانستان کي په زياته د تيرو شلو يا دېرشو کالونو په جريان کي جوړو سوو ودانيو ته وګوري، نو سخت به خفه سي. هغه ځکه چي په اکثرو دغو ودانيو کي تر اړتيا زيات مواد او کاري قوه مصرف سوې وي، خو د هغه باوجوده دغه ودانۍ د هغه بنيادي اړتيا په پوره کولو کي لا په زياتو مواردو کي ناکامه وي او د ذوق له مخي هم زيات وختونه داسي معلوميږي لکه د خولۍ پر ځای چي څوک يو چا ته له ګلانو ډکه ګلدانۍ ور پر سر کړي.
د بېکفايته ودانيو يوه بېلګه: ښيښه يي مخ يا فرنټ
د مثال په توګه به د کندهار له ښار څخه د يوې تجارتي سيمي يوه تجارتي «پلازه» راواخلو. په دغو تجارتي سيمو کي د مځکو او ودانيو قيمتونه د آسمان سره خبري کوي خو د هغه باوجوده دلته اکثره نوي جوړي سوي ودانۍ که څه چي ورباندي زښت زيات مصارف راغلي وي، له مسلکي او هم له هنري اړخ څخه او هم له «تجارتي» اړخ څخه له فاجعې کمي نه وي. د دې له پاره چي دغه مقاله تر چوکاټ اوږده نه سي، د دغو ودانيو د بې کفايتيو څخه به صرف د انرژۍ او حرارت يا د تودوښي موضوع مطرح کړو.
د کندهار د دغو تجارتي ودانيو څخه د اکثرو ودانيو هغه اړخ چي پر کوڅه يا سړک ورخلاص وي يعنې مخ يا (front)، په هغه کي زياته عامه ښيښه په بېلابيلو رنګونو کارول سوې وي. يعني د دغو تجارتي ودانيو يو اړخ تقريبا ټول له کړکيو او ښيښو څخه جوړ وي. ښايي د دغو ودانيو مالک يا طراح په فلمونو او يا و بهرنيو هيوادونو ته د سفر پر وخت ليدلي وي چي په بعضو تجارتي ودانيو کي زياته ښيښه کارول سوې وي او ښايي له دې کبله دی هم غواړي چي په کندهار کي داسي يوه «عصري» او «ښايسته» ودانۍ ولري. خو دلته پوښتنه دا ده چي ايا په کندهار کي دغه طرحه په ښه توګه عملي کيدلای سي او که به دغه ودانۍ صرف د بهرنيو ودانيو پېښې او نقل کول وي؟
کله چي دغه ودانۍ جوړه سي او په دوبي کي د کندهار سورکی لمر له ښيښه يي تجارتي ودانۍ څخه ښيښه يي «دوږخ» جوړ کړي، نو بيا د برېښنا او يا جنرېټرانو په مټ ورته کولران يا اېر کنډېشنونه ولګول سي. د هغه باوجوده بيا هم دغه ودانۍ نه په اېرکنډيشن يخيږي او نه په کولرانو. دا هم په داسي حال کي چي په افغانستان کي برېښنا لا تر اوسه يو کميابه څيز ده. که له دننه څخه څوک د دغو ودانيو کړکيو ته په دوبي کي اومې غوښي کښېږدي نو هغه ښايي هلته بېله اوره کباب سي. د يخ په موسم کي بيا سرچپه حال وي او دغه ودانۍ په هيڅ توګه د ګرمېدلو نوم نه اخلي. يوه ودانۍ لکه د استعمال هر بل څيز ترميم او په ځانګړو وقفو کي پاک کولو او رنګ کولو ته اړتيا لري. خو په دغو ودانيو کي ترميم او د پاک ساتلو شته امکانات هم په پام کي نه نيول کيږي. کله چي کال تېر سي او د دغې ودانۍ څښتن بيا بله ودانۍ جوړول غواړي نو د مخکنۍ ودانۍ ستونزي په پام کي نه نيسي او ورڅخه زده کړه نه کوي بلکه بيا همداسي يوه ودانۍ طرحه او په جوړولو يې لاس پوري کړي.
ستونزه: کړکۍ، ښيښه، سايه کوونکی جوړښت او د تودوښي مسئله
ممکنه حل: د ودانۍ په جوړښت کي کارېدونکي مواد بايد په ډېر دقت او د اړتيا سره سم انتخاب او وکارول سي. که د يوې ودانۍ د فرنټ يا مخ زياته برخه بايد خامخا ښيښه وي، نو د دې له پاره ځانګړي د فرنټ ساختماني طرحې، بنيادي جوړښت، ځانګړې ښېښو، ځانګړو کړکيو، ځانګړو پردو او ځانګړو مسلکي کارګرو ته اړتيا سته.
طرحه او بنيادي جوړښت: طرحه بايد د سيمي د موسمي شرايطو، د جوړونکي کس يا د څښتن د بوديجې، د ودانۍ د استعمال د ځانګړو اړتياؤ، په بازار کي د شته موادو او په سيمه کي د اړينو مسلکي کاريګرو د شتون يا نه شتون په پام کي نيولو او د جوړېدو وروسته د ترميم، پاکۍ او فعال ساتنې د مصارفو امکاناتو او شرايطو په پام کي نيولو سره جوړه سي. دغه طرحه يا خو ځان ته ځانګړی نوی او بنيادي جوړښت درلودلای سي او يا هم له تر مخه ازمويل سوو طرحو نقل کيدلای سي. د مثال په توګه داسي بنيادي جوړښت انتخاب سي چي فرنټ صرف يوه سطحه ونه لري بلکه دوې سطحي (Double Skin Facade) ولري او په منځ کي يې د هوا د جريان له پاره خالي ځای وي. دغه خلا نه صرف په يوه کړکۍ يا منزل يا پوړ کي بلکه د ټول فرنټ باندنۍ سطحه یو لاس او يوه واحده سطحه وي. په دې توګه د ګلاس هغه سطحه چي د دباندي خوا ته وي، که هغه ګرمه سي، نو دغه تودوښه په بشپړه توګه او په مستقيمه توګه د ودانۍ دننه نه ځي ولي چي له باندنۍ ښېښې وروسته د هوا سطحه او بيا دننۍ ښيښه وي. د باندنۍ ښيښې د ګرمېدو سره سم د دواړو سطحو په منځ کي هوا ګرميږي او د فيزيک د اصولو سره سمه لوړه ځي او له لاندي څخه تازه هوا راجګيږي چي د دې له پاره بايد له لاندي څخه د تازه هوا د راتللو او د پورته وتلو له پاره هم امکان برابر سوی وي. له کښته څخه و پورته د هوا دغه جريان يا سرکولېشن په زياته د دننۍ سطحي د ښېښې د ګرمېدو مخه نيسي. (د دې له پاره د مقالې په پای کي راوړل سوی د غبرګې ښيښې د فرنټ انځورونه وګورئ)
څوک دغه حل داسي تصور کولای سي لکه په ګرمي کي چي يو انسان د خپل کميس يا خت لاندي پکه ولګوي او د دغې هوا له کبله د هغه کميس هميشه له بدن څخه پورته وي او د بدن او کميس تر منځ د هوا جريان روان وي. يعني ټوکر يا ټوټه د بدن سره نه وي موښتی. په دې توګه نو د انسان د کميس ټوکر يا ټوټه د لمر تودوښه راګرځوي او په دوامداره توګه د باد پکې د هوا له کبله زيات توديږي هم نه. په نتيجه کي د انسان جلد (د ودانۍ د دننۍ سطحي ښيښه) د کميس د ټوکر او د لمر له تودوښي تر زياتي اندازې خوندي کيږي.
ځانګړې ښيښې، باندنۍ پردې يا سايه کوونکی جوړښت او مخکي جوړي سوي کړکۍ: د ښښه يي فرنټ د جوړولو پر وخت د سيمي موسمي حقايق او د ودانۍ د څرنګوالي او وظيفې په پام کي نيولو سره پلانيږي. دلته دا هم مهمه ده چي لمر په بيلو موسمونو کي پر کومه زاويه پر دغه ودانۍ له کوم اړخ څخه په کوم مقدار وړانګې پاشي. په دې ترڅ کي ځانګړي ښېښې سته چي د مثال په توګه د لمر او رڼا د وړانګو بېلې فيصدۍ انعکاس کوي او په دې توګه يې ودانۍ ته دننه نه پرېږدي. په پرمختللي هيوادونو کي د کړکيو بېل ډولونه سته چی بعضي يې دوه او بعضي يې د ښيښو زياتي سطحي لري چي د دوو سطحو تر منځ خلا او يا هم ځانګړي ګازونه وي. دا د دې له پاره چي د اړتيا او پلان سره سم د تودوښې او رڼا د ټاکل سوي مقدار انتقال ممکن سي. د دې تر څنګ محرکه سايه کوونکې جوړښتونه چي اکثره وخت پر باندني اړخ وي هم په کار اچول کيږي.
نتيجه: په افغانستان کي د لويو باکفايته ښيښه يي فرنټونو د جوړولو کار که ناممکن نه وي، خو زښت مشکل کار خامخا دی. هغه ازمويل سوي طرحي چي په نورو پرمختللو هيوادونو کي عملي کيږي، په افغانستان کي د هغوی د عملي کولو له پاره نه يوازي د مسلکي کسانو بلکه د اړينو موادو نه شتون يو لوی خنډ دی. له دې کبله صرف د ښيښه يي فرنټ نقل يا پېښې کول کفايت نه کوي. بلکه بهتره به دا وي چي د فرنټ له پاره د شته امکاناتو په چوکاټ کي بديلي لاري ولټول سي او يا صرف هغه وخت ښيښه يي فرنټ پلان سي، چي عملي کول يې په رشتيا هم ممکن وي.
نور بيا وروسته...
د آلمان په ووپرټال ښار کي د مهندسۍ د دفتر (www.paarchi.com) شريک چلوونکی
انجينير احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ ګال د اګست ۱۹ مه نېټه، آلمان
د دغې لړۍ دويمه برخه پر لاندني لينک لوستلای سئ:
بيا رغونه که پر کلتوري ميراثونو تېری؟!
https://bit.ly/2KR4985
د ليکوال يادونه:
د مقالو په دغه لړۍ کي به هڅه کيږي چي د ارکيټېکچر يا مهندسۍ تيوريتيکي اړخ تر يوې اندازې د ليکنې د داسي په اصطلاح شوخ طرز سره ګډ کړل سي، چي دغه ليکنې د عامو لوستونکو له پاره هم تر يوې اندازې جذابې او د پوهي وړ وي. دا له دې وجي چي د دغو ليکنو مقصد د ارکيټېکچر د تيورۍ مسلکي ليکچرونه يا مسلکي متون ليکل نه بلکه د ودانيو د جوړښت او تنظيم په تړاو د عامو خلکو پوهاوی او حس زياتول او په دې توګه په افغانستان کي د لا زياتو بې کفايتو ودانيو د جوړېدو مخه نيول دي. په دغو مقالو کي لومړيتوب دې ته ورکول کيږي چي لوستونکي په افغانستان کي د ودانۍ د جوړونې سره تړلو ممکنه ستونزو په تړاو معلومات په لاس راوړي. خو د لوستونکي د حوصلې او مسلکي پوهي په پام کي نيولو سره دا ممکن نه دي چي په تفصيل سره د مطرح کېدونکو ستونزو له پاره بشپړه د حل وړانديزونه تشريح سي.
په دغه مقاله کي د کارول سوو انځورونو منبع:
https://bit.ly/2P6LXXz
https://bit.ly/2o76bVv
https://bit.ly/2w9DRq4
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: