په نوم ابليس د دوی سردار ؤ ډېر عابد
دی ډېر عالم ثنا ويونکی د حامد
منظوم قصص الانبياء ـ دوهمه برخه
ملايکي، جنان او ابليس
ليکوال: احمدولي اڅکزی
د آدم له خلقت مخکي لا موجود ول
ژوند لرونکي خلقتونه د ودود ول
رب جوړ کړی ؤ مخلوق د ملايکو
جوړ له نوره تابعدار يو له لايقو
نه څښتنې د بې شمېرو ارمانونو
نه جاګير نه سيم و زر او سامانونو
ذات يې پاک له ګناهونو د ملکو
ثنا خوان او حمد ويونکو مبارکو
د دوی علم تر يوې ساحې محدود تل
شمېر د دندو يې معلوم او هم معدود تل
هره ډله يې لري يو وظيفه لو
ښه ځانګړې دوامداره عفيقه لو
له آدم مخکي جوړ سوي بل جنان ول
له اور جوړ ول نارينه که يې زنان ول
پر دې مځکه چي دوی کله حاکمان ول
فساديان ول قاتلان ول ظالمان ول
د ابليس په نوم سردار د دوی عابد ؤ
ډېر عالم ثنا ويونکی يو حامد ؤ
خالق پورته کړ مقام ته ډېر نعيم لوی
دا احسان پر هغه ؤ د رب رحيم لوی
دی ملګری د ملکو سره تل ؤ
حمد ويونکی په خپل وخت کي لوی اتل ؤ
خو پر مځکه باندي زيات چي سو فساد نو
زيات لا زيات چي د جنانو سو عناد نو
ابليس ولېږل سو جنګ ته د جنانانو
بدرګه دی په ملکو مؤمنانو
داسي ليري واکمني سوه د جنانو
خلاصه مځکه له سرکښو ساکنانو
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۳يمه نېټه، بون
د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ: ۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh ۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496 ۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع https://bit.ly/2pEQ5Du ۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl ۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C ۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1 ۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv ۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc ۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z ۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu ۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s ۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD ۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ ۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI ۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH ۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1 ۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s ۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx ۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL ۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl
ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: