يهودي که نصارا که مسلمان دي
د خليل عظمت منونکي په ايمان دي

منظوم قصص الانبياء ـ ۹مه برخه
حضرت ابراهيم اسمعيل او اسحق (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

 

په بابل کي زېږدلی ستر انسان ؤ
له اوله چي هادي يې پاک سبحان ؤ
د نبيانو صالحينو چي بابا ؤ
ستر حنيف ؤ ابراهيم نوم يې زېبا ؤ
په القابو کي لقب يو يې خليل ؤ
هم سيرت هم يې صورت ښکلی جميل ؤ
دی بنده ؤ يو صالح د رب جليل
د سام بن نوح له نسله ؤ حنيف خليل
نوم يې تيراح ؤ د والد بل نوم اذر
نيکه ناهور ؤ د هغه سيروغ يې ور
دا چي اذر ؤ لوی مشرک او بت تراش
خليل نبي به ځکه ؤ تل دلخراش
ده به خپل پلار ته تل کاوه دا نصيحت
د بت چي پرېږدي ژر تر ژره عبادت
خو نه مانه د ده دعوت دې مشرکانو
نه يې پلار او نه هم نورو منکرانو
ولاړل مېلې ته چي يو ورځ ټول کافران
دا له توحيده او له حقه منکران
نو بت خانې ته سو داخل نبي خليل
په تبر مات يې کړل بتان او ښه ذليل
يو يې پرېښود ده سالم له ټول بتانو
داسي بت چي رب مانه زيات بدبختانو
واپس راغلل مشرکان چي له مېلې نو
وی وی جوړ کړ دې مشرکې قبيلې نو
په ليدو د مات بتانو په ګريان سول
اول هېښ او وروسته ټوله په بيان سول
چا مات کړي دي بتان زموږ دا خدايان ټول
څوک مسؤل چا رسولی دی دا زيان ټول
ابراهيم ويل يو بت چي لا سالم دی
دی معبود ستاسو په فکر هم عالم دی
دی خو موجود ؤ چي دا نور ټول ماتېدل
حال دي اوس ووايي چي څه شي پېښېدل
مشرکانو ويل حال ويلای نه سي
دا خو بت دی هيڅ احوال ويلای نه سي
ابراهيم ويل چي ځان ساتلای نه سي
دا معبود درته احوال ويلای نه سي
عبادت يې ګمراهي ده اوس خو پوه سئ
آخرت ته تباهي ده اوس خو پوه سئ
مشرکانو ويل دغه ځوان مسؤل دی
مات بتان د ابراهيم د کار محصول دی
اوس نو موږ بايد سزا ورکړو لو سخته
د دې کار چي موږ يې ټول کړلو بد بخته
دا ؤ لوی تنې يې راوړې دوی د درختو
وچ لرګي يې هم راټول کړل دې بد بختو
دومره زيات لرګي راټول سول دومره ډېر چي
تر شمېر زيات او تر حساب څخه هم تېر چي
بيا يې بل کړ داسي اور لوی او پرېمانه
چي لمبې يې جګېدې تر هسک آسمانه
منجنيق بيا مشرکانو ښه راتاؤ کړ
لاس تړلی ابراهيم يې په ارتاؤ کړ
دا نبي چي ور روان ؤ سورکي اور ته
د بڅرو د لمبو و ظالم زور ته
دا دعا يې وه په خوله کي د خليل
قالو: حسبنا الله و نعم الوکيل
دې دعا سره آتش ډېر بې اثر سو
دا خليل ته بې تاوان او بې ضرر سو
په ليدو د معجزې ډېر زيات حيران سول
په شرمونو شرمنده ټول کافران سول
خلکو بوتلی ابراهيم و خپل پاچا ته
څوک ظالم چي ؤ واکمن و داسي چا ته
د خدايي دعوه کوونکی لوی مردود ؤ
پر بابل باندي حاکم نوم يې نمرود ؤ
ابراهيم ته دی ګويان سو: الله څوک دی؟
تا له اور څخه چي ژغوري مولا څوک دی؟
ابراهيم ويل چي دواړه ورکوينه
رب هغه دی ورکوي چي ژوند او مړينه
دا ؤ وغوښتل نمرود داسي بنديان دوه
د اعدام په انتظار چي ول قيديان دوه
يو قيدي يې کړ آزاد او بل يې قتل
وينه توی سوه په مقدار د يو لوی ستل
نمرود وويل حنيف نبي خليل ته
د توحيد پرچار کوونکي لوی وکيل ته
دا دی زما په لاس کي ژوند دی او هم مړينه
يو مي مړ کړ دويم اوس به ژوند کوينه
ابراهيم ويل رب زما کار کوي داسي
له مشرق څخه مدام چي لمر راباسي
چي ادعا دي د خدايي ده نو ثابت کړه
له مغرب په لمر خاته رڼا محيط کړه
خوله يې بنده سوه خاموش هله نمرود سو
دا ظالم لا شرمېدلی لا مردود سو
که هر څومره په دعوت خليل سالها ؤ
په اسلام کي دا نبي بالکل تنها ؤ
يو وراره ؤ د خليل چي نوم يې لوط ؤ
صرف هغه د ده منونکی او مربوط ؤ
ابراهيم او وراره لوط يې مسافر سول
له بابل څخه دوی ولاړل په سفر سول
د شام سيمه په حاران کي دوی مقيم سول
شاهدان د لمر لمانځنې او تعظيم سول
د دې سيمي خلک هم ټول مشرکان ول
خواست غوښتونکي دوی له ستورو ناپاکان ول
خليل وغوښتل چي مات د دوی منطق کړي
د توحيد پر لار روان دوی پر طريق کړي
دی ګويان سو مشرکانو ته چي ګورئ
پر آسمان ستورو روښانو ته چي ګورئ
دوی زما رب دی ځکه دوی ښکلي ځليږي
پر آسمان د توري شپې داسي بليږي
خو سپوږمۍ چي پر آسمان کله ښکاره سوه
ښه روښانه وه پر ستورو بيا تياره سوه
دا ؤ وويل خليل سپوږمۍ مي خدای دی
بل روښانه ده تر ستورو ښکلی ځای دی
خو سهار چي سو نو لمر آسمان روښان کړ
لمر خاته د سپوږمۍ ورک نوم او نښان کړ
دا ؤ وويل خليل لمر مي معبود دی
تر سپوږمۍ څخه روښان قوي موجود دی
وخت چي تير سو نو ماښام سو لمر غروب سو
په ماښام کله قوي لمر چي مغلوب سو
نو خليل و مشرکانو ته ګويان سو
لمر مي رب نه دی هغه په دې بيان سو
څنګه ومنم يو شی کوم چي مغلوب وي
په تياره کي چي کوم پټ وي او غروب وي
زه بيزار يم نو له شرکه او حنيف يم
د واحد رب په ثنا او په تعريف يم
د حاران خلک دښمن د ابراهيم سول
عداوت کي د توحيد سره سهيم سول
خليل ولېږی وراره و ځای صدوم ته
لوط رهي سو و دې ښار مشهور معلوم ته
نوم سارا يې ؤ مېرمنه د خليل وه
ښه انسانه دا بنده د رب جليل وه
له حارانه چي خليل کله روان سو
مصر لور ته چي نژدې کله کاروان سو
ابراهیم ويل سارا ته اې نېکبختې
په مېرمنو کي ښايسته يې ته خوشبختې
که يو چا پوښتل چي يو د بل څه کيږو
وايه دا چي ورور او خور موږ سره کيږو
په اسلام کي انسانان ټول وروڼه خوېندي
هم پدر يې محترم او هم يې مېندي
کله و مصر ته خليل چي رسېدی
ژر و پاچا ته هم دا حال ورسېدی
چي راغلې ښکلې ښځه ده و ښار ته
يو سړی يې دی ملګری و کنار ته
پاچا وويل دا راولی و ماته
مل سړی يې هلته پرېږدی بس و شاته
خو سړی که يې مېړه ؤ نو يې مړ کړئ
په کوم جرم درواغجن باندي يې پړ کړئ
د پاچا عسکر چي راغلل و خليل ته
دې حنيف نبي صديق د رب جليل ته
ښځه څه کيږي چي ستا سره څوک مل ده
ايا ښځه ده دا ستا او که د بل ده
ابراهيم ويل چي دا ښځه يې خور ده
دا يې خپله ده محرمه يې د کور ده
دا ؤ بوتلله سارا دغو لښکرو
و پاچا ته يې حاضره کړه عسکرو
سارا وکړله دعا هله له خدايه
چي پاچا ورته نژدې نه سي له ځايه
پاچا وغوښتل چي لاس وروړي سارا ته
خو دی فلج سو لاس يې پاته سو يو خوا ته
په عذاب باندي اخته سو لعنتي ژر
په زاريو ننواتو سو دستي ژر
و سارا ته يې ويل نه به تکرار کړم
که مي سم کړې نه به زه هيڅ بیا اسرار کړم
چي سارا وکړه دعا نو پاچا روغ سو
د پاچا کړی قسم هم ډېر ژر دروغ سو
سارا بيا وکړه دعا چي په عذاب سي
لاس يې شل سي د پاچا حال يې خراب سي
بالآخره پاچا کلکه وکړه ژمنه
چي دی خوشي به سارا کړي دا پتمنه
سارا وکړه بيا دعا او دی ازاد سو
پاچا سم سو په روغتيا خپلي ښه ښاد سو
و سارا ته خدمتګاره ده ډالۍ کړه
د حاجر په نوم تحفه ورته نجلۍ کړه
خليل پاته سو په مصر کي مقيم سو
دی مالدار او لا مشکور د رب عظيم سو
څه وخت وروسته د مصر خلک چي بد بين سول
د خليل چي دښمنان هم يې د دين سول
نو خليل هله بيا ولاړی بېرته شام ته
علاقې د فلسطين نژدې مقام ته
خدای ورکړي نعمتونه بې شمار ول
پر خليل زيات رحمتونه په هزار ول
خو سارا وه بې اولاد دا يو کمښت ؤ
نه د لور او نه د زوی کوم پيدايښت ؤ
سارا ځکه نو حاجر ور په نکاح کړه
په دې توګه دغه برخه يې اصلاح کړه
ابراهيم چي پنځه کم نوي کلن ؤ
د حاجر سره واده د ده ملن ؤ
يو کال وروسته و مشکور د رب جليل ته
حاجر وزېږوی زوی نبي خليل ته
خليل کښېښود اسمعيل د هلک نوم ښه
دا هلک سو د عربو وروسته زوم ښه
امر وسو الهي نبي خليل ته
و صديق دغه نبي د رب جليل ته
چي حاجر او اسمعيل بوزي مکې ته
و درې او غرني ځای د بکې ته
صرف څو غرونه ول بل شی هلته هيڅ نه ؤ
نه اوبه او نه انسان څرک يې هيڅ نه ؤ
خليل پرېښودل هغوی ترې رارهي سو
د خپل رب امر منونکی دی سهي سو
حاجر وپوښتل چي څنګه موږ پرېږدې ته
ايا امر د الله دی چي نور ځې ته
په هو ويلو ابراهيم ترې راروان سو
حکم منونکی د خپل رب دی ثناخوان سو
حاجر وويل چي حکم د خالق دی
بيا ساتونکی هم هغه دی چي مالک دی
مور زوی پاته ول يوازي پر دښتونو
دوی په منځ کي د صفا مروا د غرونو
دا چي تږی اسمعيل ؤ په ګريان ؤ
نه اوبه او نه راشن هيڅ کوم عيان ؤ
د صفا پر لور به وځغستل حاجرې
بيا مروا ته به يې مخ کړ مور نهرې
دې به وکتل پر سر د غونډۍ ليري
کوم کاروان يا کوم انسان کهوي کوم چيري
پر کوم ځای چي په ژړا ؤ اسمعيل
حاضره سوه هلته ملکه جبرائيل
دې پر مځکه وزر وواهه به زوره
ډېر ټينګ ضرب ؤ د وزر نه ؤ کمزوره
دا ؤ وچاودله مځکه او جريان سو
د اوبو هلته روان يو لوی شريان سو
حاجر وليدې اوبه چي خوټېدلې
د ماشوم پښو سره پاکې بهېدلې
دا چينه ورته زم زم چي بهېدله
دا تحفه وه د پاک رب چي خوټېدله
په هوا کي په ګردش باندي مرغان ول
که بازان ول که چوغکي که کارغان ول
يو کاروان چي ؤ نژدې دې علاقې ته
له يمنه ؤ راغلی منطقې ته
د مرغانو په ليدو هغوی حيران سول
د کاروان خلک زم زم ته ور روان سول
په ليدو د مور او زوی دوی په سلام سول
له سلام وروسته مؤدب دوی په کلام سول
په یمن کي بند مات سوی د اوبو دی
زموږ هجرت ته يو سبب له اسبابو دی
که ته راکړې اجازه موږ به مقيم سو
هم منونکي ستا د حق به مستقيم سو
دا ؤ دلته د يمن عرب آباد سول
د زم زم په اوبو پاته سول او ښاد سول
په بدل کي د اوبو يې ورکوله
د مور زوی نفقه دوی پر ځان منله
په وخت وخت به ابراهيم راتلی هغوی ته
و ليدو ته د حاجر او هم و زوی ته
اسمعيل کله چي لوی ښايسته هلک سو
په زحمت او مشقت کي چي ښه کلک سو
خوب يو وليد ابراهيم حلالوي چي
اسمعيل په يو چاړه قربانوي چي
دا يو امر د الله ؤ چي قربان کړي
په چاړه باندي ذبح زوی مهربان کړي
دا ؤ وويل خليل زوی مؤدب ته
اسمعيل ښکلي زويک و با ادب ته
ما ليدلی دی يو خوب حلالوم دي
داسي خوب چي په چاړه ذبح کوم دي
ستا څه خوښه ده چي څه وکړم زه کار نور
څه کول راته پکار دي څه درکار نور
زوی ويل پر ځای ته امر د خالق کړه
ما قربان او په راضي ته خپل مالک کړه
ما به وموندې ته يو له صابرانو
ما پسر يو تابعدار له پسرانو
پلار او زوی چي قربانۍ لره روان ول
دوی د رب چي حمد ويونکي ثنا خوان ول
شيطان راغلی و خليل ته په بيان سو
خوب چي دروغ به ؤ کوم داسي دی ګويان سو
خو خليل هغه سنګسار کړ په ډبرو
شګو وړو باندي کوچنيو او کمبرو
ابليس ولاړی اسمعيل ته په بيان سو
خوب چي دروغ به ؤ کوم داسي دی ګويان سو
اسمعيل ابليس سنګسار کړ په ډبرو
شګو وړو باندي کوچنيو او کمبرو
دریم واري شيطان راغلی زوی او پلار ته
ويل مه ورځۍ د مرګ و دغې لار ته
پلار زوی دواړو دی سنګسار کړ په ډبرو
شګو وړو باندي کوچنيو او کمبرو
اسمعيل ويل خليل ته ګرانه پلاره
سترګي وتړه ريښکۍ باندي کراره
داسي نه چي په ليدو زما درته خنډ سي
د پلار مينه يا لامل د ذبح ځنډ سي
خليل وتړلې سترګي بيا يې کش کړه
ده چاړه د زوی پر غاړه بیا راکش کړه
د ذبح وروسته چي يې وکتل خليل
ورته لېږلی ؤ پسه پاک رب جليل
روغ اسمعيل ؤ له چاړې ؤ په امان
ذبح پسه ؤ چي لېږلی ؤ رحمان
د پلار زوی دواړو قبوله قرباني سوه
هم په برخه يې رضا لو رباني سوه
د رب په امر وروسته جوړه يې کعبه کړه
خليل دغه د حاجيانو بيا کوربه کړه
په تعمير کي د کعبې ورسره مل ؤ
اسمعيل د ابراهيم سره به تل ؤ
ابراهيم وکړه دعا چي رسولان سي
په اولاد کي يې پيدا پاک کاملان سي
اسمعيل پاته سو مکه کي معرب سو
په نکاح سره بل زوم دی د عرب سو
ابراهيم چي په کنعان کي ؤ آباد نو
زېری راوړی دوو ملکو ورته ښاد نو
دا چي خدای به ده ته ورکړي يو بل زوی ښه
له هغه څخه به وسي ټبر لوی ښه
ابراهيم چي شل بالا يو سل کلن ؤ
په ثنا ويلو سترګو کي اوبلن ؤ
نيوي کلنه وه سارا چي سوه خبره
خدای به زوی ورکړي چي ښکلی باخبره
اسحق نوم ؤ د دې زوی فرمانبردار ؤ
د خپل رب او خپل پلار تل تابعدار ؤ
د اسحق ول دوه زامن مشر يې عيص ؤ
دويم زوی يې ؤ يعقوب زيات وخت پردېس ؤ
عيص زوم سو د اسمعيل چي يې اکا ؤ
خسر يې سو هغه څوک چي يې کاکا ؤ
يعقوب بن اسحق د خپل ماما غبرګ زوم سو
اسرائيل د هغه وروسته بيا بل نوم سو
ځکه يو وخت يو ملکې امتحان کړ
پهلوانۍ کي يې معلوم د ده ايمان کړ
دا چي ماته يې ملکه کړه په زور کي
اسرائيل يې سو لقب په شهرت نور کي
خليل يو سل او پنځه اويا کلن ؤ
له نړۍ څخه چي تګ ؤ د ده تلن ؤ
خليل ښخ سو په حبرون د فلسطين کي
دئ نبي ؤ یو مثال ايمان متين کي
يهودي که نصارا که مسلمان دي
د خليل عظمت منونکي په ايمان دي

 

احمدولي اڅکزی، ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۱۱مه نېټه، بون

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page