د يوسف نکل راوړی پاک قران دی
په تفصيل يې بيان کړی دا داستان دی

منظوم قصص الانبياء ـ ۱۳مه برخه
يوسف (ع)
ليکوال: احمدولي اڅکزی

 

د يعقوب له څلور ښځو يو درزن ول
نر بچيان دوولس په شمېر د ده زامن ول
له راحيل ښځي ورپاتي يتيمان ول
يو يوسف بل بنيامين دوه ماشومان ول
يوسف مشر له دوو ورونو ډېر حسين ؤ
په جمال کي بې مثال هغه سنګين ؤ
حديث وايي حُسن درې برخي وېشلی
يوه برخه رب يوسف باندي پاشلی
بله برخه وه عطا د يوسف مور ته
پاته برخه انسانانو پاتو نور ته
همدا وجه وه يوسف پر يعقوب ګران ؤ
پلار پر زوی باندي به تل مدام نګران ؤ
هم يوسف او هم يې ورور پر ده ډېر ګران ول
ځکه لس وروڼه يې ټول حسدګران ول
د يوسف نکل راوړی پاک قرآن دی
په تفصيل يې بيان کړی دا داستان دی
چي يوسف وليد يو خوب يوولس ستوري
په شمول د لمر سپوږمۍ چي دی يې ګوري
ده ته ټيټ او ده ته ټول په سجده سي
لمر قمر او ستوري کوز په شمېر يازده سي
يوسف ولاړی پلار يعقوب ته يې عيان کړ
خپل ياد خوب يې په تفصيل ورته بيان کړ
پلار ويل زویکه مه وايه حالونه
په دې خوب خبر چي نه کړې هيڅ خپل وروڼه
داسي نه چي درته جوړه دسيسه کړي
د شيطان په لمس دوی جوړه يو کيسه کړي
ستا د خوب معنا همدا ده زما زويکه
رب به غوره کړي خپل کار ته تا لايقه
ستا په برخه به کړي داسي نعمتونه
برخمن سوي چي ول ستا مخکي نيکونه
د اسحق او ابراهيم په شان به درکړي
نعمتونه ذات کريم به تاته درکړي
بېله شکه چي رب پوه هسک او بالا دی
په يقين سره چي رب حکمت والا دی
د يوسف ناسکه وروڼه لس راټول سول
يوه ورځ دوی په حساب او هم په تول سول
چي پر پلار باندي زيات ګران دي کوچني وروڼه
حال دا موږ کوو اصلي د ده کارونه
دوی ويل رشتيا چي پلار يې پر خطا دی
پر يوسف باندي چي زيات داسي شيدا دی
دوی ويل راځئ چي خلاص ځان له يوسف کړو
لاره جوړه به و ده ته په يو صف کړو
يا به ووژنو يوسف په ګډه چيري
يا به وغورځوو دی له کوره ليري
تر څو واوړي توجه له ده د پلار زموږ
او بيا ومومو ګرانښت چي دی په کار زموږ
بيا له دوی څخه يو ورور په دې بيان سو
د يوسف د قتل ضد هغه عيان سو
ويل موږ به يوسف واچوو کوهي ته
ليري پروت و يو تاريک ښه سم سهي ته
ښايي يويَسي د ځان سره کاروان کوم
ليري سيمو ته چي وي ښايي روان کوم
دا ؤ راغلل دوی يعقوب ته په سلام سول
لس زامن خپل دې بابا ته په کلام سول
ته پر موږ باندي يوسف ولي نه سپارې
ولي صرف تنها يوازي ته دی څارې
موږ خو هم خپل و دې ورور لره ناصح يو
خير غوښتونکي موږ د دې هلک صالح يو
غواړو بوزو دی صحرا ته په چکر موږ
ښه په ناز يې د ځان مل کړو په سفر موږ
ساعت تېر به سي د ده ليري له کوره
مېوې وخوري به هغه لوبي لا نوره
يعقوب وويل لېوان ډېر خطرناک دي
دوی وژونکي حيوانان ډېر زيات خوفناک دي
داسي نه چي يوسف يوسي دوی له ګروپه
داسي وخت چي تاسو ياست غافل مصروفه
دا ؤ وويل هغوی دا مو قسم دی
پر يوسف به پام کوو تضمين مو سم دی
هله ورکړه اجازه يعقوب و دوی ته
چي چکر ورکړي د ده و محبوب زوی ته
يوسف مل سو خپل د ورونو ښه خوشال ؤ
هغه وخت چي دی ډېر کم په سن و سال ؤ
خو پر لاري لا دوی پېل کړل ګوزارونه
پر يوسف باندي په ګډه ټينګ وارونه
دوی ويل چي ستا له لاسه يې موږ هېر يو
د خپل پلار له ميني پاته تر تا زېر يو
د یوسف کميس يې وايستی اخوان يو
دا يې سور کړ دوی په وينو د حيوان يو
بيا يې واچوی يوسف دوی و کوهي ته
له کور ليري تاريک ځای او ډوب سهي ته
په شپه راغلل لس زامن او په ګريان سول
پلار يعقوب ته په ژړا دوی په بیان سول
په سيالي باندي مصروف ؤ موږ لس وروڼه
پر نښان به موږ کول د تير وارونه
زموږ پر شيانو پام کاوه يوسف دېره ؤ
لېوه وخوړ زموږ دا ورور څوک چي پيره ؤ
د يوسف کميس چي سور ؤ په سرو وينو
و یعقوت ته يې دا وښود کاذيبينو
پلار يې وويل کَوَم به زه صبرونه
بل له رب څخه به غواړم کومکونه
هلته راغله قافله هغه کوهي ته
په يوسف چي مشرفه وه سهي ته
دوی چي وموند دا هلک نو ډېر حيران سول
د يوسف له وروڼو دوی بيا په پرسان سول
د يوسف وروڼو ويل دا مو غلام دی
تل دی تښتي واورئ دا زموږ کلام دی
دا ؤ خرڅ يې کړ يوسف پر دې کاروان دوی
هغه څوک چي ؤ محبوب د دوی د پلار زوی
کاروان وپلوره یوسف په درهمونو
په هيواد کي د فرعون د احرامونو
د يوسف چي رانيونکی کوم سړی ؤ
لوی چارواکی د پاچا هغه مصری ؤ
د عزيز دنده په غاړه د مصري وه
هسکه دنده دولتي د دې سړي وه
دا ؤ راوست دې سړي يوسف و کور ته
بيا يې واړاوه ده مخ د مېرمن لور ته
ده ويل د دې هلک ساتنه وکړه
ښه پالنه هم يې ښه روزنه وکړه
ښايي ورسوي موږ ته منافع دی
زموږ په ژوند کي يا خوښي کړي اضافه دی
بې اولاد يو ښايي دی موږ ته زموږ زوی سي
نابالغ دغه هلک زموږ فرزند لوی سي
دا ؤ لوی يوسف په کور کي د عزيز سو
دی د پوهي يو څښتن لوی هر اړخيز سو
عطا کړې ده ته پوهه ربنا وه
د خوبونو د تفسير او د معنا وه
چي دی ځوان سو نو يې حسن لا دلکش سو
زليخا د عزېز ښځي زړه ورکش سو
دا ؤ وکړه اراده زليخا دا چي
يوسف وبولي دا ژر پر خپله خوا چي
خو يوسف د خدای بنده يو پرهېزګار ؤ
بل عزيز ته منندوی او وفادار ؤ
زلېخا يو ورځ دی وبولی و ځای ته
د خلوت خپلې کوټې د کور و پای ته
صرف دوی دواړه ول حاضر دريم مالک ؤ
بل څوک نه ؤ بس ليدونکی يې خالق ؤ
زليخا دروازې ټولې وتړلې
و يوسف ته اشارې هغې وکړلې
چي ژر راسه زما وخوا ته رانژدې سه
اې يوسفه تېرېدونکی له پردې سه
يوسف وويل پناه غواړم له ربه
بل خاين نه يم عزيز ته بدنسبه
څوک خاين چي بې وفا وي او ظالم وي
نيکي نه مومي محسن ته چي غليم وي
په ويلو دا يوسف بيا ګرېزان سو
د زلېخا له نيت په بيره په لړزان سو
له کميس يې يوسف ونيوی په زوره
چا ځغستل چي د کوټې د ور پر لوره
دا ؤ څېري يې کمیس سو د شا خوا ته
بل ولاړ هلته عزيز ؤ له ور شا ته
زلېخا چي مېړه ولېد په ګريان سوه
د تهمت په لګولو په بيان سوه
چي يوسف اراده کړې د بدۍ وه
د عزيز د کورنۍ د بربادۍ وه
دا غوښتونکې و يوسف ته د زندان سوه
د عذاب د شکنجې او د دردان سوه
خو يوسف ويل چې کړې تقاضا وه
زلېخا له ده غوښتونکې د رضا وه
په دې کور کي يو موجود طفل ګويان سو
معجزه وه شير رودونکی په بيان سو
که کميس د يوسف څيري وي له وړاندي
نو د جرم تور راځي بيا پر ده باندي
خو که څيري وي کميس د شا له خوا نو
بيا مجرمه ده دا ښځه زلېخا نو
عزيز وليد چي کميس شاته شکېدلی
په دې پوه سو چي يوسف ؤ تښتېدلی
بيا عزيز ويل رشتيا چي لوی فرېب دی
د مېرمنو مکر بد تر بد آسېب دی
اې يوسفه پت مي وساته خاموش سه
احسان وکړه زلېخا ته پرده پوش سه
بيا عزيز و زلېخا ته په خطاب سو
په وينا کي دا سړی ښه سم بېتاب سو
بخښه وغواړه چې يې له خطا کارو
له مېرمنو فرېب کارو جفاکارو
لږ وخت وروسته دا خبره بازاري سوه
د بحثونو يو موضوع ښځو مصري سوه
دوی ويل چي په رشتيا ګمراه خطا ده
د مېړه مېرمن غوښتونکې د بل چا ده
څه بد کار دی چي يو څوک يې طلبګار وي
که غلام وي که مريی که خدمتګار وي
چي خبره زليخا په پيغورو سوه
دا آګاه چي له پاشلو خَبَرو سوه
نو دې جوړ د ښار و ښځو ته دعوت کړ
اهتمام يې د تېرو چړو بابت کړ
بيا يې وويل يوسف ته چي داخل سي
و دعوت ته مېوه راوړي او کفيل سي
کله وليده چي ښځو دا ښکلا نو
په چړو يې ګوتي پرې کړې برملا نو
دوی ويل په ژوند يې نه دی څوک ليدلی
داسي ښکلی يو صورت او ځلېدلی
دوی ويل چي دا انسان دی که مَلَکه
نور يې څاڅي له څهرې د دې هلکه
زليخا ويل چي دا هغه زلمی دی
طلب نه چي زما مني هغه غمی دی
خو که دی نور هم په وړاندي په انکار وي
عاقبت به يې زندان کي ډېر بېکار وي
يوسف وويل پر غوره تور زندان دی
له ګناه څخه مي خوښ خواپاک وجدان دی
فيصله وسوه بندي چي دوی يوسف کړي
پاک لمن دغه انسان زندان کي صف کي
تر څو هېر کړي خلک ټول بد داستانونه
نيم رشتيا نيم اختراع او بهتانونه
کوم تاريک زندان کي دی چي زنداني سو
د يوسف په ښکلا ځای دا نوراني سو
په زندان کي يوسف وکړل دعوتونه
ده د امر بالمعروف جګ کړل صوتونه
ډېر بنديان چي ګمراهان ول ژر اصلاح سول
دوی په نيت د ښو کارونو او فلاح سول
دا ؤ راغلل و يوسف ته په بيان سول
تعبير خوب ته خپل غوښتونکي دوه بنديان سول
يو له دوی څخه پاچا ته چي ساقي ؤ
په يو تور باندي هغه دلته بندي ؤ
ويل خوب مي دی ليدلي چي زبېښمه
زه شرابو ته انګور ښه کښېکاږمه
دوهم کس چي څوک پاچا ته يو اشپز ؤ
پر ده سوی د يو جرم لوی يو عرض ؤ
ويل خوب کي مي ليدلي زيات مرغان دي
زما پر سر پرته ډوډۍ خوري چي کارغان دي
د خوبونو راته وايه تعبيرونه
څه معنی لري چي وکړو تدبيرونه
يوسف وويل څښتن صرف يو خالق دی
شريک مه نيسئ و چا ته چي مالک دی
تاسو دواړه لومړی راوړی پر ايمان چي
فلاح ومومی به تاسو بيا پرېمان چي
هله زه به د خوبو تعبير بيان کړم
تاسو دواړو ته به زه هغه عيان کړم
دواړه دا زندانيان هله مسلمان سول
اصلي رب ته په سجده چي باايمان سول
نو يوسف ورته بيا کړل تعبيرونه
د خوبونو تر شا پټ آر تدبيرونه
و ساقي ته يې ويل چي عفوه کېږې
و پاچا ته به ساقي بيا جلوه کېږې
و اشپز ته يې ويل تا به په دار کړي
ستا ماغزه به خوري مرغان ځان به حقدار کړي
يوسف وويل ساقي ته چي ته خلاص سې
و پاچا ته خدمتګار بيا په اخلاص سې
هله ياد ورته داستان زما دا بيان کړه
چي مظلوم دلته بندي يم پر عيان کړه
په رشتيا هم چي اشپز ؤ ژر په دار سو
او ساقي بېرته پاچا ته خدمتګار سو
د ساقي له ياده ووت چي عيان کړي
د يوسف کيسه پاچا ته دی بيان کړي
داسي تېر سول په دې منځ کي څو کالونه
يوسف تېر کړل پر زندان اووه سالونه
اوه وويل پاچا چي خواري غواوي
اوه خوري د ده په خوب کي څربي غواويي
بل اووه وږي چي شنه وي د غنمو
پر راتاو سي اووه وچ نور د بېنمو
راته وواياست تعبير اې درباريانو
د خوبونو چي زه وينم اې مصريانو
دا ؤ ياد سول و ساقي ته احوالونه
چي يوسف جوابوي د خوب سوالونه
و پاچا تهبيا ساقي احوال بيان کړ
د يوسف هکله داستان يې ټول عيان کړ
دا ؤ ولېږی پاچا ساقي ليدو ته
په زندان کي د يوسف سره کتو ته
ساقي وويل يوسف ته احوالونه
د پاچا د خوب په هکلهسوالونه
يوسف وويل اووه کاله به موړ وي
پر لوري به کرهڼه کي ښامور وي
بيا اووه کاله جريان به وچکالي سي
فصل نه به وي هر لور به خُشکسالي سي
نو بهتره ده چي جوړي سي سالو کي
د خوراکو ځېرمي لوی اووه کالو کي
له اتم تر څوارلسم کال به ماړه کړي
له مرګي به خلاص دا ځېرمي ځوان زاړه کړي
ساقي يووړ دا احوال و خپل پاچا ته
چا چي خوښ دغه تعبير سو هغه چا ته
دا ؤ وکړ پاچا امر چي معلوم کړي
داد رسي د زنداني يوسف مظلوم کړي
نو چارواکو ښځي وغوښتې هغوی چي
په چړو ګوتي پرې سوي وې د دوی چي
بيا يې وپوښتل له دوی ټول احوالونه
د يوسف د کړه او وړه هکله سوالونه
دوی ويل چي په رشتيا امانتدار دی
پاک لمنه يوسف ډېر چي ايماندار دی
دوی ويل چي دوی چي وکړل طلبونه
پر يوسف چي يې بايلل کله قلبونه
نو يوسف انکار کوونکی باکردار ؤ
پر خپل نفس کنټرول لرونکی تقوادار ؤ
بيا چارواکو زليخا هم وغوښتله
د يوسف په هکله دا يې وپوښتله
زليخا هم په رشتيا ټول حال بيان کړ
د يوسف د دې داستان يې ټول عيان کړ
دا ؤ وکړ پاچا امر چي آزاد سي
له زندانه يوسف خوشي سي او ښاد سي
بيا پاچا يوسف ته وسپارل کارونه
اداره د خزانې او اختیارونه
يوسف جوړي کړلې ځېرمي د غنمو
او تګلاره د اوو کالو بانمو
تر څو ځېرمه کړي خوراک اوو کالو کي
بيا يې ووېشي راتلونکو وچ سالو کي
اووه کاله وروسته راغله چي قحطي نو
په کنعان کي لوږه راغله سمدستي نو
د خوراک په تلاښ راغلل لس سَرونه
د يوسف چي ناسکه ول کوم ټول وروڼه
دوی په مصر کي يوسف ته درخواستيان سول
د غنم غلې غوښتونکي دوی عيان سول
يوسف وپېژندل دوی بني يعقوب دي
چي په لوږه کي راګير او دوی مغلوب دي
خو يوسف چي نور ماشوم نه ؤ سړی ؤ
دوی نه پېژندی په فکر يې مصری ؤ
يوسف ځان دوی ته ونه ښود او ګويان سو
پلار مو څوک دی وروڼه څو ياست په بيان سو
دوی ويل دوولس په شمېر ؤ موږ ټول وروڼه
يو چي مړ سو پاته سوو لس يو سرونه
بابا زموږ پر کشر ورور باندي نګران دی
په سفر يې نه پرېږدي ډېر باندي ګران دی
موږ راوړي دي پيسې غنم موږ غواړو
لوی احسان ستا مهربان درڅخه غواړو
يوسف امر وکړ ورکړئ غنمونه
په حساب چي دوی لري څو پېمانونه
يوسف کښېښودل پر دوی خو څو شرطونه
کشر ورور به راولي دوی بل وختونه
يوسف وويل نژدې دېخوا ته نه سئ
بېله کشره پر دې خوا چي هيڅ رانه سئ
دوی ويل سمه ده موږ به کوښښ وکړو
پلار راضي چي کړو بل وار به کوښښ وکړو
چي غله کله د دوی پر خرو وربار سوه
د يوسف په هدايت ښه په شمار سوه
هله پټي سوې پيسې په دې غله کي
دوی ورکړي د غنمو چي بدله کي
دا يوسف ؤ چي ورکړی يې د ستور ؤ
د پيسو په پټېدو د ده منظور ؤ
چي يې وروڼه و راتلو ته ژر مجبور سي
او راتګ د کشر ورور يې هم ضرور سي
کله ورسېدل دوی چي و کنعان ته
هله دوی متوجه سول و سامان ته
چي د دوی پيسې دي پاته په غله کي
کومي دوی چي ادا کړي په بدله کي
هله دوی ويل د غلو شک چي ونه کړي
پر موږ باندي د ټګو شک چي ونه کړي
ځکه موږ بايد بيا ولاړ سو او روان سو
پيسې يوسو موږ تر مصره په کاروان سو
بنيامين چي ورسره کړي په جرګه سول
دوی و پلار ته په زاريو مرکه سول
پلار ويل چي يوسف تاسو چي بېولی
د ساتنې يې تاسو قسم خوړلی
بياياست اوس چي د يوسف تاسو ورور کشر
بېله ده به نه راځي ماته هيڅ مشر
دوی قسم او وعده وکړه چي به ساتي
کشر ورور به له مشکل څخه تل ساتي
دا ؤ ټوله بيا و مصر ته روان سول
لس او يو وروڼه ملګري د کاروان سول
په دې واري مېلمانه بيا د يوسف سول
د ده مخي ته يوولس په يو صف سول
يوسف وروسته سکني ته پټ بيان کړ
زه يوسف يم ده خپل ځان ورته عيان کړ
پاته لس وروڼه خبر نه سول په چاره
او يوسف ورته بل چل کړ ښه عياره
يوسف وويل نوکر ته چي پر څټ کړي
طلايي ګیلاس سامان کي د دوی پټ کړي
ګیلاس ورک دی ګیلاس ورک دی د پاچا دی
نوکران په دې پرسان سول وړی چا دی
تلاښي چي يې د کشر کله وکړه
نوکرانو د ورک لوښي مونده وکړه
يوسف وويل د غلو سزا ده کومه
دا سزا ده و هر چاته ښه معلومه
يوسف وويل بنيامين نه درپرېږدمه
ستاسو ورور زه د خپل ځان سره ساتمه
په زاريو ننواتو لس په رېږده
و يوسف ته يې ويل کشر مو پرېږده
له يوسف څخه چي کله ناهيلان سول
دوی روان بېرته پر لاره د کنعان سول
يعقوب کله چي خبر له احوالو سو
په ګريان سو په ماتم او په نالو سو
د يعقوب له سترګو غبرګو څخه ولاړی
په ژړا ژړا کي تور د سترګو ولاړی
لس زامن د يعقوب ډار سول چي به مړ سي
پلار د دوی به په ژړا ژړا کي مړ سي
دا ؤ بيا يې تکل وکړ او روان سول
واړه وروڼه بيا و مصر ته کاروان سول
هلته بيا دوی له يوسف څخه خواستګار سول
د کشر ورور له پاره دوی بيا طلبګار سول
دوی ويل چي يو يې پلار د مرګ پر حال دی
بل چي لوږي يې جوړ کړی ژوند محال دی
دوی ويل پيسې هم نه لري چي واخلي
دوی غنم دانه په بيعه باندي واخلي
په دې واري يوسف ځان ورته عيان کړ
ستاسو ورور يم زه يوسف دا يې بيان کړ
ټولو وغوښته له ورور څخه بخښنه
يوسف وبخښل دوی ټول په ښه خوښنه
يوسف وويل و مصر ته نور راسئ
د بابا سره ټول مل نور دلته راسئ
دوی هم ولاړل و کنعان ته و بابا ته
د يوسف کميس په لاس کي و ابا ته
د کميس په مسح غبرګي يې بينا سوې
د يعقوب سترګې رڼا سره اشنا سوې
لږ وخت وروسته يې تر مصر رسېدن ؤ
يوسف ؤ په انتظار او بيا ديدن ؤ
مور بابا يوولسوروڼه په سجده سول
بيا نبي ته د زمان ټوله سيده سول
خوب رشتيا سو چي ليدلی يو ماشوم ؤ
داسي چا چي يو نبي بنده معصوم ؤ
بيا په مصر کي دوی ټول سره يوځای سول
دوولسوروڼه او بابا يې ځای پر ځای سول
پنځلسم کال په رشتيا بيا آباد کال ؤ
قحطي خلاصه سوه خوراک زيات خداداد ؤ
يعقوب سل او اووه څلوېښت کلن سو
د مرګي سره چي هله يې مِلن سو
د اسحق او ابراهيم سره حبرون کي
يوسف ښخ کړ پلار په ليري هغه زون کي
سل او لس کاله په شمېر هغه ژوند وکړ
د مرګي سره يوسف بيا پيوند وکړ

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۷مه نېټه، بون

د منظوم قصص الانبيا نور نکلونه پر لاندني لينکونو لوستلای سئ:

ــ د منظوم قصص الانبيا کتاب چاپ سو https://bit.ly/38UQkAa
۰ ـ د ليکوال څو خبري https://bit.ly/2PuohRE
۱ ـ الله څوک دی؟ https://bit.ly/2gdGwu6

۲ ـ ملايکي جنان او ابليس https://bit.ly/2Nh6pUh

۳ ـ سيدنا آدم ع https://bit.ly/2zNe496

۴ ـ قابيل، هابيل او شيث ع  https://bit.ly/2pEQ5Du

۵ ـ ادريس ع https://bit.ly/2OotmKl

۶ ـ نوح ع https://bit.ly/2yyDs0C

۷ ـ هود ع https://bit.ly/2OvJDO1

۸ ـ صالح ع https://bit.ly/2An7TJv

۹ ـ ابراهيم اسمعيل او اسحق ع https://bit.ly/2PpqoGc

۱۰ ـ لوط ع https://bit.ly/2QM2H7z

۱۱ ـ شعيب ع https://bit.ly/2PBgmlu

۱۲ ـ يعقوب يا اسرائيل ع https://bit.ly/2OYfS3s

۱۳ ـ يوسف ع https://bit.ly/2ByNNMD

۱۴ ـ ايوب ع https://bit.ly/2B2RokJ

۱۵ ـ يونس ع https://bit.ly/2SDtbbI

۱۶ ـ موسی ع https://bit.ly/2S9QRVH

۱۷ ـ يوشع بن نون ع https://bit.ly/2Rlveo1

۱۸ ـ خضر ع https://bit.ly/2Fhes2s

۱۹ ـ شمويل ع، طالوت و جالوت، داؤد ع https://bit.ly/2CuBilx

۲۰ ـ سليمان ع https://bit.ly/2OogmRL

۲۱ ـ عيسی ع، زکريا ع او يحی ع https://bit.ly/2FoqaHl

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page