د قاموسونه ټکی کام د پروژې په هکله مقاله ـ د مورنيو ژبو نړيواله ورځ

 يادونه: دغه مقاله د ژبو د نړيوالې ورځي په وياړ په دنمارک کي د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه جوړ سوي علمي سيمنار ته ليکل سوې وه او هلته ولوستله سوه.

درنو مشرانو، دوستانو، آغلو او ښاغلو
تاسو ټولو ته خپل د ميني او احترام ډک سلامونه وړاندي کوم.

ښاغلي او عاليقدر استاد محمد آصف بهاند صاحب او د دغه سمينار له نورو ټولو درنو منتظمينو څخه مننه کوم چي ماته يې دعوت راکړ چي تاسو قدرمنو دوستانو ته د خپلو دوو پروژو يعني قاموسونه ټکی کام او کوچنی ټکی کام په تړاو لنډ معلومات درکړم.
زه دمګړی په آلمان کي ژوند کوم چيري چي زه د يو آزاد خبريال په توګه د بيلو رسنيو سره همکاري لرم او تر څنګ يې د مهندسۍ يا ارکيټېکچر يو دفتر هم لرم. ما خپلې لوړې زدکړې په هم دغه رشته يعني آرکيټېکچر کي په آلمان کي بشپړه کړي دي.

کله چي زه آلمان ته راغلم نو لا يو ژڼکی وم او دلته مي د درو مياشتو له پاره د آلماني ژبي يو کورس ولوست او د هغه وروسته مي په نهم ټولګي کي خپلې زدکړې پېل کړې. ما زښت زيات زيار ايستی او په نژدې ټولو مضامينو کي مي تر نورو ټولو ټولګيوالو ښه نمرې اخيستې خو د آلماني ژبي بشپړه زدکړه راته يوه لويه ننګونه وه. په زياته مي د پښتو او آلماني د يو قاموس اړتيا ډېره زياته احساسوله. خو هر څومره چي مي تلاښ وکړ، بيا هم ونه توانېدم چي د پښتو آلماني يا آلماني پښتو کوم قاموس پيدا کړم. زما د هغه وخت اړتيا او د کمښت احساس د دې لامل سو چي د قاموسونو سره زما يوه د حسرت او ارمان اړيکه پيدا سي.

د افغانستان له پاره په جوړ سوي يو سمينار کي د يو ختيځ پوه سره معرفي سوم. د مجلس په جريان کي مي له هغه څخه د يو بې تجربې ځوان په توګه وپوښتل چي په آلمان کي نژدې د افغانستان د ټولو ګاونډيو ژبو تدريس کيږي، خو د پښتو د زدکړې نه کوم خاص امکانات سته او نه هم کوم ځانګړی انستيتيوت، دا ولي؟ هغه چي کوم جواب ماته راکړ ښايي مطلب يې ماته پيغور راکول نه ؤ، خو ما د هغه دغه جواب د يو پيغور په شان احساس کړ. دغه آلماني ختيځ پوه چي په افغانستان او ګاونډي هيوادونو کي يې وخت هم تېر کړی ؤ راته وويل چي پښتو خو اړين معياري کتابونه او مواد نه لري چي پر اساس يې کوم انستيتيوت يا ورته تدريسي يا څړنيزه اداره جوړه سي. د هغه په وينا پښتو حتی يو داسي قاموس لا نه لري چي پر معيار پوره وي... د دغه آلماني ختيځ پوه دغه خبره د دې لامل سوه چي د قاموسونو سره پيدا سوې زما د حسرت او ارمان مخکنۍ اړيکه لا ژوره سي.

دا هغه وخت ؤ چي انټرنټ تازه د عامېدو په حال کي ؤ او حتی بعضي لومړۍ پښتو انټرنټپاڼي هم جوړي سوي وې. ما هم اراده وکړه چي داسي يوه انټرنټ پاڼه جوړه کړم چي پکښي يو پښتو انګريزي قاموس پروت وي او چي هر څوک ورڅخه کار واخيستلای سي. که څه چي زه د کمپيوتر سره تر يوې اندازې بلد وم خو د انټرنټ پاڼې جوړولو هيڅ تجربه او اړينه پوهه مي نه درلوده. د انټرنټ په برکت په نيوزيلاند کي د يو بل ځوان افغان سره اشنا سوم چي هغه د انټرنټ پاڼو په جوړولو کي تجربه لرله. سيد مصطفی سادات چي هغه وخت يې د real afghan يا ريښتوني افغان په نوم وېبپاڼه چلوله راسره کومک وکړ چي د قاموسونه ټکی کام په نوم يوه پاڼه جوړه کړم. د ياسيني په نوم يو بل ځوان راته د علومو د اکاډمۍ د انګريزي پښتو قاموس يو ورډ فايل راکړ چي لغتونه او معناوي يې ما او مصطفی جان لغت په لغت د قاموسونه ټکی پاڼي ته وراضافه کړې. هغه ورځ راته له خوشاليو ډکه ورځ وه کله چي ياد قاموس په بشپړه توګه آنلاين سو او هر چا کولای سوای چي په وړيا توګه پر قاموسونه ټکی کام ورڅخه کار واخلي. زما په خيال چي دغه ۲۰۰۰ مېلادي کال ؤ چي پر قاموسونه ټکی کام لومړی بشپړ قاموس آنلاين سو. په ياد قاموس کي نژدې ۲۳ زره انګريزي لغتونه په پښتو ژباړل سوي ول.

د قاموسونه ټکی کام د آنلاين قاموس ګټه دا وه چي په پرتليزه توګه تر چاپ سوي قاموس پکښي په لږ وخت کي د لغتونو معناوي لټول کيدلای او د نورو معناو سره پرتله کيدلای سوای. ښايي همدا وجه وه چي د دغې پاڼې کاروونکي ورځ تر بلې مخ په زياتېدو سول. ما په تيرو ۱۸ کالو کي نژدې هره ورځ څو څو ساعته وخت وقف کړ چي دغه پاڼه او قاموسونه يې لا غني کړلای سم. زيات وختونه داسي راغلي چي په يوه شپه مي لومړی تر ناوخته پر کوم قاموس کار کړی او د هغه وروسته مي د هغه امتحان له پاره چمتو والی نيول پېل کړي چي په دا سبا به راته په مخ کي ؤ. اخترونه، مېلې، د ملګرو بنډارونه او مجلسونه او په همدې شان حتی سپورټ او ورزش مي د دغې پروژې له پاره هير کړي او په کالونو کالونو پرې ايښي ول.

د تخنيکي ستونزو، تخنيکي ناپوهۍ، اړينو امکاناتو د نه شتون، د هيکري بريدونو، ويروسونو او ورته ستونزو له کبله څو ځله نه يوازي د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه راڅخه ورانه سوې، بلکه څو ځله راڅخه زيات قاموسونه او په زيات زحمت چمتو سوي د لغتونو ليسټونه راڅخه ورک سوي او د کالونو کالونو خوارۍ مي عبس سوي دي.

د اتلس کالو کار او زحمت وروسته اوس په قاموسونه ټکی کام کي په ټوليزه توګه ۴۲ داسي قاموسونه آنلاين دي چي يوه ژبه يې پښتو او دويمه يې انګريزي، آلماني، ايټالوي، فرانسوي، هسپانوي، ترکي، ناروېژي، روسي، لاتيني، اندونيزيايي، هالندي، چينايي، سانسکريت، يوناني او يا داسي نوري دي. پر دغه پاڼه دمګړی نژدې يو اعشاريه يو مليون يا يولس لکه لغتونه د هغوی د زيات شمېر معناؤ سره آنلاين دي. په دغو آنلاين قاموسونو کي د مشهورو پښتو چاپي قاموسونو لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او نورو تر څنګ يو شمېر داسي قاموسونه هم سته چي ما پخپله د دغې پروژې په ترڅ کي ليکلي دي او يا مي د نورو ليکوالانو يا ادارو سره په همکارۍ جوړ کړي دي. البته ما هيڅکله له قاموسونه ټکی کام څخه تجارتي ګټه نه ده اخيستې، نه مي له کوم شخص او نه هم کومي دولتي يا غېر دولتي ادارې څخه ورته پيسې غوښتې يا ترلاسه کړي دي.

ما په تيرو اتلسو کالونو کي د پښتو زيات شمېر داسي لغتونه راټول کړي چي تر اوسه په هيڅ کوم قاموس کي نه دي راغلي. که زه وتوانېدم چي له يادو لغتونو او مخکني په قاموسونو کي موجودو لغتونو څخه جوړ سوی يو قاموس بشپړ کړم، نو دا به انشالله د پښتو تر ټولو لوی قاموس وي. ما پر دغه قاموس د تيرو زياتو کالونو راهيسي کار پېل کړی او ښايي زيات کالونه لا راڅخه کار وغواړي. د دې تر څنګ تر ۲۰ زيات نور قاموسونه چي يوه ژبه يې پښتو او دويمه ژبه يې نوري بهرنۍ ژبي دي، لومړۍ بڼې يې بشپړه سوي او د اصلاح کېدنې او وروسته آنلاين کېدنې په انتظار دي.

تکړه ځوان پروګرامر اجمل حمزه د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي له پاره د اندرويد او اېپل موبايل اېپس يا پروګرامونه هم جوړ کړي ول چي له بده مرغه اوس د تخنيکي ستونزو له کبله وران سوي دي. اجمل جان هم زيات مصروف دی چي دغه سيستمونه بېرته فعال کړي. خو زه د دغو اېپس د نوو بڼو جوړولو له پاره په هلو ځلو اخته يم.

که ووايم چي قاموسونه ټکی کام په پښتو وېبپاڼو کي له زياتو کارېدونکو وېبپاڼو څخه يوه ده، نو انشالله ناسمه ادعا به نه وي. په تيرو اتلسو کالونو کي په لسهاؤ مليونه واري په قاموسونه ټکی کام کي د لغتونو معناوي لټول سوي او اوس هم هره ورځ په لسهاؤ زره انسانان دغې پاڼي ته مراجعه کوي. خو له بده مرغه چي په ژوند کي د مسؤليتونو د زیاتېدو او زما د تخنيکي امکاناتو او پوهې د لا محدودېدو له کبله کارونه هغسي په چټکۍ پر مخ نه دي روان، لکه چي زما يې ارمان دی.

ستاسو په اجازه به زه درته په لنډه توګه د خپلې يوې بلې پروژې په تړاو هم معلومات درکړم کومه چي ما د پښتنو ماشومانو له پاره جوړه کړې ده. د دغې پاڼي نوم کوچنی ټکی کام دی چي ما تقريبا د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کي پېل کړه. دا ځکه چي له هيواد څخه د ليري ژوند کوونکي يو مسافر په توګه ماته ډېره مشکله وه چي د خپلو ماشومانو له پاره په پښتو ژبه د هغوی د عمر سره برابر کتابونه پيدا کړم. نو ما فکر وکړ چي کومه ستونزه چي زه لرم، نو خامخا به يې نور خلک هم لري. همدا ؤ چي ما د کوچنی ټکی کام په نوم پاڼه پېل کړه چي پکښي د ماشومانو له پاره خپل نکلونه، شعرونه او په همدې شان د نورو کسانو له خوا ليکل سوي نکلونه خپرول پېل کړل.
دغه پاڼه اوس نژدې يو اعشاريه درې مليون ځله لوستل سوې او هره ورځ ورته اوسطا ۲۵۰۰ کسان راځي او نکلونه پکښي لولي، اوري يا پکښي ويډيويي نکلونه ګوري.
دمګړی په دغه پاڼه کي تر ۳۰۰ زيات نکلونه په ليکلې، ږغيزه يا ويديويي بڼه آنلاين دي. البته د نکلونو ورزياتولو دغه پروسه لا نه ده بشپړه سوې او د وخت په تېرېدو به د دغو نکلونو شمېر نور هم زيات سي.

ټول مطالب چي ما په دغه پاڼه کي د ماشومانو له پاره انتخاب کړي او راټول کړي دي، هغوی داسي مطالب يا نکلونه دي چي ماشومان ورڅخه د خپلي مورنۍ ژبي د زدکولو تر څنګ د ژوند له پاره نور ګټور پندونه او درسونه هم زده کولای سي.

د کوچنی ټکی کام د پاڼي جوړښت داسي سوی دی چي ټول نکلونه يې ځانګړي ټېګونه لري او په دې توګه پر کاټيګوريانو وېشل سوي دي. د دغو ټېګونو په مرسته څوک د مثال په توګه د ځانګړو ليکوالانو نکلونه بېلولای سي، يا د ځانګړي عمر لرونکو ماشومانو له پاره غوره نکلونه بېلولای سي او يا هم د متن د اوږدوالي له مخي د نکلونو ځانګړی ليسټ جوړولای او لوستلای سي.

د دغې پاڼي ډيزاين داسي جوړ سوی چي پخپله ماشومان يې په آساني سره پر موبايل يا کمپوتر بېله دې چي ليک او لوست يې زده وي، پرانستلای سي. دا چي د دغې پاڼي زيات نکلونه ږغيزه يا ويديويي بڼه هم لري، نو واړه ماشومان هم ورڅخه ګټه پورته کولای سي.

زه په دې خوشال يم چي هره ورځ په لسهاؤ زره کسان د قاموسونه ټکی کام له وېبپاڼې څخه کار اخلي او اوسطا ۲۵۰۰ ځله له کوچنی ټکی کام څخه و خوږ ماشومانو ته په پښتو ژبه نکلونه لوستل کيږي.

د يادو دواړو پروژو له برياليتوب څخه موږ تاسو ته دا ثابتيږي چي که حتی زما په شان په اړونده ډګرونو کي يو غير مسلکي کس د کار ټينګه اراده وکړي نو د خپلي مورنۍ ژبي له پاره په يو ډګر نه په يو ډګر کي خامخا يوه ښېګڼه رامنځ ته کولای سي.

يادي دواړي پروژې موږ تاسو ته دا ثابتوي چي بېله دولتي او غير دولتي مرستو او بوديجې هم عملي کار کول ممکن دي.

خدای دي موږ تاسو ټولو ته وس راکړي چي په لومړي سر کي خپلو بچيانو ته د خپلې مورنۍ ژبي د زدکړې امکانات برابر کړو، ورته د ماشومانو له پاره د پښتو ژبي ادبيات ور وپېژنو، د پښتو د ليک او لوست ښوونه ورته وکړو او تر څنګ يې د نورو ټولو ژبو او ولسونو د احترام ډېوه هم په سينه کي ور بله کړو.

په دويم قدم کي بايد د زياتو خبرو پر ځای و عملي کار کولو ته ترجيح او زیاته توجه ورکړو.
ستاسو له حوصلې څخه يوه نړۍ مننه
تل آباد او خوشال اوسئ.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ نهمه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page