د تبليغاتو، اوهامو او اصلي طرحو توپير
له دې مخکي چي يوه نوې الوتکه خپل لومړی رسمي پرواز وکړي، په زرهاؤ انجينيران او کارپوهان له طرحې جوړولو، ډيزاين، تخنيک، ازموينو، جواز ترلاسه کولو او ګڼ شمېر نورو اړخونو باندي تر لسيزو پوري کار کوي. د نړۍ اقتصادي او نظامي قوتونه چي دغه ډول الوتکي او نور ورته ملکي او نظامي تجهيزات جوړوي، ايا هغوی د نړۍ نظام، سوله او جګړې د يادې بېلګې برعکس تصادف او د حوادثو پر اساس چټکو غبرګونونو ته پرېښوولای سي؟
د تبليغاتو، اوهامو او اصلي طرحو توپير
د (نا)پېيلو رسنيو تبليغات، د ولسي کسانو اوهام او سياسيونو ادعاوي يو شی دی او د پردې شاته د هرې جګړې حقايق بل شی دي. په داسي يوه نړۍ کي چيري چي د محدود شمېر نظامي او اقتصادي قوتونو پر وسايلو سره سيالي وي، هلته نژدې د هرې جګړې پېل، ادامه او توقف د اصلي طراحانو په لاس کي وي. ډېره مهمه ده چي په دې ترڅ کي د طراحانو، ونډه اخيستونکو او جګړه کوونکو او پلي کوونکو تر منځ فرق وسي.
هره جګړه هغسي پلانيږي لکه مخکنۍ بيلګه کي چي مو د يوې الوتکي جوړېدنه ياده کړه. په داسو طرحو کي د امکان تر حده پوري ټولو اهدافو، مصارفو، ممکنه بشري او اقتصادي زيانونو، ممکنه جرياناتو او په همدې شان ممکنه پايلو او پر وخت غبرګونونو ته محاسبه کيږي او د دغو پر اساس اوږدمهالې طرحي جوړيږي. د دغو قدرتونو د څلورو يا پنځو کالو له پاره (ټاکل سوي) حکومتونه، لومړي وزيران يا ولسمشران په يو شمېر موضوعاتو کي د لنډمهاله پاليسيو جوړولو دنده په غاړه لري، خو داسي نه ده چي هر نوی حکومت اوږدمهاله په زياته بهرنۍ پاليسي هر څو کاله نوې طرحه او جوړه کړي.
ايا په افغانستان کي به جګړه په دوامداره توګه پای ته ورسيږي که نه؟ د يادو دلايلو پر اساس څوک کولای سي چي ووايي چي د دې پوښتني جواب ښايي د هغه وروسته ممکن وي چي لومړی لاندني سوالونه جواب سي:
يو څو مهمي پوښتني
ـ تر اوسه د افغانستان په جګړه کي زيات فکري، معنوي، ځاني او مالي تاوان چا ته اوښتی دی؟ حتی که اوس دغه جګړه ختمه هم سي، ګټونکی به د يادو ګټو او تاوانونو د حجم پر اساس څوک وي؟
ـ د جګړې د اصلي طراحانو پلان به د افغانستان د راتلونکې لسيزي/لسيزو په هکله څه وي؟
ـ که د طراحانو نيت د دې وروسته هم جګړه وي، نو ايا هغوی داسي سولې ته مجبوره کېدلای سي چي پکښي د دوی اوږدمهالې ګټي لومړيتوب ونه لري؟
ـ ايا طراحان د دې اجازه ورکولای سي چي افغان ولس داسي کس يا ډله ځان ته وټاکي چي ورته د افغانستان ملي ګټي لومړيتوب ولري او د طراحانو لېوالتياوي او د تيرو لسيزو پانګونې او هلي ځلي د ګواښ سره مخامخ سي؟
ـ دمګړی ټولې نخښي پر دې دلالت کوي، چي ښايي پر ايران جګړه رامنځ ته سي. ايا په داسي صورت کي به ښکېل اړخونه خپله زور ازموينه د افغانستان په شمول نورو سیمو ته د غځولو هڅه ونه کړي؟
ـ تيرو لسيزو ته په کتو سره ايا ګاونډي هيوادونه د خپل زيات نفوس، زيات نفوذ او نورو دلايلو پر اساس د لويو قدرتونو د مثبتې همکارۍ څخه زيات برخمن سوي او که افغانستان؟ ايا په راتلونکي کي به دغه لومړيتوبونه تغير وخوري؟
ـ ايا افغانانو په خپل ټول تاريخ کي يوه جګړه هم په داسي توګه ګټلې چي ورته اوږدمهاله او دوامداره ګټه يې رسولې وي؟
هر افغان کولای سي چي پورتنيو پوښتنو ته د جواب موندلو کوښښ پخپله وکړي او يا يې ونه کړي. هر څوک کولای سي چي بيا د خپل شخصي عمل او تګلارې په تړاو پخپله پرېکړه وکړي، چي ايا آينده به هم د بل په طرحه سوي پلان کي د لوبغاړي په توګه مستقيمه يا غير مستقيمه ونډه اخيستلو ته ادامه ورکړي که نه.
ايا په افغانستان کي به جګړه ختمه سي؟ ښايي يو عام افغان وګړی د دې جوګه نه وي چي د جګړې پر ادامه يا بندېدو اغېز ولري، خو دا پرېکړه بالکل پخپله کولای سي چي بلا استثنی د جګړې د هر اړخ او هر استدلال ضد واوسي. ښايي په اوږدمهاله توګه دغه ډول فکر د جګړو په مخنيوي کي مرستندوی ثابت سي. که داسي هم ونه سي نو حد اقل د دغه کس ضمير به آرام وي.
احمدولي اڅکزي، د ۲۰۱۹ کال د اګست دوهمه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: