کاشکي يې زموږ سره کامپاين کولای.
شرف: سلام عليکم اڅکزی صاحب، جوړ پخير
احمدولي: وعليکم سلام، ستړی مه سې، جوړ پخير، کورنۍ دوستان جوړ دي؟ وطن کي خيريت دی؟
شرف: شکر د الله احسان دی. اڅکزی صاحب بيخي ډېر وخت وروسته دي بيا وينم. ښه سو چي حد اقل د استقلال د ګټلو سلمې دغې کليزي ته راغلی يې. نن سبا په څه کارونو اخته يې؟
احمدولي: هغه چي وايي فلانکی له ډيري بيکارۍ څخه ډېر مصروف دی، نو بس زما دا همداسي وبوله.
شرف: نه اڅکزی صاحب، ماشالله تاسو خو ډېر کار کوئ. پر ټولو ډېر ګران يې او ټول درته احترام لرو، ماشالله ډېر علمي کارونه مو کړي دي.
احمدولي: ستاسو مهرباني ده شرف صاحبه، الله دي ما په رشتيا داسي ښه کړي لکه چي تاسو زما په هکله فکر کوئ چي ستاسو په مينه وارزم. خو يوه رشتيا او غيري تشريفاتي خبره به هم درته وکړم او هغه دا چي نه په والله که عالم يم، نه په والله که منظم يم او نه په والله که ګړندی يم. د الله عاجز امي او ټمبل بنده يم. ما خو خپلې غاړي پخوا هم درته خلاصي کړي او دا دی بیا يې درته خلاصوم.
شرف: نه نه اڅکزی صاحب، پر موږ ډېر ګران يې او راته ستاسو ټول فعاليتونه معلوم دي. دا پروند مو لا د دوستانو په مجلس کي ستاسو خبري وکړې. ما ويل اڅکزی صاحب نور ښه سړی دی خو...
احمدولي: هاهاها، خو...؟!
شرف: خو... هاهاها... خو کاشکي د بابا د مخالفينو څخه نه وای؟ کاشکي يې زموږ سره کامپاين کولای.
احمدولي: ګرانه وروره، لومړۍ خبره خو دا چي زه د هيڅ چا مخالف نه يم. زه د هيڅ سياسي ډلې نه غړی يم او نه هم هيڅکله د کومي سياسي ډلې غړی اوسېدلی يم. زه نه د چا له پاره مثبت تبليغ کوم او نه هم د چا پر ضد منفي تبليغ کوم. دويمه خبره دا چي زه حتی د رايه اچولو حق او امکان لا نه لرم. بله خبره دا چي زه يم څوک؟ نه پيسې لرم، نه د کوم قوم مشر يم، نه بل کوم داسي اغېز او نفوذ يا ورته شی لرم، نو زما ملاتړ او يا مخالفت به چا ته څه ګته او تاوان ورسوي؟
شرف: يا اڅکزی صاحب، زه ستاسو ليکنې لولم. پر بابا مستقيم تنقيد نه کوئ خو ټوله خبري مو د هغه پر ضد وي.
احمدولي: شرف صاحبه، نه پوهېږم چي تاسو کومه ليکنه يادوئ. لکه ما چي عرض وکړ، زه د هيڅ چا مخالف يا پلوی نه يم. زه فکر کوم چي انشالله تر زياتي اندازې په خپله ناپوهي نه تجربه او نه امکاناتو خبر يم او ځان راته تر هغه ښه نه معلوميږي لکه يم چي. خپل اوقات او حيثيت رامعلوم دي. ليکن د خپلې ټولې ناپوهۍ تجربه نه لرنې او امکاناتو نه لرو باوجوده هم د ځان له پاره او هم د بل هر انسان له پاره دا حق ته قايل يم چي بايد بېله قيد و شرط څخه خپل نظر څرګند کړلای سي. بل زه په دې نظر يم چي څوک بايد هميشه تور ته تور او سپين ته سپين ووايي.
شرف: اڅکزی صاحب، بعضي وخت رشتيا ويل تاوان کوي. اوس خو وضعيت ډېر حساس دی. که څوک د بابا ملاتړ نه کوي نو حد اقل داسي څه دي نه پسي وايي او نه دي يې پسي ليکي چي هغه ته تاوان ورسوي. ايا د هغه بل بديل وينئ؟
احمدولي: زما په فکر چي موږ تاسو تر زياتي اندازې په دې باره کي په خوشفهمۍ او سوی تفاهم اخته يو کله چي پر فيسبوک يا کومه انټرنټ پاڼه د خپلې ليکنې يا تبصرې په هکله فکر کوو چي يا به چا ته ګټه یا تاوان ورسوي. د افغانستان اکثريت وګړي فيسبوک خو پرېږده په کافي اندازه پاکي اوبه نه لري. بله خبره دا چي دا خو د يوې ټولنې د غنا او اصلاح سبب کيږي چي پکښي بېل نظرونه موجود وي او هر څوک دې ته نه وي مجبوره چي پر خپل فکر او خپله عقيده او ضمير به پښه ايږدي او هغه نظر به خپل بولي چي املا يې نور کسان يا ډله ورکوي.
شرف: وبخښئ اڅکزی صاحب، خو ستاسو په دريځ بيا هم نه سوم پوه. نو چي تاسو د هيڅ کوم کانديد ملاتړ نه کوئ او ستاسو په وينا تخريب يې هم نه کوئ، نو څه غواړئ؟ ايا بيا د طالبانو امارت غواړئ چي ښځي په چلاقو وهي او د نارينه ؤ ږيرو ته خط کشونه ونيسي؟
احمدولي: نن د جشن ورځ ده، بيرېږم چي داسي نه چي بحث مو په دايره او حلقه کي ولويږي او دلايل مو تکراري نسي. تاسو پوښتنه وکړه چي زه څه شی غواړم. جواب يې دا دی چي زه د يو عام ولسي کس په توګه اول سوله او د افغانانو تر منځ داسي تفاهم غواړم چي په پايله کي يې داسي يو هيواد ولرو چي د ټولو افغانانو کور وي، پکښي د ټولو حقونه او مکلفيتونه برابر وي، بد خلک پر واک نه وي او کار اهل کار ته پکښي سپارل سوی وي. پاته سوه د دوو يا درو يا زياتو اړخونو تر منځ خامخا د يو اړخ داسي ملاتړ کول لکه چي چا نعوذ بالله ورباندي ايمان راوړی وي او حتی د بدو او منفي اړخونو څخه يې هم څوک دفاع کول پر ځان فرض او واجب وګڼي، نو زما په فکر ګټور کار نه دی. پاته سوه د ډاکټر صاحب د مخالفت يا پلويتوب خبره. نو زه په دې نظر يم چي که يو څوک د يو چا حقيقي ملاتړی او خواخوږی وي، نو ورته په رغنده توګه د هغه نيمګړتياوي ورښودل د هغه سره لويه ځواني او کومک دی. غوړه مالان هم د ټولو اړخونو په تاوان وي ځکه چي رغنده خبره نه کوي. خو زما په فکر د اصلاح هدف ته رسېدلو له پاره د تنقيد پر لاره تېرېدل حتمي دي.
شرف: ښه اڅکزی صاحب، نور دي نه په عذابوم. صرف دا راته وواياست چي څه کول په کار دي؟
احمدولي: کاشکي زما په دې سر خلاص وای چي څه کول په کار دي. البته د خپل ځان په هکله درته ويلای سم چي زه د ځان له پاره د ښه او بد تر منځ د فرق کولو دا شرط نه ايږدم چي څوک زما سره همنظره او څوک راسره په اختلاف نظر کي دی. زه داسي هم نه کوم چي ووایم چي هر څوک چي زما په شان سياسي يا نور نظر لري، هغه ښه دي او خدای مه کړه نور ټول خراب دي. زه دا کوښښ هم کوم چي هر څه پر تور او سپين ونه وېشم ځکه چي زيات وخت د مهمو پوښتنو جوابونه په خړو رنګونو کي وي. يا په نورو الفاظو تفاهم هغه غوره لاره ده.
شرف: هاهاها اڅکزی صاحب ځان دي راڅخه خلاص کړ. راځئ چي اوس تالار ته دننه ورسو.
دغه مکالمه مي د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۷مه نېټه د آلمان د کولون ښار ته نژدې په هيورت کي د افغانستان د استقلال د بيا ګټلو د سلمي کليزي د لمانځنو تر څنګ د يو افغان سره ولرله. د دغه ملګري له پاره مي دلته مستعار نوم کارولی او د مکالمې دغه پروتوکول سل په سل کي د اصلي مکالمې نقل نه بلکه تقريبي شکل دی.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۸مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: