د افغانستان نوي ساختماني «فاجعې» (دويمه برخه)

د افغانستان نوي ساختماني «فاجعې» (دويمه برخه)
بيا رغونه که پر کلتوري ميراثونو تېری؟!

تعقيب: د کندهار د اطلاعاتو او کلتور پخواني رئيس ښاغلي استاد حضرت ولي هوتک صاحب څخه مي د برج په هکله پوښتنه وکړه چي جواب يې د ليکنې په پای کي په انځور کي ليدلای سئ. په دې تړاو که نور معلومات په لاس راځي نو د مقالې په پای کي به يې ورسره اضافه کولو ته ادامه ورکړم.

د کلتوري ميراثونو مدريت
په مهندسۍ او تعميراتي ساحه کي د کلتوري ودانيو د ساتنې څانګه او علم خپل ځان ته ځانګړي کارپوهان او مسلکي کسان لري چي زيات وختونه د تاريخپوهانو سره په همکارۍ کار کوي. په اکثرو هيوادونو کي د هيواد د کلتوري چارو يا ورته يو ځانګړی وزارت يا اداره د دې مسؤليت په غاړه لري چي په هيواد کي هغه ودانۍ او تعميرونه وپېژني او ثبت يې کړي، چي د دغه هيواد يا حتی سيمي او نړۍ د کلتور او تاريخ له پاره مهم دي او چي له دې کبله بايد راتلونکو نسلونو ته وساتل سي. په انګريزي ژبه دغه ساحې ته «Cultural heritage management» ويل کيږي چي په پښتو ورته «د کلتوري ميراثونو مدريت» ويلای سو. په هر هيواد کي بايد اړونده ادارې موجودي واوسي چي د کلتوري ميراثونو د بيا رغولو اصول يې وضحه کړي وي. اړونده ادارې او چارواکي د دغو اصولو د پلي کېدو، کنټرول او اداره کولو مسؤليتونه په غاړه لري.

په دغه لنډه ليکنه کي به د دغې ساختماني ساحې سره تړلو مسلکي تفصيلاتو څخه تېر سم او په لنډه توګه به په افغانستان کي د «کلتوري ميراثونو د مدريت» موضوع او ورسره تړلو ګواښونو ته د لوستونکو پام راوګرځوم.

د کندهار د مينا برج

نن (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۴مه نېټه) مي د کندهار په پنځمه ناحيه کي د «مينا برج» په نوم تاريخي څلي د بيا رغول کېدنې انځورونه وليدل او له خواښينۍ او حيرانتيا څخه ګوته په غاښ پاته سوم. دا ځکه چي د مينا برج چي په کچه يا اومو خښتو او خاورو جوړ سوی څلی ؤ اوس داسي بېرته رغول سوی چي نه يې رنګ اصلي حالت ته پاته دی او نه يې د بيا رغونې پر وخت کارول سوي تعميراتي مواد ښايي هغه وي لکه د اصلي څلي د جوړېدو پر وخت چي کارول سوي ول. که دا کار په رشتيا هغسي د اصولو خلاف تر سره سوی وي، لکه چي زه يې بېره لرم، نو دا به په رشتيا ډېره د خواښينۍ وړ خبره وي. دا ځکه چي که د کلتوري ميراثونو د بيا رغونې پر وخت اړونده اصول مراعت نه سي، نو د دغه کلتوري ميراث ارزښت له منځه ځي.

د بيا رغونې اصول

د تعميراتي کلتوري ميراثونو د رغولو يو له ساده او حتمي اصولو څخه دا دی چي د امکان تر حده بايد هڅه وسي چي رغول کېدونکی تعمير يا ودانۍ بايد بېرته په داسي توګه ورغول سي چي خپل اصلي څرنګوالی له لاسه ورنکړي. د اصلي څرنګوالي څخه مقصد دا دی چي د دغه ودانۍ باندنی شکل، رنګ، تعيميراتي مواد، د تعميراتي کارونو پر وخت په کار اچول کېدونکي وسايل او د کار طرز ټول بايد هغسي وي لکه د اصلي ودانۍ د جوړېدني په وخت کي چي په کار اچول سوي ول. يعني که اصلي ودانۍ له اومو خاورينو خښتو څخه جوړه سوې وه، نو بايد د بيا رغونې پر وخت يې اومې خښتې بالکل په هغه توګه جوړي کړل سي لکه پخوا چي جوړېدلې او کوښښ وسي چي حتی هغه خاوره استعمال سي چي د اصلي ودانۍ د جوړېدنې پر وخت کارول سوې وه. په دغه توګه بايد هيڅ داسي تعميراتي مواد ونه کارول سي چي د اصلي ودانۍ د جوړولو پر وخت موجود نه ول.

د شتاتيک (علم السكون) يا نورو دلايلو پر اساس په يادو اصولو کي استثناوي هم ممکني وي. خو د دغه ډول استثناؤ دقيق څرنګوالی بايد د مسؤلې ادارې د کارپوهانو سره په ليکلې توګه مخکي له مخکي فيصله سوی وي. 

ياد اصول بالکل هغسي دي لکه د مثال په توګه کوم زوړ او تاريخي موټر چي بېرته رغول کيږي نو کوښښ کيږي چي د همدغه وخت د همدغه ماډل اصلي پرزې پيدا سي او ور واچول سي. دې ته پام کيږي چي هغه ماشين چي په دغه موټر کي ؤ هغه ورغول سي او يا د همدغه ماډل بل موټر ماشين ورواچول سي. خو که د مثال په توګه موټر له باندني شکل او باډۍ څخه سل کاله زوړ وي خو په منځ کي يې د نن ورځي جوړ سوی ماشين نصب سوی وي، نو دغه موټر خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

خدای دي وکړي چي زه خطاوتلی يم او د مينا برج د رغولو پر وخت د کلتوري ميراثونو د رغولو اصول په پام کي نيول سوي وي. خو که زما اندېښه پر ځای وه او اړونده اصول له پامه غورځول سوي ول نو بيا د مينا برج رغول سوی نه دی، بلکه د مينا د برج يو داسي نوی نقل جوړ سوی دی چي هيڅکله د اصلي ځای نه سي نيولای.

خدای دي وکړي چي د افغانستان په نورو برخو کي د تاريخي او کلتوري ميراثونو د رغول کېدنې پر وخت اړونده اصول موجود او معلوم وي او خدای دي وکړي چي دغه اصول هميشه په پام کي هم نيول سوي وي او د دې وروسته هم په پام کي ونيول سي.

نن مي دا پوښتنه هم په زړه کي ګرځي راګرځي چي د دارلامان ماڼۍ به يې څنګه رغولې وي؟ د احمدشاه بابا د کور ودانۍ، د زوړ کندهار زړې ناحيې (د افغانستان د نورو سيمو د تاريخي ځايونو) او د ساتنې وړ نورو ودانيو او جوړښتونو په هکله کوم پلانونه وجود لري؟   
دغه لنډه ليکنه په دې ادعا نه خپريږي چي ګواکي د پلټنو او علمي څېړنو وروسته ليکل سوې وي. بلکه د دغې ليکنې مقصد صرف د دې پوښتنې مطرح کول دي چي ايا زموږ د کلتوري ميراثونو د رغولو پر وخت اصول مراعت کيږي او که نه؟ ايا دغه اصول د اړونده ساحې د نړيوالو اصولو په چوکاټ کي دي که نه؟ 

انجينير احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۴مه نېټه
پاريدو اېنډ اچکزی آرکيټېکچر، وپرتال، آلمان
https://paarchi.com

د دغې لړۍ لومړۍ برخه پر لاندني لينک لوستلای سئ:
د افغانستان بې کفايته او «بدرنګه» ودانۍ
https://bit.ly/2U0CmVA


  

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page