موسکا: اې انجلۍ ټکي مه رژوه، دا نيويارک نه دی افغانستان دی افغانستان...

 دلاوره: ته دا دروازه لږ پيش که چي يو خبر درسره وکوم.
موسکا: خبر نه خبره! تا خو نور مذکر مؤنث ټول سره ګډ وډ کړي دي.
دلاوره: موسکر موثنث بيا څه شی دی؟
موسکا: مذکر معنی نارينه او مؤنث مانا ښځينه. مثال لکه خبره مؤنث لغت دی او سړی مذکر لغت دی. خبره راغله سړی راغلی...مؤنث... مذکر...
دلاوره: مؤنث؟! موسکر!
موسکا: هو، مؤنث او مذکر
دلاوره: ښه دا د پښتو موسکر او موثنث دي پرېږده، د خپل موسکر کيسه دي راته وکړه. چيري دي ليدلی دی که نه؟
موسکا: اې انجلۍ ټکي مه رژوه، دا نيويارک نه دی افغانستان دی افغانستان...
دلاوره: افګانستان دی افګانستان... نو څه دي چي افګانستان دی. د چا سره چي څوک ټول ژوند کول غواړي نو بايد ليدلی يې وي که نه؟
موسکا: کله چي يې مور په مرکه راغلې وه نو عکس يې راوړی ؤ. بس دغسي انسان دی لکه زه او ته او نور.
دلاوره: دغسي انسان دی لکه زه او ته؟!! عکس يې نه ښيم ليونۍ. زما مخست دا ؤ چي چيري دي خبر مبر ورسره کړی دی که نه؟
موسکا: توبه توبه، دا څه افلاتي وايي اې انجلۍ. زه درته وايم دا نيويارک نه دی. خبره مبره به هغه وخت ورسره کوم چي واده تېر سي دخيره.
دلاوره: بيخي عجب خبر دی. خلک آسمان ته وختل او افګانستان کي انجوني د موسکر سره د واده وروسته خبري کوي.
موسکا: ګوره دلاورې جاني، ته مي يوازي د اکا لور نه يې بلکه خوارخونده مي هم يې. نو ځکه درسره دا خبري کوم. زه بيخي خوشاله يم او هيڅ پرابلم نه لرم. زه خو وايم الله دي ژر ستا او د دا نورو ټولو انجونو کورونه هم در جوړ کړي.
دلاوره: زه دې ته حيرانه يم چي دا کور څنګه جوړيدلای سي چي چا يو بل نه وي ليدلی او نه يې وي پېژندلی؟
موسکا: ستا پلار د واده تر مخه ستا د مور سره مجلسونه نه ول کړي، نه زما پلار زما د مور سره مجلسونه کړي ول. خو هغه دي سره خوشاله دي او کورونه يې جوړ دي.
دلاوره: هغه پخوا وخت ؤ. اوس دنيا بدل سوی دی.
موسکا: ګوره دلاروي جاني، دا زموږ ژوند چي دی، دا کوم هندي فلم نه دی. نه د چا سره په يو ساعت دوو ساعتو يا څو مياشتو مجلسونو ته هغه ښه پېژندلای سې. دا ستاسو په امريکا کي چي هر دويمه جوړه طلاق سره اخلي، نو هغوی خو به د واده څخه تر مخه يو د بل سره ښه ډېر مجلسونه کړي وي او هغه ستا په وينا يو بل به يې سره پېژندلي وي، نو بيا يې ولي کورونه بېرته خرابيږي؟
دلاوره: نو ته څه خبر يې چي ستا موسکر سمي خبري کولای سي که ګونګی دی؟ څه شي يې خوښ دي څه شي يې نه دي خوښ؟
موسکا: د دې څخه تر مخه چي شيريني ورکړي، زما پلار او ورونو په هلک پسي پوښتنې ګروېږني کړې وي. بيا يې هغه راغوښتی ؤ او ورسره مجلس يې هم کړی ؤ. نو که د الله رضا وه انشالله هر څه به ښه وي.
دلاوره: هو، زه هم اميد لرم چي هر څه به ښه وي. خو بايد دا شيان تغير سي. ګوره دلته ښځه هيڅ حقونه نه لري.
موسکا: ټول حقونه لري. ولي يې نه لري؟
دلاوره: تا دنيا نه ده ليدلې په دغه داسي ليونۍ ليونۍ خبري کوې.
موسکا: تلويزيون، انټرنټ او راډيو دا ټول شيان خو و ټولې دنيا ته کړکۍ دي. تر دغو کړکيو خو ما هم ټوله نړۍ ليدلې ده. منم چي په افغانستان کي ډيري ستونزي سته. خو دا معنی دا نه چي هر شی خراب دی. ته وا ښځه حقونه نه لري. وګوره زما پلار څنګه زما د مور څخه بيريږي، خوارکی!! هاهاها
دلاوره: مسخرې پرېږده. زه رشتيا وايم. ګوره ښځه ملا کيدلای لا نه سي او نارينه ؤ ته لمونځ نه سي ورکولای. هغه پرېږده حتی مسجد ته لا نه سي تللای.
موسکا: تا پخپله اوس مسخرې شروع کړې. دا څنګه چپه و رسته خبري کوې. توبه نعوذ بالله دا به لمونځ وي که ناټک؟!
دلاوره: ناټک څه شی دی؟
موسکا: ناټک معنی طنزي ډرامه. ناټک معنی په اصلي ژوند رخشند وهل. ناټک معنی خپل اقدار پرېښودل او د بل ايکټونه او تمثيل کول.
دلاوره: ناټک جان، پوه سوم چي ناټک څه شی دی. خو ولي ښځه د نارينه ؤ په رکم مساوي حقونه نه لري؟
موسکا: داسي مساوي حقونه يادوې لکه ستاسو په غرب کي چي دي؟ اکثره ښځي کار په رضا نه بلکه له مجبورۍ کوي او بيا هم د کور چوپړک وهي.
دلاوره: شوپرک څه شی دی؟ معنی هغه حيوان؟
موسکا: يا، چوپړک وهل معنی د کور کارونه کوي. په غرب کي خو ښځي د بازار او روزګار کار کوي او هم يې د کور کارونه په غاړه وي. تنخواوي يې تر نارينه ؤ کمي وي او پر لويو چوکيو هم د هغوی تعداد کم دی. دلته خو که نيستي وي که هستي وي، ښځه د کور ملکه وي، ملکه.
دلاوره: پاچهي به ولي صرف نارينه پاچا کوي او ملکه به ولي صرف ملکه وي، ها؟ ولي به ملا صرف نارينه وي او ښځه به نه وي؟
موسکا: موږ مسلمانان په دې عقيده يو چي علم پر نر او ښځي فرض دی. نو په دې لحاظ بايد هم نر او هم ښځه سبکونه ووايي او هم په دنيا او هم په دين ځان خبر کړي. اسلام او هم په دې شان زموږ د هيواد قانون او دستور پخپله ښځو ته زيات حقونه ورکړي دي کوم چي په عمل کي له بده مرغه اکثرو ښځو ته نه ورکول کيږي. زما په فکر که يو څوک د دغو ښځو سره مرسته کول غواړي نو بايد اول هغه حقونه ورته وغواړي چي اسلام او د هيواد قانون او مثبتو کلتوري او ځايي اقدارو ورکړي دي. دا نور د غرب د فيمينيزم او د اسلام ضد بابولالي په افغانستان کي د ګټي پر ځای تاوان رسوي. موږ اوس لا پر ډيرو بيلو برخو سره ويشل سوي يو. اسلام دين په افغانستان کي هغه وروستی شی دی چي دا خلک يې يوځای سره ساتلي دي. غرب دي په دغه وروستي يو کوونکي څيز لاسونه نه وهي. بل که مو په خپل غربي فيمينيزم د نارينه او ښځي تر منځ هم نفاق او جګړه پسي رامنځ ته کړه، نو بيا خو به هيڅ شی هم نه سي راپاته.
دلاوره: سمه ده سمه ده، راځه اوس دباندي ورسو چي زما د مور موسکر نعرې راوهي... هاهاها
موسکا: د ښادۍ امريکايان سئ! هاهاها
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲۰مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page