د مرغۍ کوچنی چيچی مور ته ګویان سو
نن ته مه ځه ګراني مور په دې بيان سو

 د مرغۍ کوچنی چيچی مور ته ګویان سو
نن ته مه ځه ګراني مور په دې بيان سو
ده ويل کله چي ته نه يې زما ګرانې
سخت بيرېږم سخت ډارېږم مهربانې
داسي نه چي مارګی راسي او ما تېر کړي
يا ښکاري يو بل حيوان مي تر غاښ زېر کړي
مور ويل ګرانه چيچيه بې وزره
باز مرغۍ ده که عقاب او که کوتره
که زمری دی که ګيدړه او که فيل دی
په حصول د رزق به وځي چي کفيل دی
خپل بچي بايد ماړه کړي چي واړه وي
که ګرمي وي که باران او که ساړه وي
رب ويلي رزق هر چا ته رسومه
نس لرونکي چي دي ټوله مړومه
هر مرغه ته رب ساتلې يې دانه ده
خو له ځالې نه بېرون چيرته پرته ده
زه چي ځمه په تلاښ د خوراکونو
تا سپارمه پر څښتن د ټول واکونو
رزق هغه ته به رسيږي چي تلاښ کړي
ناست پر کور سړی به وږی ځان به لاښ کړي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر ۲۲مه نېټه، بون

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page