د سيد ظهور شاه هاشمي بلوڅي قاموس آنلاين سو
د بلوڅي د ښايستې او خوږې ژبي مينه والو ته زېری ورکول کيږي چي د قاموسونه ټکی کام پروژې www.Qamosona.com د «سيد ګنج» په نوم بلوڅي بلوڅي قاموس آنلاين کړ. دغه قاموس پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د Sayed Ganj Balochi Glossary [Sayad Zahoor Shah Hashmi] تر عنوان لاندي موندلای سئ. دغه قاموس چي د بلوڅي ژبي د لوی عالم او منل سوي ليکوال عاليقدر او فاضل سيد ظهورشاه هاشمي صاحب له خوا څو لسيزي تر مخه ليکل سوی دی، د بلوڅي لومړی بشپړ قاموس بلل کيږي چي پکښي نژدې ۱۷۰۰۰ بلوڅي لغتونه په بلوڅي ژبه ژباړل/تشريح سوي دي.
دا لومړی ځل دی چي قاموسونه ټکی کام آنلاين پروژه يو داسي قاموس آنلاين کوي چي غير پښتو دی. په اصل کي دغه پروژه صرف پر پښتو قاموسونو کار کوي او صرف هغه قاموسونه وړاندي کوي چي حده اقل يو اړخ يې پښتو وي. په دې توګه نو د بلوڅي ژبي دغه قاموس د دغې پروژې له پاره لومړۍ استثنی ده. د قاموسونه ټکی کام د وېبپاڼي تر څنګ دغه قاموس د قاموسونه ټکی کام په ځانګړي موبايل اېپ کي هم ور اضافه کړل سوی دی چي په وړيا توګه د اندرويد موبايلونو له پاره له پلې سټور څخه داونلود کيدلای سي. دغه اېپ پر لاندني لينک داونلود کولای سئ:
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.development.wdtec.quamosona
هغه دوستان چي غواړي په خپل اېپل آی فون يا بل کوم موبايل کي د قاموسونه ټکی کام له خوا آنلاين سوی دغه يا نور قاموسونه په ښه توګه وکاروي، هغوی دي پر لاندني لينک قاموسونه پاڼه پرانيزي او استعمالوي دي يې.
https://Qamosona.com/G
ما د قاموسونه ټکی کام د پروژې د مسؤل په توګه د زيات وخت راهيسي په شخصي توګه دا هيله لرله چي يو وخت بلوڅي قاموسونه هم آنلاين کړلای سم. هيله ده چي د «سيد ګنج» قاموس آخري بلوڅي قاموس نه وي چي پر دغه پاڼه آنلاين کيږي. زه به انشالله پوره هڅه وکړم چي د نورو زړو او مخکي لا موجودو بلوڅي قاموسونو و ديجيتل او آنلاين کولو ته امکانات پيدا کړم. د دې تر څنګ به خپلو هڅو ته ادامه ورکړم چي د قاموسونه ټکی کام آنلاين پروژې په ترڅ کي نوي بلوڅي قاموسونه هم جوړ کړلای سم.
د دغه قاموس په آنلاين کولو سره زه د بلوڅي ژبي او په زياته د بلوڅانو سره خپله مينه اظهاروم. ما د بلوڅانو په ګاونډيتوب، ملګرۍ او همصنفيتوب/ټولګيواليتوب کي زيات کالونه ژوند کړی او ورڅخه ډېري ښې خاطرې لرم او له ميني څخه يې منندوی يم.
د بلوڅي د دغه قاموس په آنلاين کېدلو سره په قاموسونه ټکی کام کي د ټولو قاموسونو شمېر ۴۴ ته ورسېد او پکښي د ټولو لغتونو شمېر نژدې دولسو لکو يا يو اعشاريه دوه مليونه ته رسېدلی دی.
د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی www.Qamosona.com
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ دويمه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: