موږ د دغو حيوانانو بولي چښو او ورته د تبرک په سترګه ګورو.
د افراطيت په نړيواله سيالي کي يو برخه وال هغه بل ته په خورا کبر وويل: موږ دومره افراطيان يو چي غوا او غوايي راته مقدس دي. کله چي پر موږ کومه وبا، ناروغي يا بل ډول بيره راسي نو موږ د دغو حيوانانو بولي چښو او دغو بولو ته د تبرک په سترګه ګورو.
د دغې سيالۍ يو بل ګډونوال ورته وويل: موږ بيا دومره افراطيان يو چي حتی لېوانو او خنځيرانو ته قصيدې وايو، چاپلوسي يې کوو، په دفاترو او کورونو کي يې انځورونه ځړوو او آن دا چي حتی رايي ورکوو او خپل مشران يې ټاکو.
لومړي سيال ورته وويل: که رشتيا داسي کوئ نو بيا خو تاسو افراطيان ميفراطيان نه ياست بلکه «يو بل شی» ياست. موږ افراطيان ضرور يو خو خدای دي مو دا ستاسو له حال څخه وساتي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۴مه نېټه، بون
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: