چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم (۷ مه برخه)
چټک، ارزانه، خو بې کفايته ژورناليزم
(۷ مه برخه)
ليکونکی: احمدولي اڅکزی
دا چي انسان کار کوي، ډوډۍ خوري، جنسي اړيکه نيسي،... دا ټول کارونه به انسان نه کولای، که يې په دماغ کي د «Nucleus accumbens» په نوم ځانګړی ځای نه درلودلای. د دماغ دغه برخې ته د «انعام ورکونې» برخه هم ويل کيږي ځکه چي د دوپامين او نورو هارمونو په مرسته موږ ته د خوشالۍ، آرامۍ، اطمنان، فخر... مثبت احساس راکوي.
کله چي څوک کوچنی سپی روزي نو هغه په لومړي سر کي ډېر سرکښه وي او امرونه نه مني. خو که څوک ورته څرګنده کړي چي د هر منل سوي امر او مطلوب عمل په بدل کي ورته د هغه د خوښي د نوک په اندازه وړه د غوښو ټوټه/هډوکی/بسکوټ... ورکول کيږي، نو هغه ډېر ژر د امرونو عملي کول زده کوي.
لايک ولي مهم ګڼل کيږي؟
سپي ته د وړې ټوټې غوښي ورکولو په مرسته د هغه د تابعدار کولو او د دغه ليکنې د عنوان تر منځ څه اړيکه سته؟
اړيکه يې دا ده چي په خواله رسنيو کي د ملګرو شمېر/لايکونه/زړونه او د پوست د شېر کول کېدنې او يا ريتويت کېدنې شمېرې د دغو رسنيو د کارونکو له پاره د خوشالۍ/اطمنان د پټ احساس سبب ګرځي او هر لايک يې د دماغ «Nucleus accumbens» تخنوي چي دوپامين جوړ کړي. که داسي نه وای نو به ولي حتی «معتبرو رسنيو» خپلو د خواله رسنيو پوستونو ته داسي عناوين ورکولای لکه «په هند کي ولي ماشوم له زېږېدو وروسته وخوړل سو؟». دا ځکه چي دغه رسنۍ چي کومي انټرنټ پاڼي چلوي، هغه چي هر څومره د کتونکو لخوا زياتي لوستل کيږي يا ورباندي کليکونه کيږي، هومره يې په اصطلاح کار «بريالی» وي. د بې کفايته او باکفايته ژورناليزم او رسنۍ تر منځ د فرق کولو له پاره ياد عنصر هم مهم رول لوبولای سي.
که د لايکونو موضوع دومره مطرح او خلکو ته مهمه نه وای نو ولي به هر دويم کس پر خپلو پوستونو «که مسلمان يې نو شېر يې کړه»، «د ثواب په نيت يې شېر کړه» او يا «که رشتيا افغان يې نو شېر يې کړه» په شان يا دې ته ورته جملې ليکلای؟
خواله رسنۍ او اعتياد
د انسان د دماغ «Nucleus accumbens» دی چي د اعتياد او معتاد کېدنې په پروسه کي هم مرکزي او تر ټولو مهم رول لوبوي. کله چي هيرويني ځان ته د هيروينو ستنه لګوي او په دماغ کي يې په لومړي سر کي د ګلانو او خوشاليو او مثبتونو احساسونو چاودنه کيږي، نو لامل يې همدغه د دماغ برخه وي.
کارپوهان په کي سره همنظره دي چي خواله رسنۍ معتاد کوونکي کيدلای سي. له بل اړخه زما په شمول زيات نور کسان هم دا احساس کوي چي په دغو رسنيو کي زياتره مواد لباسي دي او په مطلق اکثرو پوستونو کي حق او رشتيا نه وي مطرح بلکه پکښي زيات کتونکي، زيات لايکونه او زياته توجه جلبول د اکثريت له پاره هغه اصلي مقصد وي.
څېړني ښيي چي د خواله رسنيو ګډونوال بېله دې چي ورباندي زيات فکر وکړي دې ته زيات تمايل لري چي پر خواله رسنيو هغه څه وليکي او يا يې پوسټ/شېر/لايک کړي چي ورته الګوريتمونو هڅولي وي. دغه الګوريتمونه يا ديجيتل کانسپتونه د دې له پاره د خواله رسنيو د چلوونکو له خوا د دغو رسنيو په کودونو کي ځای پر ځای کيږي چي مقصد يې دا وي چي خلک تر هغه زيات وخت پر خواله رسنيو تېر کړي لکه چي ورته د خپل منطق له لوري اجازه لري. ياد الګوريتمونه ځکه دومره بريالي دي چي دغه الګوريتمونه د کارونکو «Nucleus accumbens» تخنوي.
هر څه د لايکونو له پاره؟
څېړنو ښودلې چي لکه څنګه چي سپی د کوچني مزه داره انعامونو له پاره خپل عادات بدلوي او عياروي ويې، پر خواله رسنيو هم زيات ګډونوال او د هغوی افکار او دريځونه د لايکونو يا ستاينو او يا نيوکو له کبله تغير خوري. زيات ګډونوال هغه څه خپروي چي په فکر يې ورته د لايکونو په شکل زياتي ستايني راوړي او نه دا چي حق او باطل يا رشتيا او درواغ کوم شی دی.
ګرانه لوستونکې، تا په تيرو څلور ويشتو ساعتونو کي څومره وخت پر خواله رسنيو تېر کړی دی؟ پکښي د تر لاسه کړو ټولو معلوماتو عرق او نچوړ څه شی دی؟ کومه برخه يې تکراري او زړه او کومه برخه يې نوې او پوهه زياتونکې وه؟ له دغو معلوماتو څخه دي کومه عملي ګټه ليدلې ده؟ له دې لاري دي نورو ته کومه ګټه رسولې ده؟ ايا په تيرو څلور ويشتو ساعتونو کي ستا په ژوند کي رشتيا تا نور کوم مهم کارونه يا وظايف/خپلوان/بچيان/دوستان نه لرل چي د خواله رسنۍ پر ځای په عملي توګه يا د فکر کولو له لاري دي وخت د يادو څيزونو له پاره مصرف کړی وای؟
ګرانه لوستونکې، ايا ته هم په دانسته يا غيردانسته توګه خواله رسنۍ د ځان د تعارف او تعريف له پاره کاروې؟ ايا ته هم دا احساس لرې چي که خواله رسنۍ نه وي نو ستا په ژوند کي به يوه تشه رامنځ ته سي؟
که د لوړو څخه حتی د نيمو سوالونو جواب هم «هو» وي نو په لوی احتمال ته هم ستا د «Nucleus accumbens» په همکارۍ د خواله رسنيو د الګوريتمونو قرباني او د لايکونو معتاد يې. ايا دا پوښتنه چي «زيات لايکونه څنګه په لاس راوړو؟» په رشتيا مهمه ده او که ستا په ژوند کي نوري لا زياتي مهمي پوښتني سته چي بايد جواب سي يا يې حد اقل د جوابېدو هڅه وسي؟
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د اپريل مياشتي لومړۍ نېټه بون
د «چټک، ارزانه خو بې کفايته ژورناليزم» د ليکنو د لړۍ نور مطالب پر لاندنيو لينکونو موندلای سئ:
لومړۍ برخه:
بې مسلکه «مسلکيان» (https://bit.ly/2k5OmHX)
دويمه برخه:
افغانستان يوه دوامداره توده موضوع (https://bit.ly/2k5NX8p)
دريمه برخه:
تمثيل که حقيقت؟ (https://bit.ly/2k3IYVK)
څلورمه برخه:
«ملي تلويزيون» که «مخدومي تلويزيون»؟ (https://bit.ly/2kzDpPc)
پنځمه برخه:
بيرونکي انځورونه ـ ژورناليزم که بربريزم؟ (https://bit.ly/2lKy8V1)
شپږمه برخه:
درواغ خبرونه (Fake News) څنګه وپېژنو؟ (https://bit.ly/2m74ny7)
اووَمه برخه:
زيات لايکونه څنګه په لاس راوړو؟ (https://bit.ly/3axDgk8)
اتمه برخه:
دنامه لپاره (https://bit.ly/3jZvm7e)
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: