وتساپ ته بديل څه دی؟

 د فيسبوک شرکت ملکيت د WhatsApp مسنجر له خپلو کارونکو څخه غواړي چي د فبرورۍ مياشتي تر 8 مي پوري د دغه مسنجر د استعمال نوي شرايط ومني. دغه مسنجر د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۷مه نېټه وويل چي هغه وتساپ کارونکي چي د نوو شرايطو سره يې خپل رضايت نه وي څرګند کړی، هغوی به نور ونکولای سي چي وتساپ وکاروي. په اصل کي د دغه رضايت ښودلو يا د نوو شرايطو منل ډېر آسانه کار دی او د «accept» بټن/تڼۍ په کښېکاږلو سره څرګند کيدلای سي. خو کارپوهان او د وتساپ منتقدين وايي چي له دې مخکي چي کاروونکي دا شرايط ومني نو بايد اول په نوو شرايطو سر خلاص کړي.

په زياته هغه وتساپ کارونکي چي له اروپايي اتحاديې څخه دباندي ژوند کوي، د هغوی د وتساپ د استعمال په تړاو بعضي معلومات به په سمدلاسه توګه د فيسبوک سره شريک کيږي. د دغو محرمو معلوماتو په مرسته به فيسبوک وکولای سي چي لا دقيق د کارونکو پروفايلينګ وکړي او هغوی ته د بېلګه په توګه اړونده اعلانونه وړاندي کړي. د دغه پروفايلينګ په مرسته ښايي په لا دقيقه توګه سره د فيسبوک ځيرک نظام له کتونکو څخه بعضي پوستونه/معلومات/اعلانونه پټ کړي او يا يې ورته وښيي. وتساپ نژدې دوه زره مليونه کارونکي لري.

د محرمو معلوماتو مدافع يو شمير وکيلانو خبرداری ورکړی چي د وتساپ نوي شرايط ښايي غيرقانوني وي. د دغو وکيلانو يو استدلال دا دی چي وتساپ خپل کارونکي مجبوره کوي چي نوو شرايطو ته غاړه کښېږدي. که داسي ونکړي نو بیا نه سي کولای مخ په وړاندي وتساپ وکاروي. وتساپ خپلو کارونکو ته بله لاره پرېږدي بلکې صرف دوې لاري لري، يا به نوي شرايط مني او يا به د وتساپ کارول بندوي.

خو د محرمو معلوماتو مدافعين وايي چي د وتساپ کارونکي حتمي نه ده چي د وتساپ «نازېبا» مجبوره کولو ته غاړه کښېږدي، ځکه چي وتساپ مسنجر ته بديل نور مسينجر خدمات هم سته. د بېلګي په توګه د کارپوهانو او محرمو معلوماتو د مدافعينو له خوا سپارښتنه کيږي چي Signal Messenger دي وکاروي. دغه مسنجر په لوړه اندازه ځکه محرم بلل کيږي، ولي چي د نورو آسانتياؤ تر څنګ پيغامونه اينکريپټ/په تخنيکي توګه قلف کوي. په دې توګه نو هم کارونکي يو د بل سره تماس نيولای سي او هم ډاډه اوسېدلای سي چي معلومات يې د تجارت له پاره نه کارول کيږي.

وستاپ او انسټاګرام د فيسبوک شرکت ملکيت دي او له زيات وخت راهيسي د فيسبوک شرکت داسي اشاره ورکړې وه چي غواړي ټول سره يو کړي. خو دا چي دا کار به د کارونکو د محرمو معلوماتو په تر پښو لاندي کولو او بدمعاشي کوي، دا ښايي د بديلو شرکتونو او خدماتو په ګټه تمام سي.

زه پخپله له نن څخه د وتساپ سره مخه ښه کوم. زه خپلو ټولو دوستانو ته وړانديز کوم چي د وتساپ پر ځای Signal Messenger وکاروي.
https://play.google.com/store/apps/details?id=org.thoughtcrime.securesms&hl=de&gl=US 

که غواړئ په دغه پروګرام، مشخصاتو او ګټو يې ځان پوه کړئ، نو په ګوګل يا يوټيوب کي پسي لټون وکړئ او سر په خلاص کړئ.
که غواړئ شته ټول مهم مسنجران سره پرتله کړئ نو يې په هکله لاندنی مطلب په انګريزي لوستلای سئ:
https://www.zdnet.com/article/whatsapp-vs-signal-vs-telegram-vs-facebook-what-data-do-they-have-about-you/
البته زما مشوره به دا وي چي سګنال چي غيرتجارتي مسنجر دی، هغه وکاروو.
يو بل جانبي وړانديز: هغه دوستان چي د انټرنټ پاڼو د کتلو پر وخت د ګوګل کروم له مونوپول او بدمعاشۍ څخه په تنګ راغلي دي او غواړي خپل دا محرم معلومات خوندي وساتي چي کله کومې پاڼې ته ځي، نو کولای سي چي تور براوزر ( https://www.torproject.org/ ) وکاروي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۳مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page