د ورور په شان راته ګران ملګري زما يار زما محسن محمد ګل پوپل د حق داعي ته لبيک ووايه

د ورور په شان راته ګران ملګري، زما يار او زما محسن، په رشتيا معنا يو ښه انسان او ښه افغان، په نوم او کردار يو ښکلي ګل، محمد ګل پوپل د حق داعي ته لبيک ووايه
 
انالله و انا اليه راجعون
 
له ټولو دوستانو هيله کوم چي ورته زياتي دعاوي وکړي.
 
محمد ګل پوپل له څو اونيو راهيسي د آلمان د زولنګن ښار د بېتانين په روغتون کي د کويد ۱۹ ناروغۍ له کبله په کوما کي ؤ او نن په حق ورسيد. الله دي يې قبر ورته د جنت له باغچو څخه يوه باغچه وګرځوي، الله دي يې د ژوند د ستړياؤ، جنګونو، مسافريو او ناروغۍ عوضونه ورکړي، الله دي يې په آخرت په بريالي انسانانو کي راپورته کړي، الله دي يې بېله سوال او جواب سره د ټولو زموږ مُردګانو و جنت فردوس ته داخل کړي. آمين ثم آمين
 
محمد ګل پوپل په ۱۳۳۸ هـ ش. کال (۱۹۶۰ عيسوي کال) د افغانستان د روزګان ولايت په دهراوت کي دې نړۍ ته سترګي پرانیستلي وې. خدای بخښلي په کابل کي د پوليسو په اکاډمۍ کي او بيا په ريګا کي د حقوقو زدکړې بشپړه کړې او تر ۱۳۷۸ هـ.ش. کال (۱۹۹۲ عيسوي کال) پوري په افغانستان کي په پوليسو کي صاحب منصب ؤ. هغه لومړی ريګا او بيا آلمان ته هجرت وکړ او له ۱۳۸۰ هـ. ش. کال راهيسي د آلمان په زولنګن ښار کي د خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره استوګن ؤ. پوپل په زولنګن او ووپرتال ښارونو کي د افغان مهاجرو سره د ټولنيز مرستندوی، ژباړونکي او لارښود په توګه دنده لرله. هغه د ۲۰۲۱ کال د اپريل په ۴مه د کوويد ۱۹ ناروغۍ له کبله په روغتون کي بستر سو او وروسته کوما ته ولاړ. مېرمنه يې هم په دغه روغتون کي د کوويد ۱۹ له کبله بستر سوه او کوما ته ولاړه او د اپريل په ۲۸مه يې له دې نړۍ سترګي پټي کړې. د می مياشتي په ۱۱مه نېټه پوپل پخپله هم د حق داعي ته لبيک ووايه. جنت دي يې ځای سي.
 
پوپل زما په ژوند کي يو له هغو کسانو څخه ؤ چي زما د مسافرۍ يوازي او ترخې شپې او ورځي يې په خپلو مجلسونو را خوږې کړي وې. د هغه مېرمني د خپل اولاد په شان راسره له مهربانۍ ډک چلن کړی او زښت زيات رزق يې راباندي خوړلی دی.
 
ما به په ټوکو کي پوپل ته ويل چي ستا ځواني خو نو د لومړۍ جهاني جګړې پر وخت وه... هغه به کټ راته وخندل ويل به يې : «مه کوه ياره، زما د ځوانۍ د چمن لومړي ګلان لا نه دي غوړېدلي.» نن د دغه ګل رژېدلو زړه را مات کړ. تشه به يې بل هيڅ څوک ډکه نه کړلای سي. الله دي يې کورنۍ، موږ ټولو دوستانو او په زیاته پاتو دوو لوڼو ته د زړه صبر ورکړي. الله دي دی او د ده مېرمنه زموږ د نورو ټولو مړو سره په خپل تر ټولو ښه جنت او نعمتونو ونازوي. آمين ثم آمين
 
محمد ګل يار دي مي الله وبخښي، الله دي يې مل سي! هغه د ټولو نورو ګڼ شمير افغانانو په شان د وطن د جوړېدو او سمسورېدو ارمان په زړه کي د ځان سره خاورو ته يووړی. خدای دي مو په جنت کي بيا سره يوځای
کړي چي بيا په ګډه کټ کټ وخاندو او ووايو: «ياره څه ستړې دنياګۍ وه، شکر چي تېره سوه.»

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page