عسکر صاحب په ۱۹۴۸ عيسوي کال د سويلي پښتونخوا په ږوب سيمه کي دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړي وې.

 إنا لله وإنا إليه راجعون
د پښتو ژبي شاعر، محقق او ژورنالست ښاغلي عمرګل عسکر صاحب د حق داعي ته لبيک ووايه.
الله دي يې قبر ورته د جنت له باغچو څخه يوه وګرځوي، الله دي يې بېله سوال او جواب څخه جنت ته داخل کړي او الله دي يې کورنۍ، عزيزانو او ټولو ملګرو ته د زړه صبر ورکړي. آمين
د عسکر صاحب جنازه به نن د چهارشنبې/بدهـ په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۸مه نېټه) د کوټي په کېنټ هديره کي تر سره سي.

عسکر صاحب په ۱۹۴۸ عيسوي کال د سويلي پښتونخوا په ږوب سيمه کي دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړي وې. هغه په اقتصاد کي ماسټري لرله او د بانک د مېنيجر تر څنګ يې يو شمير نوري دندې لرلې. هغه د خپل رسمي کار ترڅنګ د بيلو ورځپاڼو او مجلو سره د ليکوال په توګه هم همکاري لرله چي پکښي له کوټي هيواد او اولس مجلې، له کراچي څخه اباسين او له پېښور څخه باغ حرم ورځپاڼې شاملي وې.
ښاغلي عمرګل عسکر صاحب په کوټه کي د راډيو پاکستان له پاره هم اوږد وخت کار کړی او له دغې لاري يې په پښتو ژبه بې شمېره ډارمې، لنډي کيسې او مقالې نشر سوي دي.
هغه په ګڼ شمير ادبي ټولنو کي غړيتوب لاره چي پکښي په ۹۰ عيسوي کالونو کي درې کاله په کوټه کي د پښتو اکاډمۍ لومړۍ مرستيالي هم شامله وه. نوموړی د ژوند تر آخر پوري د يادي اکاډمۍ غړی پاته سو.
مرحوم عسکر صاحب په کوټه کي د اردو جنګ اخبار له پاره هم د «پښتو محفل» تر عنوان لاندي ليکنې کول.
د عسکر صاحب يو شمير آثار چاپ سوي دي چی پکښي د پر وڼېڅي لهجه يو څېړنيز کتاب، په دايره کي کاينات شعري ټولګه او د تصوف په نوم کتابونه شامل دي.
مرحوم عسکر صاحب په لسيزو د پښتو ژبي خدمت کړی او د دغې ژبي له پاره یې وفات يوه لويه ضايعه ده. هغه د شفيق مشر په توګه ماته هم د خواله رسنيو له لاري لارښوونې کولې او زه يې په ۲۰۱۵ کال له نژدې د ليدلو په سعادت مشرف سوی وم. 
الله دي يې پر لحد انوار واوروي. آمين
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر ۸مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page