ژبي هم مرګ لري. د «ياګان» په نوم ژبه د ارجنتاين او چلي په هيواد کي په بوميانو کي ويل کېدله

 ژبي هم مرګ لري. د «ياګان» په نوم ژبه د ارجنتاين او چلي په هيواد کي په بوميانو کي ويل کېدله چي په دغه انځور کي ژړه جامه په تن مېرمنه يې وروستۍ او يوازنۍ ويونکې وه چي اوس يې له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې. کريستينا کالدېرون د ۲۰۲۲ عيسوي کال د فبرورۍ په ۱۶مه له دې نړۍ څخه په ۹۶ کالو عمر مخه ښه وکړه. د آغلې کريستينا کالدېرون يوه بله خور وه چي هغې هم په دغه ژبه خبري کولې خو په ۲۰۰۳ کال کي د خور د مرګ وروسته کالدېرون د ياګان ژبي يوازنۍ ويونکې پاته وه. دواړي خوېندي په تور او سپين انځور کي ليدل کيدلای سي. اوس د آغلې کالدېرون په مړينه سره د ياګان ژبه هم مړه سوه. له دې مخکي د «ياګان» ژبې د نړۍ د تر ټولو کمو ويونکو لرونکو ريکارډ لاره.
د ياګان ژبي په تړاو ژبپوهانو زياتي هڅي وکړې چي د بلي ژبي سره يې اړيکي پيدا کړي، خو دغه ژبه خپل ځان ته بېله او منزوي «isolated» ژبه وه او د نړۍ د بلي هيڅ ژبي سره يې اړيکه نه درلوده. دغه ژبه صرف په شفاهي توګه ويل کېدله او ليکدود يې نه درلود.
د ياګان ژبي لغت «mamihlapinatapai» د ژبپوهانو په آند د نړۍ يو له تر ټولو سختو لغتونو څخه دی چي په بله هيڅ ژبه نسي ژباړل کيدلای. دغه لغت صرف د ياګان ژبي د ويونکو لپاره معنی درلوده کله چي به دوی په خلوت کي دوه نفره سره يوځای ول او په دغه لغت به يې خپل احساس يو بل ته وايه.
ياګان لومړنۍ او آخرنۍ ژبه نه ده چي د هميشه لپاره يې ويونکي او ورسره دا ژبه مري. د انسانانو په تاريخ کي به ښايي په لسونو زرو ژبي زېږېدلي او په لسونو زرو ژبي مړې سوي وي.
«دمګړی په نړۍ کي ۷۱۱۷ ژبي ويل کيږي چي ورڅخه تقريبا ۴۰ فيصده يې هغه ژبي دي چي د ويونکو شمير يې تر ۱۰۰۰ کسانو کم دی [ايتنولوګ راپور ۲۰۲۱ عيسوي کال]. دا هغه ژبي دي چي د له منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي. له بل اړخه بيا له يادو تر ۷ زرو څخه زياتو ژونديو ژبو څخه صرف ۲۳ يې داسي دي چي د نړۍ تقريبا نيمه برخه انسانان ورباندي خبري کوي. په دغو ۲۳ ژبو کي تر ټولو زيات ويونکي لاندنۍ څلور ژبي لري: (په شمول د هغو کسانو چي د خپلي مورنۍ يا لومړۍ ژبي تر څنګ په دغو ژبو هم خبري کوي)
انګريزي (۱۱۳۲مليون) لومړی مقام، مندارين/چينايي (۱۱۱۶مليون) دويم مقام، هندي (۶۱۵ مليون) دريم مقام او هسپانوي (۵۳۴ مليون) پر څلورم مقام
که د نړۍ د تر ټولو زياتو ويونکو د شمير پر اساس د ژبو ليسټ جوړ کړو نو به پکښي له ګاونډيو ژبو څخه اردو (۲۳۰ مليون ويونکي) پر ۱۰ مقام، ختيځه او لوېديځه پنجابي (۱۱۲ مليون) پر ۱۳ مقام او فارسي (۷۴ مليون ويونکي) پر ۲۴ مقام وي. پښتو چي د ويونکو شمير يې تر ۶۰ مليونو څخه زیات اټکل کولای سو، په دې ترتيب تقريبا پر ۳۰مقام راځي. که يې حتی هغه تر ټولو محتاط او غير منطقي کم شمير يعني ۴۰ مليونه ويونکي اټکل کړو نو بيا هم پښتو د نړۍ په لومړي ۵۰ سترو ژبو کي راځي.»(۱)
د يوې ژبي د بقا لپاره يو له مهمو شرطونو څخه په ورځني ژوند کي د دغي ژبي استعمال او ليک او لوست دی او بل مهم شرط يې په سياست او دولتدارۍ کي ځان ته مقام لرل دي. د کارپوهانو په آند په زياته په اوسني وخت کي د يوې ژبي د بقا لپاره دا مهمه ده چي نر او ښځي يې ليک او لوست زده کړي او خپلو بچيانو ته يې وښيي، او په کور کي صرف په دغه ژبه خبري وکړي.
هره ژبه د الله تعالی يو شهکار او ښکلی خلقت وي چي ورڅخه د خالق د خلاقت هسکوالی ثابتيږي. واقعا چي د ژبو او په احسن تقويم کي د ژبو د ويونکو خالق د تر ټولو ښه ستاينو لايق دی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۲۴مه نېټه

۱ ـ د پروفيسر ډاکټر صاحب عبدالرؤف رفيقي پر «درياب په کوزه کي» اثر باندي د احمدولي اڅکزي تقريظ،۲۰۲۲

 

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page