source of image: https://www.albawaba.com/sites/default/files/styles/d08_standard/public/im/pr_new/ramadan-iftar-buffet-at-arabian-courtyard-hotel-spa-2.jpg?itok=Qh9EOGFR

د ځان سره مي فکر وکړ چي سړيه مسلمانه، خدای دي روژه په خير کړه چي نه دي له خپل دين څخه اخلاق زده کړل

پروند د جرمني د بون ښار په يوه تنګه کوڅه کي راته مخامخ يو بل موټر راغلی. بايد موټر مي د هغه څنګ ته په خورا احتياط او ورو سرعت تېر کړی وای. ومي ليدل چي په هغه بل موټر کي پر سټيرينګ ناست سپين ږري سړي نژدې خپل اړخ ته پر ناستي زړې باحجابه ښځي له عصبانيت څخه ګوذار کړی وای. د سړي آواز سم نه بېلېدلی خو دا چي له سترګو يې له عصبانيت څخه اور غورځېدی او د چيغو پر وخت يې ناړې د موټر پر ښيښه مښلېدلې، نو فکر کوم چي په لوی احتمال مسلمان ؤ او روژه ورباندي غمېدلې وه.
د ځان سره مي فکر وکړ چي سړيه مسلمانه، خدای دي روژه په خير کړه چي نه دي له خپل دين څخه اخلاق زده کړل او نه دي د انسانانو په هيواد کي له ژوند کولو څخه انسانيت زده کړ. که ستا روژه ده، نو د دا بي بي خو به هم روژه وي او په لوی احتمال به يې په روژه مات او پېشلمي ستا د نس په خدمت کي خپل لمونځ او وظيفه هم ځنډولې وي خو بيا به هم د چمتو سوو بيلو خوړو پر څرنګوالي ستا له بې ځايه انتقادونو او غوسې څخه په ډار کي وي.
روژه د پرهېز، عاجزۍ او خاکسارۍ مياشته وي او نه د فرعونيت او په نورو روژه تيانو (مېرمنو) د خپلې خېټي د خدمت او عصباني کېدو مياشته. مور، خور، لور، مېرمن يا د کور نورې مېرمني څه ستا مزدوراني نه دي چي په روژه او بوزه کي به لاس پر نامه ستا، ستا د طبعي او ستا د نس په خدمت کي ولاړي وي. دا چي هغوی بيا هم دا کار کوي، نو حد اقل ورته منندويي، شفقت او مينه ښودل خو حتمي دي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال ۱۳مه نېټه (۱۱ رمضان المبارک)

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page