فاتحه، لنډ ژوندليک او څو ګيلې

 فاتحه، لنډ ژوندليک او څو ګيلې

د پښتنو او پښتو لپاره د خپل ټول ژوند وقف کوونکي، تر نيمي پېړۍ پوري تر خپل وس او امکاناتو څخه زيات د دغې ژبي او خلکو خدمت کوونکي، اخلاصمند خو غمجن او د خپل ژوند په وروستيو کي يوازي پاته سوي، د پټي خزانې رابرسېره کوونکي، په خپل ژوند لا د کابل علومو اکاډمۍ ته خپلي ټولي شتمنۍ او خزانې (خطي نسخو او نادره کتابونو) سپارونکي، په ۱۹۳۵ کال د پښين په سارانانو کي دې نړۍ ته سترګي پرانستونکي، د پښتو ژبي مشر فولکلوريست
فاضل استاد پروفيسور ولي محمد خان سيال کاکړ صاحب
هم له دې نړۍ سترګي پټي کړې.
انا لله و انا اليه راجعون
الله دي يې وبخښي، الله دي يې قبر ورته د جنت له باغچو څخه يوه وګرځوي، الله دي يې د ژوند د ټولو ستړياؤ او غمونو عوضونه په ګور او آخرت کي ورکړي، پر ګور دي يې انوار وي.
فاضل استاد د يو داسي ولس لپاره خپل ټول ژوند خدمتونه وکړل، چي نه په الف ځي نه په بې او نه په تې. مرحوم استاد د يوې داسي ژبي لپاره خپل ژوند وقف کړی ؤ چي ويونکي يې و فلاني آغا و فلاني خان او بل هر آشنا او نا آشنا بدمعاش او بدکار ته درناوی کوي او پسي ځي، خو په ژوند خپل اصلي خدمتګاران نه پېژني او نه يې ورته د درناوي چل زده دی. د مرحوم پروفيسور صاحب په زياته د ژوند آخري کالونه په داسي حال کي له غمه ډک ول، چي د هغه ښکلی ځوان زوی يې ورته قتل کړ او په کور کي د يو لړ نورو غمونو سره هم مخامخ او بيا اوږدمهال ناروغ ؤ. هغه د مخکي تللو زيات شمير نورو خدمتګارانو په څېر د روغ افغانستان او ويښ ولس ارمان د ځان سره ګور ته يووړ.
پر پښتنو او پښتو ژبي د الله ځانګړې مهرباني ده، چي د هغوی د ټولي بې حسۍ باوجوده ورباندي د فاضل استاد سيال کاکړ په شان باخلوصه خدمتګاران لوروي. خو پخپله د دغو اکثرو خدمتګارانو شخصي ژوندونونه له بې وزليو، ربړو او محروميتونو څخه ډک وي. دغه خدمتګاران د خپل اولاد له وخت او حق څخه لويه برخه يو داسي ولس ته د مشعل د تيلو او لمبې په شکل ورکوي چي له بده مرغه د رڼا پر ځای يې زور د تاريکيو پر لور زيات وي. سيال کاکړ هم يو له هغو خدمتګارانو څخه ؤ چي هر څه يې تر پښتو او پښتنو قربان کړي ول. روح دي يې ښاده وي، او الله دي پر دغه ولس د هغه په شان نور باخلوصه خدمتګاران ولوريي.
آخري واري چي زه په ۲۰۱۹ کال د هغه پوښتني ته ورغلم نو هغه د کوټي په يو روغتون کي بستر ؤ. کله چي پروفيسور ډاکټر عبدالرؤف رفيقي صاحب، فاضل استاد خير محمد عارف صاحب او زه يې کوټې ته ورغلو نو هغه تازه تازه د ناروغۍ له کړاونو بيده سوی ؤ او موږ ونه غوښتل چي راويښ يې کړو. له ليري مي ورسره ديدن وسو او پر زړه مي يې د مجلس ارمان پاته سو. له هغه مخکي مي په ۲۰۱۵ کال ورسره د وروستي مجلسونو سعادت په برخه سوی ؤ، کله چي په کوټه کي د پښتو نړيوال کانفرانس داير ؤ. هغه وخت راته مرحوم استاد د وردګو او د هغوی د فولکلور په هکله د خپل ناچاپ کتاب متن وښود. دغه کتاب يې د پښتو بل ستوري سرمحقق استاد حبيب الله رفيع صاحب ته ډالۍ کړی ؤ. په داسي حال کي چي استاد رفيع په سپينه ږيره او ضعف کي له خپل هيواد څخه کاناډا ته مهاجر کيږي، په همدغه وخت کي د هغه د نژدې او خوږ ملګري سيال کاکړ حق ته لبيک ووايه.

دغیرت چیغی لاهم پښتون ویښ نه کړ
سیال به څـــه وکي په دا بې ننګه قــام

پوهاند سيال كاكړ د نورو بريليکونو تر څنګ په پارسي، پښتو او اردو ژبو كې ماسټرۍ لرلې. هغه د پښتو تر څنگ په پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبو هم ښه پوهېدی او روانې خبري يې په کولای سوای.
د مرحوم استاد تقريبا ۴۰ کتابونه چاپ سوي او زيات شمير مقالې يې د بيلو مجلو زينت ګرځېدلي دي. فاضل استاد په لر او بر کي تر خپله وسله خوله په خوله ويل سوي کاکړۍ غاړي، انگۍ ، لنډۍ، متلونه، ساندې، برغازۍ او چيغيان راټول کړي دي. د نورو تر څنګ د هغه لاندني کتابونه او مقالې چاپ سوي دي.

(غاړې) كاكړۍ غاړې او څېړنه
پښتني افكار (پښتو كيسۍ)
سپېڅلي گايونه (متلونه)
چيغيان (د پښتني فولكلور يو ډول)
گراني ملغلري (شعري ټولگه)
پښتني جام (شعري ټولگه)
پښتني فولكلور
ملي دردونه (شعري ټولگه)
غورځنگ (شعري ټولگه)
كاكړۍ (كاكړۍ غاړې)
ترينو (د وڼېڅي لهجې په اړه څېړنه)
ملي ادب (متلونه)
مزارات (د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو مزارات)
د كسې د لمني پښتو ژورناليزم
پښتني نومونه
پښتو مترادفات
فولكلوري طب
ادبي څېرې (انځوريزه تذكره)
د کسې د لمنې پښتانه ليکوال (ادبي تذكره، دوه ټوكه)
پښتو او پښتانه په سهېلي پښتونخوا كې (دوه ټوكه)
فولكلوري سوغات (د اتڼ نارې)
فولكلوري سندرې
پښتو نكلونه
فولكلوري جواهر (د ښادۍ بدلې)
د كوشنيانو ادب
د كوشنيانو ژبه
انگۍ (د پښتني فولكلور يو لرغونى او په زړه پورې منظوم ډول)
منظومه تذكره
ادبي انځور (مقالې)
سنگر (شعري ټولگه)
كاكړي (د كاكړۍ لهجې په اړه څېړنه)
نثري انځور (مقالې)
پخوانۍ غاړې (ازادې غاړې)
غوره انځور (شعري ټولگه)
گنجينه ادب فارسى (فارسي مقالې)
خزينه دانش (فارسي مقالې)
زرين انځور (مقالې)

د فاضل استاد پروفيسور سيال کاکړ صاحب خدمتونه نه هېرېدونکي دي. پښتو او پښتانه د هغه پوروړي ول او پوروړي پاته سول. د استاد وفات ډېر غمجن کړم او که د غم په دغه موقع لږ توند تللی يم، نو له لوستونکو بخښه غواړم.
الله دي مل سه فاضل استاده، الله دي مل سه.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۸مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page