خوراکي توکي بايد هلته توليد سي، چيري چي استهلاک/استعمال کيږي.
د غذايي امنيت (د لوږي د مخنيوي) لپاره يو مهم اقدام دا هم دی چي خوراکي توکي هلته توليد سي، چيري چي استهلاک/استعمال کيږي. په دې توګه به د ترانسپورت مصارف، ماليې، قيمتونه، لانجې او چاپيريال ته يې ناوړه اغېزې تر کنټرول لاندي وي. په نړيوال بازار او ګاونډي هيوادونو باندي اتکا کول هوښياري نه ده. هر هيواد، هر ښار، هر کلی بايد په خوراکي توکو کي په خپل ځان متکي وي. که بيا نړيوال بازار کي قيمتونه د کوم بحران يا بلې وجې آسمان ته وخيژي، نو بيا به يې هم منفي اثر او له کبله لوږه کمه وي.
زموږ په ښوونځيو او کورونو کي شاګردانو ته ټول علوم ښودل کيږي، خو د کرهڼي او خوراکي توکو د توليد طريقه چي د انساني ژوند لپاره يوه له تر ټولو مهمه اړتيا ده، نه ښودل کيږي. ماشومانو او اولادونو ته بايد له دې کبله هم د خوراکي توکو د کرلو طريقه وښودله سي، چي په قدر يې پوه سي او له ممکنه اصراف څخه يې لاس واخلي.
که په کور کلي کي خالي پټي او اړين مقدار اوبه لرئ، نو ورباندي خامخا يو خوراکي څيز وکرئ. که پټی نه لرئ، نو په ګلدانيو کي بعضي خوراکي څيزونه کرلای سئ. دا دې لپاره نه چي تاسو په خوراکي توکو کي خودکفا سئ، بلکه د ځان او اولاد د روزنې لپاره.
بل د هغو خلکو زښت زيات احترام او قدر کول پکار دي چي غذايي توکي توليدوي، که هغه بزګران او که نور ښکېل کسان دي.
احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۲ کال جولای دريمه
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: