د انتقاد او نصيحت سره بايد عملي مرستي ته چمتو والی هم مل وي

 انتقاد او د اصلاح وړانديز هغه وخت رشتيا ځای نيسي، چي انتقاد کوونکی پخپله هم د بهترۍ لپاره د يوې برخي کار په ذمه اخيستلو ته چمتو وي.
مثالونه:
لومړی
ـ که کوم ماشوم په ښوونځي يا درسونو کي کمزوری وي، نو ورته په تکراري ډول ويل «درسونه ووايه» يا «نمبر دي بايد بهتر سي» ... يا نور ورته انتقادونه هله ځای نيسي، چي نصيحت کوونکی د ماشوم سره يوځای کښېني، په درس کي د کمزورۍ اصلي لامل يې پيدا کړي، او بيا ورسره په حل کي عملي کومک وکړي، ورسره درس ووايي او نيمګړتياوي يې ور پوره کړي.
دويم
ـ چاغ انسان ته هميشه نصيحت کول چي «والله وزن دي بايد کم کړې» يا دې ته ورته خبري، ځکه ځای نه نيسي، ولي چي هغه انسان خامخا په کور کي هنداره لري او ځان پکښي ويني. بل که له چاغوالي څخه دايمي يا اوږدمهال ځان خلاصول داسي په خبرو کېدلای، نو دا پديده به له سره موجوده نه وای. که د تنقيد پر ځای د چاغوالي د علتونو په معلومولو او د شته امکاناتو په چوکاټ کي عملي مرسته ممکنه وي، نو بيا د عملي مرستي سره مل تنقيد ښه دی، که نه نو ښايي فايده يې صفر وي.
دريم
ـ هميشه د مجلسونو او بانډارونو موضوع «د ټولنې د ننه شته ناخوالې/منفي کارونه/ظلم/ناپوهي...» ټاکل او په تکراري توګه ورباندي خبري کول هم ښايي هغسي ځای ونه نيسي، لکه تنقيد کوونکی چي پخپله د دغو ناخوالو د حل په لار کي پخپله فعال سي.
د يادو درو مثالونو تر څنګ زيات نور مثالونه هم سته...
نو که تاسو د اصلاح په برخه کي پخپله د يوې اندازې عملي کار په ذمه اخيستلو ته تيار نه ياست، نو بيا ښايي بهتره وي چي خپل انتقاد او نصيحت مو د خپل ځان سره وساتئ.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای شلمه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page