Source of image: https://grundschule-osterwald.de/wp-content/uploads/2020/07/20200715_085128-002.jpg
Source of image: https://grundschule-osterwald.de/wp-content/uploads/2020/07/20200715_085128-002.jpg

 له شفقت او ميني ډک د ښوونځي وخت

 په جرمني کي د څلورم ټولګي وروسته ابتدايي ښوونځي پای ته رسيږي او ماشومان د پنځم ټولګي لپاره نورو او متوسطو ښوونځيو ته ځي. نن زه هم د يو چا سره د ابتدايي ښونځي هغه مجلس ته تللی وم، چي د څلورم ټولګي د زده کوونکو سره د مخه ښه کولو او ورته بريليکونو ورکولو لپاره جوړ سوی ؤ. په مجلس کي د ټولو ماشومانو روحيې ډېري پياوړي وې او ټول ماشومان په ځان ډاډه ول. د بريليک ويشلو مخکي د څلورم ټولګي ماشومانو د يو تياتري ټوټې په بڼه د خپلو تيرو څلورو کالونو احوال د ليدونکو سره د يوې ډرامې په شکل شريک کړ. دغو ماشومانو هغه مېلې او چکرونه ليدلي ول چي زموږ په هيوادونو کي يې ماشومان په خوب هم نسي ليدلای. داسي نه چي ګواکي دوی کومو ليري ځايونو يا قيمتي چکرونو ته تللي ول، بلکه هر انځور چي په دغه تياتر کي ښودل کېدی، د دوی سره د دوی د معلمانو/ښوونکو شفقت يې انځوراوه.

په آخره کي چي کله هر ماشوم ته د هغه بريليک ورکول کېدی، نو معلمې/ښوونکي به په زړه کي ټينګ ونيوی او مينه به يې ورسره وکړه. په دغو کي له افغانستان څخه تازه راغلې يوه هزاره ماشومه هم شامله وه چي په لږ وخت کي ماشومانو او معلمي د دغه ټولګي مهمه غړې ګرځولې وه.

د دغو جرمني/آلماني معلمانو شفقت او د زده کوونکو زياتو لاسته راوړنو او پوهي او خپلمنځۍ ميني ته چي مي وکتل، نو راته خپل خړ خړ وطن او له تشدد څخه ډک د ښوونځي ژوند مي راپياد سو. ما چي پرايمري ښوونځی په کوټه کي پای ته ورساوه، نو په هغه ورځ د څو ماسټرانو ډنډې په لاس کي وې او د هلکانو د خاموشه کولو لپاره يې د ښوونځي په انګړ کي ورڅخه پراخ کار هم واخيست. د سرکاري ښوونځيو حالت بيا تر دې هم خراب ؤ.

نن د دغو آلماني او مهاجر ماشومانو لپاره ډېر خوشاله سوم ځکه چي د ښوونځي ښه ښکلی او باثمره وخت يې لرلی ؤ او له دې وروسته به هم له شفقت او ميني ډک د ښوونځي وخت ولري. خو ماته ټول وخت د خپل خړ وطن ببرسري ښکلي ماشومان په سترګو کي ګرځېدل راګرځېدل او له کبله مي د زړه بخار هم سترګو ته راپورته سو.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د جولای ۲۲مه نېټه

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page