source of image: https://cdn.duckrabbit.info/2013/08/5d313528.jpg
source of image: https://cdn.duckrabbit.info/2013/08/5d313528.jpg

بېله زور تاوتريخوالي او فشار څخه د زړونو ګټل د ستونزو د هوارۍ يوازنۍ لاره ده

 مسلمانان په دې عقيده دي چي د وحيو لاره تقريبا څوارلس سوه کاله تر مخه تړل سوېده. دا هم يو حقيقت دی چي د دغه دين د بشپړ او درستو احکامو د وراثت مدعي ډلې او اشخاص/عالمان ډېر زيات دي. دغه بېل مدعيان نه یوازي د بيلو مذاهبو سره تړاو لرونکي کيدلای سي، بلکه په يو مذهب کي دننه هم بيلي ډلې او اشخاص دعوې کوي چي د اسلام د مبارک دين «اصلي تفسير او تعبير» صرف او صرف د دوی سره سته او نور ټول اشخاص/عالمان او ډلې ګمراه دي. له دغو څخه اکثره ډلې د خپلې يادي دعوا پر اساس د سياسي واک دعوېدار هم وي. بعضي يې په بيلو هيوادونو کي د ګوندونو په شکل او بعضي يې د جنګي ډلو په شکل وجود لري او غواړي «د اسلام په خاطر» واک ترلاسه کړي. له يادو ډلو څخه بعضي داسي دي چي که يو کس يا ډله د دوی سره په سياسي توګه اختلاف لري، نو دوی يې په وړاندي جګړه کول، د هغوی وژل، بندي کول، شکنجه کول، مجازات کول او يا تذليل کول جايز ګڼي، حتی که هغه کس يا ډله پخپله مسلمانه او د حق دعوه داره وي. يا دغه ډلې حد اقل په خپل عمل کي سياسي مخالفت يا حتی سياسي بېطرفۍ ته ديني رنګ او بڼه ورکوي. دغه ډلې خپل مشر نه يوازي پخپله په عمل کي له هر ډول تنقيد او غلطۍ څخه پاک بولي، يا حد اقل چلن يې پر دې دلالت کوي، بلکه نور مسلمانان يا د يوې جغرافيې اوسېدونکي هم په دې مکلف کوي چي دغه مشر د تشريح او تفسير په برخه کي یوازنۍ او آخري غيرمستقيمه «ديني مرجع» وګڼي او د هغه هره خبره او فيصله «قاطع» او د نه بحث وړ تسليم کړي. دغه ډلې حتی داسي سمبولونه په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د اسلام ضد ګڼي او پر ضد يې د سزا او جزا له لاري غبرګون ښيي، چي د دوی د شخصي طبعي سره برابر نه وي. دا هغه وخت هم که د دغو سمبولونو لکه بيرغ خوښول يا نه خوښول په اصل کي هيڅ ديني يا مذهبي مکلفيت نه وي يا يې خوښول يا نه خوښول د دين پر ضد يا په حق کي عمل نه وي.


دغه ډلې که په جزوي يا مؤقتي توګه هم کومه لويه، منځنۍ يا وړه بريا ولري، نو دا د خپل مخکني او راتلونکي عمل د «پر حق» او «بېله خطا» کېدلو په توګه تعبيروي يا حد اقل په خپلو کړنو او چلن سره چا ته دا شک ورپيدا کوي چي دوی دا ډول فکر کوي. دوی تر خپل واک لاندي خلک هم دې ته مجبوره کوي چي د دوی د «بريا» په هکله همداسي فکر وکړي لکه دوی چي يې لري. حال دا چي په ټولو اسلامي مذاهبو او مسلکونو کي هيڅ داسي مکلفيت نسته چي په مستقيمه يا غير مستقيمه توګه د اوسني عصر د کوم ژوندي شخص يا يوې ډلې «معصوم» يا دې ته ورته مقام لرونکي په سترګه وګوري. د دغو ډلو د غړو له خوا و ولسي خلکو ته بېله محاکمې څخه سزا او جزا، د هغوی قتل او په همدې راز د خلکو بشري حقونه او د هغوی د محرموالي حقونه نقض کول په هيڅ دين او مذهب او حتی زيات وختونه د دوی په خپل مرام، شعار او تګلاره کي ځای او جواز نه لري، خو بيا هم دا ډول کارونه کيږي. خو دوی بيا هم د «پر حق کېدلو» او د دوی تر ولکې لاندي د انسانانو د ژوند پر هر اړخ د مطلق کنټرول لرلو يا کنټرول ترلاسه کولو تلاښ او دعوه کوي.
له بده مرغه چي اکثره دغه ډلې تيرو وختونو ته نه ګوري چي همدغه يادي غلطۍ او عمل په ماضي کي د نوو فرقو او ډلو ټپلو د رامنځته کېدلو تر څنګ د زيات شمير انسانانو د وژل کېدنې او کړاو سبب سوي دي. د دې تر څنګ دا ډول تکراري غير سالمي تګلاري په مجموع کي د اسلام او مسلمانانو د کمزوره کېدو او شاته پاته کېدو لامل سوي دي. بل په تاريخ کي زيات وخت نورو پردي ولسونو دا ډول ډلې د خپل مقاصدو لپاره کارولي دي او له دې کبله هم په خلکو کي د دا ډول ډلو په وړاندي شک بايد د درک وړ وي.


د دوو مسلمانو ډلو تر منځ د اختلاف او جنګ په صورت کي څنګه معلوم سي چي څوک پر حق او څوک باطل دی؟ څوک «شهيد» او څوک «مرتد» دی؟ د چا سره الهي نصرت ملګری دی او چا ته شيطاني قوتونه مرسته رسوي؟ د مسلمانانو د عقيدې له مخي د يادو او ورته پوښتنو جوابونه په قاطع توګه صرف الله ته معلوم دي. دا چي د وحيو لاره تړل سوېده، نو مسلمانان په قاطع توګه د يادو پوښتنو په هکله قاطع جوابونه نسي لرلای او نه ممکنه جوابونه قاطع او بېله شکه بللای او تصور کولای سي.


د ورورګلوۍ، روادارۍ، سولي، مشارکت، احترام او مساواتو په فضا کي د خپل جايز او مشروع شعار لپاره کار او سوله آميزه مبارزه کول او په رضا و خپل مرام ته د نورو راجلب کول او بېله زور تاوتريخوالي او فشار څخه د زړونو ګټل د ستونزو د هوارۍ يوازنۍ لاره ده. نوري ټولې لاري چي د جبر سره تړلي وي، بېلوونکي، د نوو ستونزو زېږوونکي، کږې، ګمراه کوونکي او وژونکي دي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۹مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/fho32
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page