دوی نه يوازي د نجونو بلکه عموما ښوونځي نه غواړي

 د افغانستان په نوو واکمنانو کي زيات شمير داسي ديني عالمان سته چي د هغوی د پوهي او عقيدې له مخي مېرمنې او انجوني نبايد چي د خپل پلار، ورور يا مېړه د کور له څلورو ديوالونو څخه دباندي راووځي. البته دوی هغه وخت استثنی مني چي دغه مېرمنه مړه سي او جنازه يې له کور څخه بايد تر هديرې پوري انتقال سي. د دې تر څنګ په بعضو نورو «سختو حالاتو» کي چي ژوند يا «غيرت» ته ګواښ موجود وي هم ښايي د دوی لخوا بعضي استثناوي ومنل سي. خو ښوونځي ته تګ له دغو استثناؤ څخه نه دی. د دغو ديني عالمانو عقيده او نظر پر دغه موضوع دومره ټينګ او سخت دی، چي هغوی پر دغه موضوع د بل شان نظر لرونکو لپاره د بې غيرت، امي، جاهل، ناپوه او فاسق له ټاپو څخه نيولې بيا آن د نورو اديانو يا «کافرانو» د دسيسو پر مخ بېونکی او د شيطان تر پېروي کوونکي پوري ټاپه استعمالولای سي. د دغو عالمانو سره پر دغه موضوع مجلس، ورسره مناقشه او يا يې د نظر تغير ته هيله کول په دې معنی ده لکه څوک چي په نيمه شپه کي د لمر راختلو هيله ولري. دا ځکه چي په لوی احتمال دغه عالمان په رشتيا هم دغه تګلاره او دغه دريځ په حقيقي توګه پر خپل ځان د خپل دين مسؤليت او آن رسالت بولي. يعني دا د دوی د عقيدې او د ژوند کولو د مقصد يوه برخه ده چي په ټولنه کي ياده تګلاره بايد پلي کړي.

دا چي زيات شمېر ديني عالمان ياد نظر او دريځ لري، په يو شمېر هغو وعظونو او نصيحتونو کي اورېدل کيدلای سي چي تازه له دوی څخه ثبت سوي دي. له دغو وعظونو څخه د يو مشر عالم د وعظ اوډيو لاس پر لاس کيږي چي هغه پکښي وايي: دا چي پر نر او ښځي علم فرض دی، هغه په دې معنی فرض دی چي د خپل دين په هکله پوهه ترلاسه کړي نه دا چي نور ساينسي علوم وکړي. د هغه په وينا له رياضي څخه نېولې بيا تر نورو غير ديني علومو پوري د نارينه ؤ او ښځينه ؤ لپاره ټول عبث علمونه دي. هغه وايي چي البته رياضي صرف تر هغه ځايه ضروري ده چي څوک د لمونځ وختونه په وپېژندلای سي. په وينا يې له هغه څخه زياته رياضي عبث کار دی. دغه عالم هغه نارينه چي د انجونو د ښوونځيو د پرانستل کيدلو غوښتنه کوي د هغو شرمښانو سره مقايسه کوي چي د شپانه له امنيت څخه د ميږو د راوتلو غوښتونکي وي. که دغه ليکنه پر فيسبوک لولئ نو اوډيو په لومړۍ تبصره کي پر اچول سوي لينک موندلای سئ. که ليکنه زما له وېبلاګ څخه لولی نو اوډيو لاندي اورېدلای سئ.

که څوک د مخکي ذکر سوي عالم او نورو ورته عالمانو ويناوي واوروي نو ورته څو خبري جوتيږي:

ـ دوی نه يوازي د انجونو ښوونځي نه غواړي، بلکه په مجموع کي د نر او ښځي لپاره د ديني علومو علاوه هيڅ ساينسي تعليم نه غواړي.
ـ د افغانستان اوسني واکمنانو چي کومي ادعاوي او ژمني کړي وې يا کوي يې، په هغو کي صادق نه دي او يا پخپله د دوی تر منځ څو فرقې/نظرونه سته. دا چي يو عالم يا د علم څښتن کس د رياضي په مټ جوړ سوي ميکروفون کي خبري کوي، د رياضي په مټ جوړي سوي راډيو او انټرنټ له لاري يې ږغ تر موږ رارسيږي، په ښکاره د رياضي د تدريس مخالفت کوي، نو دا په دې معنی چي دی وايي چي بانک، ټانګ و ټوپک، راډيو، موټر، د چاپ ماشين، ټليفون... به بل څوک راکوي، خو په بدل کي به نړۍ زما دين او له دين څخه زما تفسير مني. دی وايي چي الوتکه به بل څوک جوړوي خو زه به يې کاروم چي د خپل دين د خپرولو فريضه په ادا کړم او د نړۍ نورو سيمو ته پکښي ولاړ سم. دی وايي چي د انګرېزي ژبي زدکړه به نه کوي خو هيله يې دا ده چي «کافران» د ده ژبه زدکړي او بيا له ده څخه واوروي چي حقيقي دين او حقيقي تفسير يې څه شی دی...
ـ د دوی له ژبې، لهجې او استعمالېدونکو لغتونو څخه ښکاره څرګنديږي چي دوی له افغانستان څخه دباندي ژوند او په لوی احتمال خپلي زدکړي کړي دي، خو د دا ډول تګلاري غوښتنه يې تر اوسه صرف تر افغانستان پوري محدوده ده. د دوی غير افغان ټلوال او مرستندويان هم صرف د افغانستان لپاره داسي څه غواړي، نه د خپل هيواد لپاره. که داسي وي نو عواقب به يې پر افغانه ټولنه څه وي؟ که داسي نه وي او د افغانستان نوي واکمنان و ټولو مسلمانو هيوادونو ته په مستقيم يا غير مستقيم ډول خپله نظريه خپرول غواړي نو بيا خو دا موضوع يو نړيوال بعد خپلوي. د افغانستان اوسني واکمنان او دريځ يې نه يوازي د افغانستان بلکه د ټولي اسلامي نړۍ او پخپله د اسلام د دين لپاره په يوه لويه ننګونه اوښتلای سي. د دوی تګلاره او کړنې ښايي په نړۍ کي د «اسلامي نظام»، «اسلامي هيواد» يا اسلام او مسلماني ټول نور غوښتونکي تر راتلونکو څو پېړيو پوري خاموش کړي.
ـ د تير يو کال ويناؤ او عمل ته په کتو سره څوک داسي اټکل کولای سي چي نوي واکمنان له دې مخکي چي يو نوی نظام راولي، اول غواړي چي دين، نظام او اصول يې له سره او نوي تعريف کړي. دا ځکه چي داسي معلوميږي چي تر اوسه لا حتی د بنيادي موضوعاتو په هکله تفاهم پوهه او ښکاره او مشترک دريځ نه دی موجود. همدا وجه ده چي د مثال په توګه د نجونو د ښوونځيو پر سر به له دې وروسته د هيواد څخه دباندي او دننه د عالمانو فتواوي راغوښتل کيږي. په يو کال کي دغه موضوع لا مبهمه او ناڅرګنده ده. که څه چي دا يوه مهمه پوښتنه او موضوع ده خو د نظام په رامنځته کولو کي په زرونو داسي پوښتني او موضوعات راځي. له بانکي نظام څخه نيولې بيا تر تجارتي راکړه ورکړې، نړيوالو اړيکو او نورو ساحو پوري که د هرې موضوع تعريف دومره اوږدمهال او ناڅرګند وي، نو تر هغو چي نوي واکمنان پخپله پوهيږي چي څه غواړي، ښايي څو لسيزي تيري سي. په دې شرط که دوی دومره زيات وخت ولرلای سي.
ـ د دوی دغه دريځ به په لوی احتمال د دې لامل سي چي هر هغه څوک چي خپل ځان يا خپلې لور او زوی ته زدکړي غواړي، هغوی به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کي کوښښ وکړي چي له هيواد څخه دباندي ولاړ سي. دا څنګه ممکنه ده چي ډاکټر، انجينير، د پوهنتون استاد، معلم، نرس... دي پخپله زدکړي کړي وي خو خپل د اولاد لپاره دي د تعليم غوښتونکی نه وي. که پاته د يادو مهمو کسبونو انسانان هم له افغانستان څخه وتلو ته ځان مجبوره احساس کړي، نو بيا به دا هيواد او دا «نظام» څوک او څنګه چلوي؟
ـ د کوم دين او مذهب خبري چي دوی کوي حد اقل د زدکړو په باره کښي د نورو افغانانو د دين، مذهب او عقيدې سره دومره زيات فرق لري چي د بېلو او مختلفو مذهبونو د رامنځته کېدو تاثر پيدا کيدلای سي. يعني په دريځونو کي يې فرق دومره زيات دی چي څوک ښايي فکر وکړي چي د بيلو اديانو يا مذهبونو نه بلکه لکه له بيلو کُرو سره چي يې تعلق وي. کوم نظر او دريځ چي دوی لري او په څومره شدت چي يې لري، په هغه کي د نور ولس او ډلو سره تفاهم رامنځته کېدل که ناممکن نه وي خو زښت زيات مشکل کار به خامخا وي. په زياته په داسي حال کي چي دمګړی قدرت پر يو اړخ متمرکز دی، تفاهم مشکل معلوميږي. همدا حقيقت بېرته داسي اندېښنې زېږوي چي چيري چي تفاهم ممکن نه وي هلته د کرکې، دريځونو د لا سختېدلو، جګړې او خونريزۍ امکانات زياتيږي. خو تاريخ ښودلې ده چي تاوتريخوالي او جګړې نوري ناخوالي زېږولي او د هر ډول مثبت پرمختګ مخه يې نيولې ده. له دې کبله که څه چي تفاهم او تعامل ډېر مشکل او تقريبا ناممکن معلوميږي، خو د حل يوازنۍ لاره ده.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۱۳مه نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/nd3oe
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page