د مشال راډيو سره د قاموسونه ټکی کام په هکله يوه لنډه مرکه

اڅکزی: قاموسونه له یوې ژبې څخه بلې ته د پوهې لېږد کې مرسته کوي
د ۲۰۱۶ز کال په لومړيو کې پښتو ژبه د انټرنېټي پلټونکي ماشين ګوګل ژباړن برخه وګرځېده خو تر دې کلونه وړاندې پر انټرنېټ په انلاين بڼه د پښتو لسګونه ډېکشنريانې يا قاموسونه موجود ول. يو پښتون ځوان احمد ولي اڅکزي دا کار په يوازې سر پیل کړی وو چې اوس يې له پښتو نورو ژبو او له نورو ژبو پښتو ته پر انټرنېټ د خپرو شويو قاموسونو شمېر شاوخوا ۵۰ ته رسېدلی دی. احمد شاه اعظمي له نوموړي سره مرکه کړې او د هغه پر کار او زيار ورسره غږېدلی دی.
د ويډيو منبع: د مشال راډيو فيسبوکپاڼه
يادونه: د ويډيو حقونه د مشال راډيو سره خوندي دي.

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/gft1o
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page