تازه تازه راڅخه بيا يو کس خوابدی سو. له دې کبله دغه کرښي ليکم چي ګواندي هغه بېرته راسره پخلا سي او هغه دوستان چي وخت او حوصله لري، هغه هم زما او زما په شان زیاتو نورو خلکو عذر ولولي.

 تازه تازه راڅخه بيا يو کس خوابدی سو. له دې کبله دغه کرښي ليکم چي ګواندي هغه بېرته راسره پخلا سي او هغه دوستان چي وخت او حوصله لري، هغه هم زما او زما په شان زیاتو نورو خلکو عذر ولولي.

زيات وختونه راته ډېر مهربانه او ډېر فعال ملګري دعوت راکوي چي په مرستندويه سازمان يا پروژه کي يې اشتراک وکړم يا يې غړيتوب واخلم. فکر کوم چي تاسو درنو لوستونکو ته به هم هميشه داسي څه درپېښيږي. خو دا چي زه هميشه ورته عذر کوم، نو بعضي دغه دوستان راڅخه خوابدي کيږي. زه په هيڅ صورت د يو يا بل يا حتی خدای مه کړه په مجموع کي د بسپنه ټولوونکو سازمانونو پر کار قضاوت نه کوم. په دې پوهېږم چي دغه سازمانونه ډېر مهم دي او زښتو زياتو انسانانو ته يې ګټه رسيږي. پکښي ډېر د قدر وړ انسانان خپل شخصي وخت او امکانات د نورو د ښېګڼي لپاره مصرفوي. صرف خپلې څو تجربې مي د دې لامل سوي دي، چي زه نه غواړم چي يا پخپله له چا څخه بسپنه يا چنده وغواړم او يا بل څوک يا سازمان زما په استازيتوب له بل چا څخه د پيسو کومک وغواړي. د داسي هيڅ سازمان غړيتوب او همکارۍ ته زه شخصا هيڅکله هم زړه نه ښه کوم چي کار يې د بسپنې په پيسو چليږي.

يوه تجربه
جرمني ته تازه راغلی وم او ښکلی هيواد ښکلي انسانان او ښکلي اخلاقو يې راباندي اثر کړی ؤ. هر ښکلی شی چي به مي ليدلی، نو ما به ويل چي کاشکي دا شی زما په هيواد او زما په سيمه کي وای. که به مي کوم ښه ډاکټر ليدلی، که به مي د عربانو يا ترکانو له خوا جوړ سوی کوم ښکلی مسجد يا تعليمي اداره ليدله، که به مي د ښوونکو ښه رويه او مسلکيتوب ليدلی او که به مي ولسي ښېګني ته متعهد کسان ليدل، نو به مي همدغه ويل چي کاشکي دغه کسان او څيزونه زما په سيمه او زما په هيواد کي وای. که به مي ښه کتاب ليدلی او که به مي ښه اخبار او مجله ليدله، نو ما به ويل کاشکي دا زما د هيواد په ژبو کي هم وای. لنډه دا چي همدغه هيله د دې لامل سوه چي غوښتل مي څه عملي کار وکړم چي خپل ولس او خپلي سيمي ته مي ګټه ورسيږي او يو وخت زما ولس هم هغه ښه شيان ولري لکه آلمانيان او د نړۍ بعضي پرمختللي مسلمان هيوادونه چي يې لري. په دې ترڅ کي په ډېر کم عمر د افغانانو او آلمانانو په يو مشترک سازمان کي غړی او د اداري مشرتابه غړی سوم. کله چي مي د مشرتابه په لومړۍ غونډه کي زما د اوسېدو له ښار څخه ليري په بل ښار کي ګډون وکړ، نو د غونډي وروسته راته وويل سول چي پر کاغذ ورته وليکم چي څو کلومتره مي سفر کړی دی، چي د تيلو پيسې راته راکول سي. ما ورته وويل چي زه د تيلو پيسې نه غواړم، ځکه چي دغه پيسې د سازمان کار لا اغېزمن کولای سي او ورباندي د افغانستان د خلکو حق دی. راڅخه مقابل لوري يو شانته ګيله وکړه چي که يې زه ونه غواړم نو بيا د دوی غوښتنه چي هميشه يې کړېده، هم تر پوښتني لاندي راځي. ما په هغه ورځ له دغه سازمان او غړيتوب سره مخه ښه وکړه.

بله تجربه
يو ډېر لوی عالم او محترم کس چي ما ورسره تر خپل وسه د خپلي محصلۍ په بې وزلي او نه شرايطو کي د زښت زيات وخت او وسايلو کومک کړی ؤ، راڅخه ډېره عجبه غوښتنه وکړه. ورسره زما د مرستي او همکارۍ دليل دا ؤ چي ما ويل چي زه خو بېسواده يم، خو دی لوی عالم دی نو که زه د ده سهولتکار سم، د کار په پرمختګ کي به يې زما هم لږ څه ثواب او د خپلو خلکو په وړاندي مکلفيت ته رسيدګي موجوده وي. هغه دوستان چي ما پېژني هغه خبر دي چي زه د خپلو پروژو لکه قاموسونه ټکی کام، کوچنی ټکی کام، اسلام لکم ټکی کام او نورو لپاره هيڅکله نه د پيسو مرسته قبلوم او نه مي هيڅکله داسي کومه مرسته له چا غوښتې ده او انشالله له دې وروسته به هم هيڅ داسي غوښتنه له کس يا سازمان څخه ونکړم. خو ماته دغه محترم او قدرمن کس تليفون وکړ چي دوی يو سازمان/انستيتيوت جوړ کړی دی او غواړي قاموسونه ټکی کام هم د خپل دغه جوړښت تر چتر لاندي راولي. ما پوښتنه وکړه چي ايا دغه سازمان په بسپنو چليږي، ويل هو. ما ويل زه خو بسپنو ته اړتيا نه لرم هغه څه چي الله يې راته رارسوي په هغه زما د پروژې کار ډېر ښه روان دی، نو له دې کبله د کوم سازمان سره همکاري او پيسو ته ضرورت نه لرم. هغه راته وويل چي «ته به ضرورت نه لرې، خو موږ ضرورت لرو. موږ غواړو چي د قاموسونه ټکی کام د پروژې کارونه د خپل سازمان د کارونو په دايره کي معرفي کړو چي له دولت څخه اړين مراعات ترلاسه کړو چي د پښتو د خدمت لپاره دغه انستيتيوت پياوړی سي.» ما مخامخ ورته «نا» نه سوای ويلای نو مي ورته وويل چي زه بيا ورسره احوال کوم. وروسته مي په لنډ پيغام کي ورڅخه عذر وغوښت چي لطفا قاموسونه ټکی کام په هيڅ کوم کاغذ کي د خپل سازمان برخه معرفي نه کړي. نور نو خدای خبر چي هغه زما خبره ومنله او که نه. خو له هغه راهيسي هغه تود تليفوني او انټرنټي لاين چي زموږ تر منځ تر مخه موجود ؤ، نه يوازي دا چي سوړ سوی بلکه مطلق مړ سوی دی.

يوه بله تجربه
زه له بده مرغه په داسي سيمه کي اوسېږم چي راته نژدې مسجد نسته چي اذان يې واورم. د دې لپاره چي د لمونځ په وخت خبر سم نو په خپل موبايل کي ورته ايپ کاروم. بعضي د اذان داسي اېپس سته چي په ښکاره «وړيا» وي. خو کله چي يې انسټال کړم نو هر واري چي غواړم د لمونځ وخت وګورم راته اويا اعلانونه راښکاره کړي. زه يې هسي پسي ډي انسټال يا له موبايل څخه پاک کړم. زه د اېپ جوړونکي ته وايم: «که دي د ثواب په نيت دا پروګرام جوړولی نو بيا به دي بېله د اعلان وراچولو څخه هم جوړ کړی وای. که دي د تجارت لپاره جوړولی نو بيا خو به دي يو ډالر دوه ډالره قيمت پر غوښتلی وای چي حق حلال مي درڅخه رانيولی وای. دا نو څه شی سو چي د ثواب او تجارت پولي او سرحدونه سره معلوم نه دي؟!»

د شفافيت نړيوال سازمانونه تور لګوي چي د افغانستان د تېرو حکومتونو پر وخت دغه هيواد ته ورکول سوي زيات مقدار پيسې د افغان اختلاسګرو له خوا و دبۍ، فلوريډا او د نړۍ نورو سيمو ته انتقال کړل سوې. د دې پر ځای چي دغه پيسې د افغانانو په ښېګڼه مصرف سوي وای. کسان پېژنم چي د دولت سره يې د تيلو قراردادونه لرل خو د موټروان او نورو کسانو سره به يې لاره جوړه کړې وه او د يو سل او شپېته زره ليټرو د پيسو په بدل کي به يې شپږ زره ليټره يا ورته لږ مقدار تېل ورکول. دغه کسان چي اوس هم په محفلونو کي کښېني نو د افغان او افغانيت خبري کوي او بل چا ته د خبرو موقع لا نه ورکوی. آن پر خلکو ټاپې لګوي. خو هغه پيسې چي په افغانستان کي ورکي سوې، که يې نيمه برخه لا هم په بيا رغونه او د خلکو په ښېګڼه لګېدلي وای، نو به اوس افغانستان داسي ځای وای لکه زه او نور افغانان/پښتانه چي يې ارمان لري. شکر الحمدلله چي تر اوسه نه په لر او نه په بر کي د هيڅ کومي پروژې يا سياسي بهير برخه نه وم. له دې وروسته به هم انشالله په هيڅ داسي سياسي يا غير سياسي مرستندويه يون کي ګډون ونکړم چي پکښي پيسې مطرح وي. په ډېره عفوه سره، خو پر هيڅ کس، هيڅ سياسي ډله، هيڅ رهبر، هيڅ شعار او هيڅ سازمان باور نه لرم. البته ټولو ته په خپلو نيکو کارونو کي د بريا دعا کوم.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر څلورمه 
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/jjttn
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page