«د ډرامې ليکلو عملي لارې چارې» کتاب بايد چي د پوهنتونونو د نصاب برخه وګرځي
د پښتو ژبي د باتجربه او پياوړي ژورنالست، محقق، داستان او ډرامه ليکونکي ښاغلي عبدالنافع همت «د ډرامې ليکلو عملي لارې چارې» کتاب په کندهار کي د ميوند کلتوري ټولنې له خوا چاپ شو. دغه کتاب چي ۲۷۲ مخه لري او په اصل کي د همت صاحب د ماسترۍ تيزس دی، پکښي «په عمومي ډول د ډرامې ډولونه» څخه نيولې بيا تر «د ډرامې لپاره د ممثلينو غوره کول» پوري پر تيورېتيکي او عملي موضوعاتو باندي بحث شوی دی.
ښاغلي همت په خپل دغه اثر کي د ډرامې لپاره د موضوعاتو د انتخاب څخه نيولې بيا د کيسې د عمده پړاوونو پوري عملي موضوعات تشريح کړي دي. دغه پياوړي ليکوال د اوسني پېر د مساواتو د اصولو سره په همږغۍ کي آن د «په کرکټرونو کې د جنسيت توازن ته پام کول» پر موضوع هم بحث کړی او پر اهميت يې دلايل وړاندي کړي دي.
په دغه کتاب کي د ډرامه ليکلو پر ټولو اړخونو او پړاوونو بحث شوی دی، که هغه تخنيکي دي او که هغه هنري دي. دغه اثر ښايي د يو عام لوستونکي لپاره هومره په زړه پوري نه وي چي د يو داستان په شان يې له اولې پاڼي څخه نيولې بيا تر پای پوري په تلوسه او يوه ساه ولولي، خو په اړونده ساحو کي د پوهنتونونو د استادانو، نقادانو، محصلينو او ډرامه ليکونکو لپاره ښايي نه يوازي په زړه پوري بلکه لازمي وي.
تر کوم ځايه چي زما نيمګړي معلومات دي نو په پښتو کي بهترين ډرامه نګاران موجود اوسېدلي او لا شکر شته دي. خو په پښتو ژبه د ډرامه ليکنې پر تيورېتيکي او تخنيکي اړخونو په مفصله توګه د يو بشپړ او عملي لارښود د ليکلو لومړی وياړ صرف د عبدالنافع همت صاحب په برخه شوی دی.
«د ډرامې ليکلو عملي لارې چارې» کتاب بايد چي د پوهنتونونو د نصاب برخه وګرځي، ولي چي په پښتو ژبه کي د ډرامه نګارۍ په تړاو بل ورته داسي مهم لارښود نشته چي له پېل څخه تر اخر پوري محصل ته د دغه ژانر په باره کي ټولې لارښوونې وکړي. داسي لارښوونې چي ښايي زيات ډرامه ليکونکي يې د په لسيزو اوږدې تجربې وروسته ښايي د کولو جوګه کيږي.
لکه څنګه چي د عالي شعر ليکلو لپاره د شعر د تخنيکي او تيوريتيکي چوکاټونو او اوزانو په هکله د پوهې تر څنګ قدرتي تمايل، استعداد، وړتيا، تمرين او الهام مهم دي، همدا خبره د ډرامې او د داستان ليکلو د هنر لپاره هم صدق کوي. که يو پوخ او باتجربه شاعر په قصد سره د شعر د چوکاټونو اصول ماتوي يا پکښي نوي تجربې کوي، نو دا يوه خبره ده. خو که يو بل څوک له دغو چوکاټونو او اصولو د نه پېژندلو او ورباندي د اړيني پوهي او دسترس نه لرلو له کبله انحراف کوي، نو دا بله خبره ده. په لومړي مورد کي دا هنري آزادي او په دويم مورد کي عيب ګڼل کيدلای شي. همدا اصل د هنر د نورو ټولو ژانرونو تر څنګ د ډرامه نګارۍ لپاره هم قابل عمل دی. څوک چي د ډرامه ليکلو په تاريخ، تيورۍ او اصولو خبر نه وي، نو که هغه حتی ډېر ښه مفکورې، داستانونه او موضوعات ولري خو بيا هم ښايي ښه ډرامه نګار نشي.
د دغه اثر چاپېدل د پښتو ژبي د ډرامې لپاره او په دغه ساحه کي د اوس مصروفو او په همدې شان نوو او راتلونکو ډرامه نګارانو لپاره يو ډېر لوی زېری او نېک فال دی. زه ښاغلي عبدالنافع همت ته د دغه مهم اثر د بشپړ کولو او چاپ ته سپارلو مبارکي وايم او ورڅخه د پښتو د يو خواخوږي او ادنی زده کوونکي او لوستونکي په توګه زياته مننه هم کوم.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۲ کال د نوامبر ۲۵مه نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/bms21
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: