په زياته له ټولو هغو اليکترونيکي آلاتو سره زښت زيات احتياط کول پکار دي، چې کېمره او د ږغ ثبتونې امکان لري.

په زياته له ټولو هغو اليکترونيکي آلاتو سره زښت زيات احتياط کول پکار دي، چې کېمره او د ږغ ثبتونې امکان لري. که موبايل تليفونونه دي، که کمپيوترونه او که ځيرک کېمره لرونکي تلويزيونونه يا کېمره لرونکي روبوټ جاروګان دي او که نور ورته ځيرک آلات دي، هغوی د کاروونکو محرم معلومات بربنډولای شي.
يوه نوې بېلګه يې د «رومبا» په نوم هغه ځيرک جاروګان دي چې د ټکۍ يا کوچني او پيت ټاير په شان ګردی شکل او کېمره لري او پخپله د کور او کوټو بېلو برخو او کونجونو ته په خپلو اربو ځي او هلته دوړه پاکوي. دا چې مصنوعي ځيرکتيا لري نو د وخت په تېرېدو لا ښه دغه کور پېژني او لا ښه دوړه موندلای او پاکولای شي.
د ياد ځيرک جارو کاروونکې يوې کورنۍ ډېر محرم انځورونه چې دغه جارو د «پاکۍ» پر وخت اخيستي ول، و فيسبوک ته پورته کړل شوي دي. د دغه جارو جوړوونکي شرکت د متضرره کورنۍ په وينا بېله د دوی د اجازې ټول شوي معلومات بل شرکت او د هغه شرکت اعتراض کوونکو کارکوونکو فيسبوک او انټرنټ ته پورته کړي دي. نه يوازي د دغې کورنۍ بلکه د ياد جارو کاروونکو ګڼ شمېر نورو کسانو د محرمو انځورونو سره همدا چلن شوی دی.
کوم واړه واړه ځيرک شيطانان (موبايلونه) چې نن سبا انسانان په جېبونو کې ګرځوي، اکثريت يې اول خو په بشپړه توګه په خوندي استعمال نه پوهيږي، د مثال په توګه چې د محرمو معلوماتو اداره يې څنګه وکړي، او دويم له سره د دغې موضوع په هکله هيڅ احساس او درک نه لري. حال دا چې په اصل کې له ځيرک تليفونونو او نورو ټولو ځيرکو آلاتو سره زښت احتیاط کول پکار دي. په زياته په داسي يوه ټولنه کې چېري چې د کور یو ساده انځور بهر کېدل بعضي وخت د قيامت راتللو په شان نتايج لرلای شي.
خو بعضي خلک بيا دومره بې تفاوته وي چې آن په خپله رضا د خپلو ماشومانو، کورنۍ، دوستانو، سالګرو، ودونو او بېله اجازې اخيستل شوو نورو انځورونو پر فيسبوک يا نورو انټرنټپاڼو ټيکټاک وغيره شريک کول بالکل عادي کار بولي. دا چې د دوی د ماشومانو او دوستانو دغه انځورونه چې يو ځل انټرنټ ته داخل شول نو بيا څه څه ډول ناوړه ګټې ورڅخه پورته کېدلای شي، په هکله يې اکثريت نه خبر دي او نه هم ورته مهمه معلوميږي. هغه څوک چې ورته نصيحت کوي چې وروره دا د خپلو ماشومانو، کورنۍ يا محرمو اسنادو انځورونه دي پر انټرنټ مه خپروه، نو آن که عصباني نشي، کجبحثي خامخا کوي. دلته هم هغه ضرب المثل صدق کوي چې وايي:
مال خود نگاه کن همسایه ات را دزد نگیر!

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۲۴ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/9guw8
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page