يو قوم و چې پر څو برخو وېشل شوی او ځپل شوی و.

 يو قوم و چې پر څو برخو وېشل شوی او ځپل شوی و. يو وخت په نړۍ کې داسي يوه وژونکې وبا راغله چې د دغه ولس د وګړو علاوه يې نور ټول انسانان ونيول او هغوی يې يا خو مړه او يا يې فلج کړل. د وېشل شوي ولس خلکو ته چانس په لاس ورغلی چې خپل هغه ارمان بالآخره پوره کړي چې نسل تر نسله ورته د خپلو پلرونو څخه په ميراث کې پاته شوی و، او د دغه ولس خلکو به يې تل شعار ورکاوه.
پنځه سوه کاله وروسته ورو ورو په نړۍ کې نور ولسونه بېرته ورغېدل او يو د بل سره يې پر وسايلو او پراخو واکمنيو سيالۍ پېل کړې. خو وېشل شوی ولس چې ټول وخت له وبا خلاص پاته شوی و، لا تر اوسه نه و سره يوځای شوی.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۳۰ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://t1p.de/5gwbo
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page