زياتې پېژندل شوي يې د فونېټيکس، فونولوژي، مورفولوژي، سينتاکس، سيمانتيکس، پراګماتيکس او ايتومولوژۍ څانګې دي.

ژبپوهنه (Linguistics)
ژبپوهنه د ساينس هغې څانګې ته ويل کيږي چې په چوکاټ کې يې پر ژبه، د ژبې پر جوړښت، استعمال، زدکړې او پروسس کولو تحقيق او بحث کيږي. دغه علم په خپل ځان کې پر يو شمېر نورو څانګو وېشل شوی دی چې فونېټيکس، فونولوژي، مورفولوژي، سينتاکس، سيمانتيکس، پراګماتيکس او ايتومولوژي ورڅخه زياتې پېژندل شوي څانګې دي.
«ژبپوهنه د هغو عمومي اصولو په موندلو پورې اړه لري چې د ځانګړو ژبو جوړښت اداره کوي، او پخپله د ژبې عمومي ځانګړتیاوې کشف کوي.» (1)

فونېټيک (Phonetics)
فونېټيکس، فونېټيک يا فونېټــــــِک د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د ژبې د وينا پر ږغونو او د دغو ږغونو پر توليد، لېږد او ادراک تحقيق او بحث کوي. دغه علم د وينا د ږغونو پر فيزيکي ځانګړتياوو او د هغوی پر ږغيزو يا اکوستيکي خاصيتونه تمرکز کوي.
«فونیتیک د وینا د ږغونو ساینسي مطالعه ده چې د وینا کونکي لخوا د دغو ږغونو پر تولید ، د هوا یا نورو وسیلو له لارې د دوی پر لیږد، و اورېدونکي ته د دوی پر رسېدنه او په ليکلې بڼه د دوی پر استازيتوب راګرځي.» (2)
د مثال په توګه د پښتو لغت «مور» له درو فونېمو /m/، /o/ او /r/ څخه جوړ دی. فونېم (phoneme) د يوې ژبې د ږغونو تر ټولو هغه کوچني واحد ته ويل کيږي چې د لغتونو تر منځ د معنی د فرق سبب کيږي. د «مور» په لغت کې د /m/ مورفېم د دوو شونډو په مښلولو او په پوزه کې په غُنٌه سره تلفظ کيږي چې دا ډول فونېمونو ته د (bilabial nasal) خطاب کيږي. د /o/ فونېم (back rounded vowel ) فونېمونو له ډلې څخه دی چې د شونډو په ګردۍ کولو او د ژبې د شا برخې په پورته کولو سره توليديږي. د /r/ فونېم ته د (voiced alveolar trill) خطاب کيږي. دغه ږغ د مخکني پورتني غاښونو شاته د تالو راپورته شوې برخې سره د ژبې د رېږدېدلي حرکت په مرسته توليديږي.

فونولوژي (Phonology)
فونولوژي په ژبه کې د ږغونو د سيستماتيک تنظيم او طرزونو د مطالعې علم دی. د ژبپوهنې دغه څانګه د وينا د ږغونو په تجريدي يا ابستراکت استازيتوب باندې تمرکز کوي او دا چې دغه ږغونه په مجموع کې د يوې ژبي په ژبنيز نظام کې کوم وظايف پر ځای کوي.
«فونولوژي په يوه ژبه کې د وينا د ږغونو د وظايفو، د هغوی د خپلمنځي ربط او د وينا کوونکي او اورېدونکي په ذهن کې د هغوی د تنظيم مطالعه ده.» (3)
د مثال په توګه د پښتو ژبې په فونولوژيکي ځانګړتياوو کې د بيلو لهجو تر منځ د لهجوي الوفونونو استعمال يادولای شو. لکه «ښ» او «ږ» چې په سويل لوېديځو پښتو لهجو کې په [ʂ, ʐ]، په سويل ختيځو لهجو کې په [ʃ, ʒ] او په وردګ او مرکزي خلجي لهجو کې په [ç, ʝ] بڼه تلفظ کيږي. (4) الوفون (allophone) د يو فونېم واريانت ته ويل کيږي چې په ځانګړي چوکاټ او چاپيريال کې کارول کيږي. الفون زيات وختونه و هغه فونېم ته ورته وي چې دی يې استازيتوب کوي، خو دی کېدلای شي چې په يو يا زياتو فونېټيکي خاصيتونو لکه په ساه او اوږدوالي کې ورسره فرق ولري.

مورفولوژي يا صرف (Morphology)
مورفولوژي په لغت کې دننه د جوړښتونو او ورسره تړلو اصولو د مطالعې او تحقيق علم دی. د ژبپوهنې په دغه څانګه کې کتل کيږي چې لغتونه له کومو برخو او د کومو اصولو په رڼا کې سره يوځای کيږي او څرنګه د لغت جوړښت رامنځته کيږي. دغه څانګه د يوې ژبې د معنی د تر ټولو کوچني واحد مورفېم (morpheme) مطالعه کوي.
«مورفولوژي د لغتونو د داخلي جوړښت مطالعه ده او د مورفېمونو په نوم د ژبې د معنی د تر ټولو کوچني واحدونو په هکله ده. مورفېم د معنی تر ټولو هغه کوچنی واحد دی چې نور نشي سره بېلېدلای بېله دې چې معنی له لاسه ورکړي. د مثال په توګه د «dogs» لغت له دوو مورفېمونو «dog» او «-s» څخه جوړ دی. لومړی مورفيم د «سپي» معنی ورکوي، په داسي حال کې چې دويم مورفېم يو ګرامري په نخښه کوونکی يا مارکر دی چې د جمع اشاره ورکوي.» (5)
په پښتو کې د «تون» يا «توب» د مورفيمونو مثال را اخيستلای شو چې دواړه د بعضو لغتونو په پای په راتلو سره د «ځای» او «حالت» معنی ورکوي. لومړی مورفېم «تون» په «روغتون»، «زېږنتون»، «پوهنتون» کې د «روغتيا»، «زېږېدنې» او «پوهنې» د ځای معنی ورکوي. همدا شان د «توب» مورفېم په «سړيتوب» او «لېونتوب» کې د يادو حالتونو معنی ورکوي.

سينتاکس يا نحو (Syntax)
سينتاکس په يوه ژبه کې د فقرو (نامکمله جملو) او جملو د جوړښت د اصولو د مطالعې او تحقيق علم دی.
«سينتاکس په طبعي ژبو کې د جملو د جوړولو د پرنسيپونو او اصولو مطالعه ده. سينتاکس په خپل ډېر عمومي شکل کې د هغو اصولو او لارو مطالعې ته ويل کيږي چې د معنی ورکولو په مقصد په جملو کې د لغتونو د ترتیب او اوډون پر اصولو تمرکز کوي.» (6)
د مثال په توګه د پښتو په نحوه کې دا اصول دی چې په جمله کې د فعل (verb)، فاعل (subject) او مفعول (object) ترتيب په (SOV) شکل وي. يعني اول فاعل بيا مفعول او په آخر کې فعل راځي، لکه «احمد کور ته ځي.» د پښتو د نحوې يو بل اصول دا دی چې فعل بايد د فاعل سره مطابقت لري. يعني «زه کتاب لولم» کې د «زه» سره د «لوستل» فعل «لولم» بڼه راځي، د «ته» سره يې «لولې» بڼه او د «دوی» سره يې «لولي» بڼه راځي. د پښتو يو بل نحوي اصول دا دی چې د اضافت حرف (prepositions) د مفعول څخه مخکې نه بلکه وروسته راځي چې ورته (postposition) ويل کيږي، په «احمد کور ته ځي» جمله کې چې «ته» د «کور» وروسته راغلی دی.(7)

سيمانتيک يا معنی پوهنه (Semantics)
سيمانتيک په يوه ژبه کې د معناوو د مطالعې او د تحقيق علم دی.
«سيمانتيک د ژبپوهنيزو توکو لکه لغتونو، فقرو، جملو او بشپړه متونو د معنا مطالعه ده. په دغه کې تحقيق کيږي چې په يوه ژبه سره څنګه معنی رسول کيږي او دغه معنی څنګه تحليل او په فورمال توګه څنګه وړاندي کېدلای شي.» ( 8 )
د مثال په توګه د هممانيزونو موضوع هم په سيمانتيک کې راځي. هممانيزونه (synonym) هغو لغتونو ته ويل کيږي چې سره بېل وي خو بالکل يوه معنی لري، لکه غيرتي او ننګيالی، اجل او مرګ يا ګور او لحد او داسي نور. دا هم د سيمانتيک د مطالعې برخه ده چې د مثال په توګه بالکل يو لغت څنګه بېلي معناوي (polysym) ورکوي لکه «ما د سر خوږي ګولۍ اوخوړه» او «ماشومې له پلاره خوږې ګولۍ واخيستې» کې «ګولۍ» يو واري د «تابلېت» او بيا د «خوږو» معنی ورکوي. (9)

پراګماتيک (Pragmatics)
پراګماتيک د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې انسانان څنګه له ژبې څخه کار اخلي چې د تماس نيونې خپلې اړتياوي په پوره کړي.
«پراګماتيک د هغې معنی مطالعه کوي چې د وينا څخه مطلب اخيستونکی، اورېدونکی (يا لوستونکی) يې د وينا کوونکي (يا ليکونکي) له وينا يا ليک څخه په زياته په يوه ځانګړي تناظر کې اخلي.» (10)
که يو څوک په يو مجلس کې يو بل کس ته ووايي «ايا لومړی ځل دی چې دغه مجلس ته راغلي ياست؟» نو حتمي نه ده چې د دغه کس مقصد دې رشتيا د دې معلومول وي چې ايا دويم کس لومړی ځل راغلی او که يې پخوا هم په دغه مجلس کې ګډون کړی و. بلکه په ياده جمله سره لومړی کس غواړي چې د دويم کس سره معرفي شي يا ورسره مکالمه شروع کړي. پراګماتيک په چاپيريال او بيلو چوکاټونو کې د ژبې د استعمال او مقصد څرنګوالی او طرزونه مطالعه کوي.

ايتومولوژي (Etymology)
ايتومولوژي د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د لغتونو تاريخي او اصلي ريښو سپړنه او د لغتونو په معنی کې د تغيراتو د راتلو مطالعه کوي.
«ايتومولوژي د لغتونو د معناوو، تاريخونو او اړيکو مطالعه ده. د ايتومولوژي مقصد دا دی چې د لغتونو اصلي معناوي او په بيلو وختونو کې د هغوی تغيرات وسپړي.» (11)
د مثال په توګه د پښتو «اتل» لغت که څوک وسپړي نو د سانسکريت د अटल [Aṭala] لغت څخه سرچينه اخلي چې معنی يې د ټينګ، ټيکاؤ لرونکي، کلک، پر يو ځای ولاړ، نه ښورېدونکي او تغير نه خوړونکي ده. (12)

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اپريل دويمه نېټه

ماخذونه:


(1) Radford, A., Atkinson, M., Britain, D., & Clahsen, H. (2009). Linguistics: An Introduction. Cambridge University Press. Page 1.
(2) Ladefoged, P. (2014). Phonetics: The Science of Speech. Wiley-Blackwell. Page 1.
(3) Goldsmith, J. (2014). A Handbook of Phonological Theory (2nd ed.). Wiley-Blackwell. Page 1.
(4) Hussiany, S. W. (2018). The Phonology of Pashto (1st ed.). De Gruyter Mouton. Page 1.
(5) Radford, A., Atkinson, M., Britain, D., & Clahsen, H. (2019). An Introduction to Linguistics. Cambridge, UK: Cambridge University Press.
(6) Carnie, A. (2013). Syntax: A Generative Introduction (3rd ed.). Wiley-Blackwell. Page 1.
(7) Inomkhojayev, R., & Aziz, N. A. (2017). Pashto: An Elementary Textbook. Georgetown University Press.
(8) Cruse, D. A. (2011). Meaning in Language: An Introduction to Semantics and Pragmatics. Oxford University Press. Page 1.
(9) Iqram, B. (2019). Pashto Semantics. Pashto, 48(657). Retrieved from http://pashto.org.pk/index.php/path/article/view/46.
(10) Yule, G. (2014). Pragmatics. Oxford: Oxford University Press. Page 3.
(11) Durkin, P. (2013). Etymology: An Introduction to the History of Words and Languages. Oxford: Oxford University Press. Page 1.
(12) A. W. Achakzai. (2021). Da Pashto "Atal" Lughat Tha Yawa Landa Katana. Retrieved from http://Ahmadwali.achakzai.com


___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
https://bit.ly/40PNab3
___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page