له يو مجرد ځوان څخه مې پوښتنه وکړه
له يو مجرد ځوان څخه مې پوښتنه وکړه چې دا واده کول ولې دومره جنجالي کار جوړ شوی دی. هغه د خوړين زړه له زوره داسي راته وويل:
«نور جنجالونه خو شته چې شته، خو يو لوی جنجال دا دی چې د کلي انجلۍ وايي د ښار هلک ته مې ورکړئ او د ښار انجونې وايي د غرب هلکانو ته مو ورکړئ او د غرب د انجونو خو بيا بيخي اشتيا خلاصه ده او داسي څوک غواړي چې هغه تر اوسه پيدا شوی نه وي او نه به پيدا شي. د کلي د هلکانو بيا هم د ښار انجونې خوښې وي او د کلي په انجونو سر نه کښته کوي، خو د ښار انجونې بيا کليوال په انسانانو کې لا نه شمېري. د ښار هلکان بيا داسې حورې غواړي چې آن د غرب تر انجونو يې لا هم توقعات زيات وي. هغه ځوانان چې مسافر شي په کالونو کالونو يې پخپله د اسنادو او کار پته نه لګيږي، نه بهر څوک ورسره واده کولو ته زړه ښه کوي او نه له خپل هيواد څخه انجلۍ راغوښتلای شي. بس نو داسې کيسې دي اڅکزی صاحب څه وکړو؟ »
ما وغوښتل چې لږ يې زړه ور آرام کړم او ورته ومې ويل: «زړه مه تنګوه ګرانه وروره، هغه چې ودونه يې کړي دي، اکثريت پر پښېمانه دي. د څه لپاره له ځانه ځين کړی آس جوړوې؟»
کټ کټ يې وخندل، ويل «اڅکزی صاحب، ځين شوی آس نه، ځين شوی خر دې يم، خو مجرد دې نه يم.»
ما ورته وويل: «نورې خبرې دي ټيک دي، خو پام کوه چې چاته ونه وايي چې اڅکزی کليوال دی، ښه؟!»
بيا يې ښه د زړه له اخلاصه راته وخندل...
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:
___________
د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ: