تنقيد کولو او نيوکه کولو پر وخت بايد مناسب او تلل شوي الفاظ او انتهايي رغنده لهجه وکارول شي

 يو داسي ولس چې د زښتو زياتو عذرونو، قصدونو، تېروتنو، لاسوهنو، جګړو جنګونو، بې وزليو او نورو دلايلو پر اساس پر بې‌شمېره برخو سره وېشل شوی وي، په زياته ليک‌لوستي وګړي يې نبايد چې د لا زیات واټن رامنځته‌کېدنې او وېش سبب شي. پکار دي چې زخمونه ملهم شي، نه دا چې له زړو زخمونو خېږ واړول شي او لا بدتر نوي زخمونه پرهر کړل شي.


د دې لپاره چې حساسيتونه نه راوپاريږي، نو د اصلاح پخاطر د نظر د اختلاف څرګندولو، تنقيد کولو او نيوکه کولو پر وخت بايد مناسب او تلل شوي الفاظ او انتهايي رغنده لهجه وکارول شي. د يوجانبه قضاوت، پرېکون او آن اخطارونو په مرسته ښايي «تېروتلي» خپلو «تېروتنو» ته په کافي اندازه متوجه نشي، او په دې توګه نه اصلاح او نه هم تفاهم رامنځته کيږي. د استدلال او رغنده لهجې پر ځای د سخت او پاروونکي آهنګ کارول ښايي متقابل جانب لا پر خپل دريځ ټينګ او تائيد او په دې توګه د لا زيات وېش او واټن سبب شي. 


د هر انسان تجربه، پوهه، شاليد او ليد بېل وي، نو له دې کبله که ستاسو په نظر آن يو څوک بالکل پر غلطه هم وي، خو بيا يې هم نظر ته احترام ښودل او په وړ او رغنده توګه ورسره خبرې او ډيالوګ کول د اصلاح رامنځته کولو او د هغه مخالف کس د خپلولو تر ټولو غوره لاره ده.


د آلمان په کولون ښار کې د جوړې شوې يوې پښتو مشاعرې پر څرنګوالې راپېل شوي بحث او اکثريت تبصرو ته چې څوک وګوري، نو له بده مرغه پکښې اشخاصو ته د نازېبا، غېر اخلاقي او غېر پښتني الفاظو کارول، د موضوع سيميز کول، دسته جمعي سودا کول، د رغنده استدلال او انتقاد پر ځای د قضاوتونو صادرول او ټاپې وهل يې هغه لويه برخه تشکيلوي. هغه څه چې نيمګړتياوې لري، په رغولو کې يې عملي ونډه اخيستل بهتر دي، نه دا چې هغه راوپرځول او شخړيز کړل شي. يو څه چې اوس شته، حد اقل شته خو، که هغه هم ړنګ کړل شي نو بيا خو به هيڅ هم نه وي.
په زياته غرب مېشتي افغانان دې زما دا خبره د ځان سره وليکي او په پوخ رنګ دې يې وليکي: که مو د شته مات او ګوډ کلتوري جوړښتونو او فعاليتونو د رغولو، پراخولو، نوو جوړښتونو د رامنځته کولو او د اتحاد رامنځته کولو پر ځای ازمويل شوې آسانه خو تخريبي تګلاره عملي کوله، نو څو کاله وروسته به ستاسو خارجي اسناد او ژوند لږ برابر شوي ضرور وي، خو ستاسو لور او زوی به له تاسو، ستاسو له کلتوره، ستاسو له دين مذهبه او ستاسو له ژبې څخه پردي شوي وي. که زما دا نه منئ نو چې پېژنئ يې د هغو افغانانو کور ته تليفون وکړئ او که تليفون کوم ماشوم، ځوان يا پېغلې پورته کړ، نو به پوه شئ چئ دا لوی لوی خبرې کوونکي يا کوچني او لوی کتابونه ليکونکي پخواني يا اوسني مهاجر تر کومې اندازې په دې توانېدلي چې په خپل کور کې دننه خپله ژبه او کلتور وساتي. 


که تاسو د هر څومره بېلو سيمو، لهجو او سياسي ډلو غړي اوسېدلي ياست، خو له هيواد څخه دباندې تر بل هر وخت يو بل ته سخت اړ او مجبور ياست. په زیاته دلته دا خبره زښت زيات صدق کوي چې يا به يو کېږئ يا ورکېږئ.


نو له دې کبله، لطفا لطفا جوړ يې کړئ، ويې رغوئ، تخريب کوئ يې مه!

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د جولای ۱۷ نېټه

___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page