هغه ژبې چې غواړي ژوندۍ پاته شي، هغوی بايد د عصري ټينکالوژۍ په هره څانګه کې ځان ته ځای او ونډه په لاس راوړي. 

 د دې لپاره چې کمپيوتر، موبايل، ټبلېټ، تلويزيون او نور ځيرک اليکترونيکي آلات کار وکړي، ورته د چلوونکي يو کمپيوتري نظام ضرورت وي چې ورته آپرېيټينګ سيسټم ويل کيږي. د مثال په توګه زيات کمپيوترونه په تجارتي سيسټمونو لکه وينډوز Windows، يا د اېپل په OS چليريږي. همدا شان موبايلونه اکثريت اوس په اندرويد او iOS باندې کار کوي. د کمپيوتري آلاتو د چلولو لپاره آپرېټينګ سيسټمونه حتمي او ضروري دي. 
دا چې پښتو لا تر اوسه په دې ډګر کې څومره شاته پاته ده، له دې څخه ښه اټکل کېدلای شي چې په ټوله نړۍ کې د اکثريت پروګرامرانو لخوا کارول کېدونکي آپرېټينګ سيسټم اوبونتو Ubuntu کې لا پښتو غيرحاضره ده.
هغه ژبې چې غواړي ژوندۍ پاته شي، هغوی بايد د عصري ټينکالوژۍ په هره څانګه کې ځان ته ځای او ونډه په لاس راوړي. د مثال په توګه هغه بنيادي او حد اقل ونډه به يې دا وی چې په ټولو سيسټمونو په کې يې ليکل، لوستل او پروسس کول ممکن وي. پښتو تر دمګړيه د يو له تر ټولو مهم آپرېټينګ سيسټم اوبونتو په استثنی په نورو مروجو سيسټمونو کې د «حداقل» ونډه تر يوې اندازې په لاس راوړې ده. يعني که ويڼډوز دی، که د اېپل سيسټم دی او که انډرويډ دی، پکښي پښتو ليکل کېدلای او تر يوې اندازې متون يې پروسس کېدلای شي. خو دغه «حداقل» ونډه په هيڅ صورت کفايت نه کوي. دا ځکه چې په اليکترونيکي اوزارو کې د يوې ژبې صرف ليکل کېدل يا لوستل کېدل د دې ضمانت نشي کولای چې د نوي ټيکنالوژۍ په روان انقلاب او د روانې سيالۍ برخه او ونډه واله به پاته شي.
په لوی احتمال به يو وخت ټولې هغه ژبې له منځه ولاړې شي چې د نوي ټيکنالوژۍ له يون څخه شاته پاته دي. له دې کبله بايد هره هغه ژبه چې ژوندۍ پاته کېدل غواړي، حتما او لازما به ځان په نوې ټيکنالوژۍ کې په اصطلاح «اپ ټو ډېټ» يا د نورو سره قدم په قدم ساتي.
په نوې ټيکنالوژۍ کې د يوې ژبې برخه وال کېدل د نورو فاکتورونو تر څنګ په دې معلوميږي چې په شته تخنيکي آسانتياو لکه ژباړه، ږغ و متن ته او متن و ږغ ته په اوتوماتيکه توګه اړولو آسانتيا، د چاپ شوي متن څخه و ايډيټ وړ متن ته د متونو اوتوماتيکه د اړولو آسانتيا، په مصنوعي ځيرکتيا کې يې ونډه او په ټولو مهمو سيسټمونو کې ورته بنيادي جوړښتونه شته دي که نه.
د دې لپاره چې پښتو په نوې ټيکنالوژي کې خپله ونډه ترلاسه کړي، ورته په لوړه اندازه لا زيات او په زياته رضاکارانه کار ته اړتيا سته. خو له بده مرغه د دغې ژبې ويونکي اکثريت هغه باتعليمه او بې تعليمه کسان چې ورته د انټرنټ له لارې و ټولو علومو ته په وړيا توګه د لاسرسي کړکۍ خلاصه کړل شوې ده، هغوی خپل وخت او امکانات په ډيرو تکراري او بې سوده موضوعاتو ضايع کوي. د دې پر ځای چې يا خو خپله يو ابتکار وکړي او يا د بل ابتکار کوونکي کس يا ډلې سره ملګری، شاګرد او سهولتکار شي، بس سياست، ډم و ډب، ځان بهتر ښودنې يا بې برخې تماشه کولو کې وخت تېروي. هغه چې اکاډميک کسان يې دي، د هغوی هم اکثرا زور پر تکراري او د ژبې او ولس د راتلونکي او پرمختګ لپاره پر موضوعاتو د تمرکز کولو پر ځای پر تکراري او بېسوده ساحو او موضوعاتو وي.
د پښتو ژبه په عاجله توګه د نوي ټيکنالوژۍ کارپوهانو، رضاکارانو، سهولتکارانو، ملاتړو او ورته لابي کوونکو ته اړتيا لري. که خپله نشئ کولای، نو خپل اولادونه دې ته وهڅوئ چې يا خو د خپل اصلي مسلک او کسب تر څنګ په نوې ټيکنالوژي کې هم پوه ترلاسه کړي او يا له سره پکښي تحصيل او زدکړې او بيا د پښتو لپاره عملي کار وکړي.
په نوې ټيکنالوژي کې په اړينه چټکۍ د پښتو ژبې د برخه وال کېدو لپاره يو بل مهم شرط د معياري پښتو ژبې تعريف او ورباندې توافق کول دي.


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۲ نېټه
___________
دغي ليکنې ته لنډ لينک:

___________

 

د کاپي کولو په صورت کې د دغه ليکنې اصلي لينک او د ليکوال نوم يادول ضروري دي.
Legal Note حقوقي يادونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زما د فيسبوک پاڼه لاندې موندلای شئ:

Ahmad Wali Achakzai's Facebook Page